Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 25.02.2023

مثلث؛ د طالبانو حکومت ایا په رښتیا په دوه لاري کې ایسار دی؟

Pa.azadiradio.com 

یو خوا د پاکستان حکومت بله خوا تحریک طالبان پاکستان. دا اوونۍ په مثلث پروګرام کې له طالبانو د پاکستان په تمو باندې بحث شوی. د صفي الله ستانکزي په کوربه توب دغه مثلث کې پخوانی افغان لوړپوړی چارواکی محمد عمر داوودزی او د مشال راډیو خبریال احمدشاه اعظمي مېلمانه دي.

والیبال؛ افغان ملي لوبډلې مالدیپ ته هم ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د څلورو ملتونو جام په سیالیو کې خپله درېیمه سیالي درې د صفر پر وړاندې له مالدیپ څخه وګټله. دا په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله پسې درېیمه بریا ده. افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سینګاپور او په دویمه لوبه کې مالیزیا ته ۳-۱ ماتې ورکړې وې. د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته د نومرو په جدول کې افغان لوبډله لومړي مقام ته ورسېده. دغه سیالي چې نن د فبرورۍ ۲۵مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه درې سیټه لوبه وشوه چې درې واړه افغان لوبډلې وګټل. د افغانستان والیبال فدراسیون... Читать дальше...

ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې او سوریه په ګډ سرحد کې د فبروري د شپږمې د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۵۰ زرو واوښت. دا ارقام د دواړو هېوادونو دولتي سرچینو ورکړي دي. د ترکیې د طبیعي پېښو ادارې له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې یوازې په ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړینو ټول شمېر ۴۴۲۱۸ ته او په ګاونډۍ سوریه کې دا شمېر ۵۹۰۰ ته رسېدلی، خو د سوریې د جګړې یوه څارونکې ډله په دې هېواد د یادې زلزلې د تلفاتو شمېر ۶۷۶۰ یادوي.



جي شل د مالیې وزیرانو پر اوکراین د روسیې یرغل وغانده

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د شلو لویو صنعتي هېوادونو د ډلې یا جي شل د مالیې وزیرانو نن په خپله غونډه کې پر اوکراین د روسیې یرغل وغانده، خو یوازې چین او روسیې د غونډې د ګډې اعلامیې له لاسلیکولو ډډه وکړه. هند چې د جي شل ډلې د مشر په توګه په بنګلور ښار کې د دې غونډې کوربه و، په دې غونډه کې د اوکراین د جګړې د موضوع د رابرسېره کولو په برخه کې زړه نازړه و، خو لوېدیځو هېوادونو ټینګار وکړ چې که په اعلامیه کې روسیه پر اوکراین د برید په خاطر ونه غندل شي، نو د غونډې د نورو نتایج ملاتړ به ونه کړي. د جي شل په غونډه کې د نظر... Читать дальше...

په خوست کې اوس د موسیقۍ پر ځای ادبي غونډې کېږي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست کې اوس ډیری روڼ اندي او فرهنګیان د خپلو ودونو او نامزد کېدو په مناسبت ادبي بنډارونه او مشاعرې جوړوي.فرهنګیان وايي، هنر پراخ مفهوم لري او په کار ده چې په اوس وخت کې د موسیقۍ پر متبادلو تکیه وشي او د خوښیو د نمانځنو سلسله روانه وساتل شي. ويډيويي رپورټ.

د 'خالد حسیني' د یوه ناول په اساس جوړه شوې اوپرا نندارې ته وړاندې کېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د افغان لیکوال خالد حسیني د یوه ناول په اساس جوړه شوې اوپرا نن ماښام د امریکا په سیاټل ښار کې نندارې ته وړاندې شي. دا ډرامه چې د زر پرتمین لمرونه په نوم د حسیني د مشهور ناول په اساس چمتو شوې، د مریم او لیلا په نوم د دوو افغان ښځو د ژوند کیسه ده چې د عمر توپیر یې شل کاله دی او جریان یې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په ګډون ټول په افغانستان کې پېښېږي. د دې اوپرا سټیج ډایرکټره افغان فلم جوړوونکې رویا سادات ده. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان... Читать дальше...

ایران د یوه لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندي د جوړولو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

ایران ادعا کړې چې د لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندی یې جوړ کړی. د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان امیرعلي حاجي زاده پرون اعلان وکړ چې دا توغندی په ۱۶۵۰ کیلومتره واټن کې اهدف په نښه کولای شي. څارونکي په دې باور دي چې د روسیې له خوا د اوکراین په جګړه کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو کارولو ته په پام سره پرونی اعلان ښايي د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې لا زیاتې کړي. حاجي زاده همداراز د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني له قاتلانو د غچ اخیستو ژمنه وکړه ویې ویل چې دوی د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ د وژلو هڅه کوي.



