په ترکیې او سوریې کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۳۰۰ تنو واوښت
جرمني ډي پي اې خبري اژانس د ترکي چارواکو په حواله ویلي چې په دې زلزله کې تر ۸۵۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي او د دغه خبري اژانس په وینا په سوریه کې تر ۲۳۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
جرمني ډي پي اې خبري اژانس د ترکي چارواکو په حواله ویلي چې په دې زلزله کې تر ۸۵۰۰ ډېر کسان ژوبل شوي او د دغه خبري اژانس په وینا په سوریه کې تر ۲۳۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان یوه اعلاميه خپره کړې چې په کې راغلي، مرتضی بهبودي د یوه راپور چمتو کولو لپاره افغانستان ته تللی و او کله یې چې غوښتل خپل رسنیز اعتبارلیک ترلاسه کړي، په کابل کې د روان کال د جدي مياشتې په ۱۷مه د طالبانو له خوا ونیول شو.
په ترکیه او سوریه کې د نن سهار وختي زلزلې د مړو شمېر اتلس سوو کسانو ته پورته شو. دا تازه شمېر د فرانسې خبري اژانس شېبه مخکې خپور کړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي په ترکیه کې د مړینو شمېر ۱۰۱۴ کسانو ته پورته شوی دی. اردوغان له نړۍ د مرستو غوښتنه وکړه. په سوریه کې دولتي روغتیايي ادارو او روغتیاپالانو د لږ تر لږه ۷۸۳ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی. وېره یې شته چې د مرګژوبلو شمېر تر دې هم لوړ شي ځکه لا هم د زلزلې له امله تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې خلک ایسار دي. ګڼو هېوادونو له... Читать дальше...
په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر موسمي ناروغیو او پر عمومي صحي مسلو غږېدلي یو. د خپرونې په پیل کې د یخنۍ په موسم کې د زکام او یخ وهلو په اړه معلومات او مشورې درکوو او بیا د اورېدونکو د پوښتنو ځوابونه لرو. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
په ترکیه او سوریه کې مرګونې زلزلې سلګونه تنه مړه کړي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي. د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه اته درجې ښودل شوی دی. نور جزییات یې دلته کتلی شئ:
طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په نږدې یو نیم کال کې پر ښځو د محدودیتونو لګولو په برخه کې ډېر شمېر فرمانونه صادر کړي چې په ټولیز باور دې فرمانونو ښځې څنډې ته کړي دي. طالبانو په افغانستان کې د خپل بیاځلي واکمنېدو په تېرو نېږدې اتلسو میاشتو کې داسې فرمانونه صادر کړي چې له امله یې د ښځو ټولنیز فعالیتونه ځنډول شوي یا بیخي په ټپه درېدلي دي. طالبانو تر دې دمه شاوخوا پنځلس داسې سپارښتنې او فرمانونه صادر کړي چې ښځې یې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي. ځینې داسې فرمانونه هم شته چې د ښځو د... Читать дальше...
کابل کې د ښځو لاسي صنایعو نندارتون چې غواړي نږدې راتلونکي کې ولایتونو کې هم نندارتونونه پرانېزي. د دغه نندارتون ګډونوال وايي، کورونو ته د توکو د رسولو چارې یې هم پیل کړي دي. نور جزییات په دې ويډیويي راپور کې:
په ترکیې او سوریې کې د نن سهار وختي زلزلې د مړو شمېر ۱۲سوو کسانو ته پورته شو. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، د ترکیې او سوریې پولې ته نږدې سیمه کې چې د زلزلې مرکز و، ۹۱۲ تنه د ترکیې او نږدې ۳۰۰ د سوریې لوري ته مړه شوي دي. د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه اته درجې زلزلې د دوشنبې په سهار وختي د ترکیې جنوب ختیځه او د سوریې شمال ختیځه سیمه وځپله. په سوریه کې د دولت او مخالفانو تر کنټرول لاندې سیمو نه لا هم د مرګ ژوبلې نوې شمېرې په خپرېدو دي. د مرګ ژوبلې شمېرې لا هم کره نه دي، خو ویل کېږي چې په ترکیه،... Читать дальше...
