هندوستان په کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکړه
د ښځو کرکټ په نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر د پاکستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه. پاکستان چې لومړۍ توپ وهنه یې کړې وه په شلو اورونو کې یې د ۱۵۰ منډو هدف ټاکلی و. هند ورکړل شوی هدف په ۱۹ اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ. په دې سیالۍ کې د پاکستان لوبډلمشرې بېسما معروف ۶۸ ناسوځېدلې منډې وکړې. د هند په ګټه بیا جېمېما رودرېکس ۵۳ او ریکا ګوش ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبه یې وګټله. د هندوستان په توپ اچونکو کې رادا یادو او د پاکستان په توپ اچونکو کې نشرا سندو دوه دوه وېکټې واخیستې. Читать дальше...