یوځل بیا د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د ازادېدو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو ټولنې د طالبانو له بنده د افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د ازادېدو په خاطر د ملګرو ملتونو سازمان ته شکایت کړی. یو خبریال چې د طالبانو د حاکمیت په سیوري کې له ټولو ننګونو سره سره خپل کار ته دوام ورکوي، وايي، په بېلابېلو بهانو د طالبانو لخوا د خبریالانو نیول، په کاري ساحه کې د دوی وېره ډېروي. دا چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:" د اسلامي امارت لخوا خبریالان معمولاً د خبریالۍ په خاطر نه، بلکې ویل کېږي چې د حقوقي او شخصي مسایلو له امله نیول کېږي. Читать дальше...

پر فضا د بې پیلوټه الوتکو الوتنې؛ مولوي یعقوب: د افغانستان فضا اشغال شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی. د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان د هوايي حریم د اشغالېدو په اړه اندېښنه ښيي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالب ځواکونو د فراغت په یوې غونډه کې د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو الوتنو ته اشاره کړې او ویلي چې د افغانستان هوايي حریم اشغال شوی دی. مجاهد دغه شان د پوځي تسلیحاتو او تجهیزاتو پر زیاتېدو ټینګار کړی ویلي چې د پوهې پیاوړتیا ته اړتیا ده. Читать дальше...

زیلینسکي غواړي د چین له ولسمشر 'شي جن پینګ' سره خبرې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر وايي چې په پام کې لري، د چین له ولسمشر سره د چین له خوا د اوربند پر وړاندیز خبرې وکړي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په اوکراین کې د روسیې د غیرموجه یرغل د کال پوره کېدو په مناسبت ویلي، غواړي د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره خبرې وکړي. د دې کتنې د دقیقې نېټې او ځای په باب څه نه دي ویل شوي. دوی به د چین د اوربند پر وړاندیز بحث وکړي چې هدف یې په اوکراین کې د روانې جګړې ختمول دي، هغه جګړه چې پرون یې یو کال پوره شو. د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، چې زیلینسکي د چین د اوربند... Читать дальше...

ځینې افغان ورزشکاران: د المپیک کمېټه د یو کال راهیسې د عصریې پيسې نه راکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ورزش د بېلابېلو څانګو ورزشکاران شکایت کوي چې له یو کال راهیسې د المپيک ملي کمېټې له خوا دوی ته د عصریې پيسې نه دي ورکړل شوي. ورزشکاران وايي، د عصریې پیسې د دوی مسلم حق دی چې له یو کال راهیسې ورته نه دي ورکړل شوي. د افغانستان د والیبال د فدراسیون د ملي لوبډلې غړي سباون غورځنګ ازادي راډيو ته وویل، د عصریې پیسې ورته مهمې دي. نوموړی زیاتوي: "سږ کال موږ لومړۍ ربعه د عصریې پیسې تر لاسه کړې، خو د پاتې نورو میاشتو لا پاتې دي. موږ له مسوولانو هیله کوو چې د عصریې پیسې موږ ته ډېرې راکړي،... Читать дальше...

د پاکستان د کراچۍ په یوه زندان کې څلورم افغان هم ومړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فیض محمد په نوم څلورم افغان زنداني هم مړ شو.  له تاج محمد، عبدالخلیل او ولي خان وروسته فیض محمد څلورم افغان دی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له زنداني کېدو وروسته مري. په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، فیض محمد د فبروري میاشتې په ۲۲مه ساه ورکړې وه، خو پرون ناوخته یې د مرګ خبر له دوی سره شریک شو. کاکړ زیاتوي چې فیض محمد د کولرا ناروغي درلوده او په زندان کې د روغتیايي خدمتونو د نشتون له یې درملنه ونه شوه، ځکه یې ساه ورکړه. کاکړ ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

د کابل ښار ځينې دوکانداران: د پلور د کمښت له کبله د ماليې ورکولو توان نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار یو شمېر دوکانداران وايي، د دوی د پلور بازار ورځ تر بلې مخ په کمېدو دی او نه شي کولای مالیه ورکړي. د کابل ښار یو اوسېدونکی نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې واخیستل شي، وايي، د عکاسۍ او فوټو کاپۍ دوکان لري. هغه وويل، مخکې یې کار ښه و، خو د ښوونځیو او پوهنتونونو تر تړل کېدو ورسته یې اوس د کار چندان خوند نه شته او د هر ډول مالیې ورکړه ورته ستونزمنه ده. نوموړي زياته کړه: "شل ډوله مالیې یې راباندې وضع کړي، نه پوهېږم، دا د دوکان مالیه، دا د جواز مالیه، دا د برښنا لګښت، دا د لوحو لګښت. Читать дальше...

طالبان: بدخشان کې یو مشکوک ځانمرګی بریدکوونکی وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د طالبانو چارواکي ادعا کوي، یو مشکوک ځانمرګی بریدکوونکی نن سهار هدف ته تر رسېدو مخکې وژل شوی دی. د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي، دغه ځانمرګی بریدګر د کابل بانک دروازې مخې ته تر حملې مخکې پېژندل شوی او ویشتل شوی دی. د احمدي په وینا، په دې پېښه کې یوازې مشکوک ځانمرګی بریدګر وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی. د مشکوک حمله کوونکي د هویت په باب څه نه دي ویل شوي.


