یوناما د نجونو پر مخ د ښوونیزو بنستونو تړل له بشري حقونو سرغړاوی وباله
یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونیزو بنسټونو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړه. د پوهنتون محصله عاقله وايي، هر کال به یې دا وخت نوي تحصیلي کال ته چمتووالی نیوه، خو سږ کال دا چې د طالبانو حکومت نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي نو خپلې راتلونکي ته اندېښمنه ده. عاقلې ازادي راډیو ته وویل: "دغه شپې او ورځې به موږ په یوه خاص امېد سره تېرولې، دې ته مو شېبې شمارلې چې پوهنتون شروع شي، خو سږ کال هېڅ تمه نه شته چې بیا به پوهنتون ته ولاړې شو، دومره یې دردولې یم چې بیان یې نه شي کېدلای."... Читать дальше...