Музыкальные новости
Александр Розенбаум

Певец Розенбаум похвастался возрождением сети советских пивных в Петербурге





Rss.plus
Казахстан

Новый транспортный хаб начали строить Казахстан, РФ и Китай




Заключительный этап олимпиады школьников стартовал в Подмосковье

МТС предлагает выкупить акции иностранцев со скидкой

Московский код. Жители и гости столицы пишут краеведческий диктант

В Челябинске больше чем на год перекроют одну из ключевых улиц




د امریکا ځانګړي استازي له فضل هادي مسلمیار سره خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، پرون یې د افغانستان د مشرانو جرګې له پخواني رییس فضل هادي مسلمیار سره د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې. وېسټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، په دې ټلیفوني خبرو کې یې د افغانانو پر هغو غوښتنو هم بحث وکړ چې غواړي نجونې ښوونځیو او ښځې کارونو ته ستنې شي. ټوماس وېسټ لیکلي، دوی د افغانانو ترمنځ د افغانستان د راتلونکي لپاره د ډیالوګ پر اړتیا هم خبرې وکړې. نن پنځه سوه درویشتمه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم... Читать дальше...

د جرمني صدراعظم نوي ډیلي ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن شنبه د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته ورسېد او ټاکل شوې له خپل هندي سیال سره په اوکراین کې د روسیې پر جګړه او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره تر یوځای کېدو وروسته شولڅ وویل: "زموږ د هېوادونو د پرمختګ او د نړۍ د سولې لپاره به پر ټولو اړوندو موضوعاتو بحث وکړو." دا هند ته د جرمني د اوسني صدراعظم لومړی رسمي سفر دی، خو په ۲۰۲۱م کال کې له صدراعظم کېدو وروسته یې دا له مودي سره څلورمه کتنه ده. Читать дальше...

اروپايي ټولنه پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله پر مسکو د نویو بندیزونو له لګولو سره موافقه وکړه. پر اوکراین د روسیې د یرغل پرون کال پوره شو او د تازه بندیزونو اعلان پرون سویډن وکړ چې دا مهال د اروپايي ټولنې دوره يي مشري کوي. دا د روسیې تر یرغل وروسته د اروپايي ټولنې د بندیزونو لسمه بسته ده چې په هغو کې پر هغو اشخاصو او شرکتونو هدفمند محدودوونکي اقدامات شامل دي چې د دې جګړې ملاتړ کوي، دغه راز پروپاګند خپروي یا یې هم روسیې ته بې پېلوټه الوتکې ورکړي چې د اوکراین په جګړه کې یې وکاروي. ټاکل شوې دغه بندیزونه نن شنبه نهايي تصویب شي. Читать дальше...

د بېلاروس ولسمشر چین ته په رسمي سفر ځي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو راروانه سې شنبه چین ته په رسمي سفر لاړ شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ وویل: "لوکاشینکو به د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه د فبروري له اتمه ویشتمې د مارچ تر دویمې نېټې چین ته سفر وکړي." لوکاشینکو د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له نږدې متحدانو دی چې پر اوکراین یې د روسیې د یرغل ملاتړ کړی دی. بېلاروس په مالي او سیاسي لحاظ پر خپل ګاونډي هېواد روسیې متکي دی.

دوبۍ کې د ښځو پولیسو ډله تر سختې روزنې وروسته کار ته چمتو ده

Mashaalradio.com 

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ښځو پولیسو یوه ډله تر سختې روزنې او تمرینونو وروسته په بیړنیو حالاتو کې کار ته تیاره شوې. هغوی ته د ډزو کولو، له خنډونو څخه د تېرېدو او په سختو حالاتو کې د انسان ژوند ژغورنې لارې چارې ښوول شوې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

طالبان: د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

‏په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، سر له نن څخه د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه. د طالبانو په کنترول دې سفارت نن سهار په يوه ټويټ کې وويل: "د تورخم دروزاه سر له نن شنبې د فبرورۍ ۲٥مه، د هر ډول تګ راتګ پر مخ له دواړو طرفونو خلاصه شوه." د تورخم دروازه د طالب ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر نښتو وروسته شاوخوا پنځه ورځې مخکې تړل شوې وه او پرون که څه هم طالبانو پرانیستې وه، خو د پاکستان لوري بېرته وتړله. پرون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ويلي وو چې د تورخم د بندېدو... Читать дальше...



Москва

«1418»: выставка секции «Арт-фото» ТСХР в зале «Лаврушинский`15»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В столице открыт сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Пётр Чайковский

В Воткинске 7 мая отметят День рождения Петра Чайковского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Результаты забега на 5 км на Московском полумарафоне. Аплачкина и Голоктионов установили рекорды соревнований

"Динамо" и "Зенит" назвали стартовые составы на матч 26-го тура РПЛ

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


Елена Рыбакина

Елена Рыбакина рассказала о проблемах на турнире в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Джиган

Красноярцы и Джиган рассмешили Артемия Лебедева и вышли в финал «Звезд»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России