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سیرګي ریابکوف د دوشنبې په ورځ ویلي، ګروسي به د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ شاوخوا د یوه خوندي زون د رامنځته کېدو په تړاو خبرې وکړي. ریابکوف ویلي، مسکو په دې تړاو ژورو او مسلکي خبرو باندې باور لري. پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله څو ځله پر زاپوریژیا اټومي بټۍ توغندي ویشتل شوي دي چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ اندېښنې یې پارولي دي.
طالب چارواکي مني چې په افغانستان کې د سعودي عربستان کارکوونکي د یوې اوونۍ لپاره له دې هېواد وتلي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "د هغې اطلاع له مخې چې موږ ته رسېدلې دا ده چې دوی د یوه ټراییننګ لپاره د یوې اوونۍ لپاره تللي دي او بېرته راګرځي." العربیه ټلوېزیون پرون مازدیګر راپور ورکړ چې سعودي عربستان او ورسره ځینو لوېدیځو هېوادونو د امنیتي ستونزو له امله په افغانستان کې خپل سفارتونه تړلي. تر څنګ یې د سما په نوم یو پاکستاني ټلوېزون په افغانستان کې د متحدهعربي... Читать дальше...
د لوګر ولایت اوسېدونکی احمد ظاهر وایي، په پخواني نظام کې هم امنیتي وضعیت ښه نه و، خو اوس د طالبانو په حکومت کې هم امنیتي اندېښنې په بشپړه توګه له منځه نه دي تللي.
د فبرورۍ پر شپږمه سهار وختي د ترکیې او سوریې (شام) په یوشمېر برخو کې زورورې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. پر رېښتر پیمانه د زلزلې زور ۷.۸ ثبت شوی دی چې ګڼو ودانیو او بېخبنا ته یې زیان اړولی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي، د زلزلې مرکز د ترکیې او سوریې پولې ته نېږدې وو. د ده په خبره، په ترکیه کې تر ۹۰۰ زیات او په سوریه کې ۳۰۰ کسان وژل شوي دي. په ترکیې او شام کې مرستندویه چارې روانې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د کندهار د مېروېس روغتون مسوولين وایي، په تېره یوه میاشت کې دغه روغتون ته له ۱۳۰۰ څخه زيات ماشومان ور وړل شوي، چې په سینه و بغل ناروغۍ اخته شوي دي. روغتياپالان وايي، دغه ماشومان په سړه هوا کې د کورنيو له لوري د روغتيایي سپارښتنو د نه مراعت له امله ناروغه شوي دي.
شاهي سيد وويل چې په سيند کې له تېرې څه مودې راهسې هغه افغانان هم نیول کېږي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي، د یوې سروې پر بنسټ په افغانستان کې ۹۳سلنه نا دولتي موسسې یا بندې شوي یا یې په جزوي توګه خپل فعالیت بند کړی دی. يوه مېرمن چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، خو وايي، په کندهار کې اوسېږي. د هغو ستونزو په اړه غږېږي، چې د طالبانو لهخوا په نا دولتي موسسو کې د افغان نجونو او ښځو په کار له بندیز وروسته ورسره مخ ده. نوموړې وايي: "ما یوه مؤسسه کې کار کاوه، د کور ټول عواید مې پوره کول، خو د مؤسساتو په کار بندیز سره، له سختو ستونزو سره مخ یم. Читать дальше...
په مومندو کې د "ولسي پاڅون" ګډونوالو پر حکومت غږ کړی دی چې د ناامنۍ مخنیوي لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي. د فبرورۍ پر پینځمه احتجاجي جلسې ته د عوامي نیشنل ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او جماعت اسلامي په ګډون د یوشمېر سیاسي ګوندونو مخکښ مشران، غړي او پلویان او داراز، د مومندو ولسي وګړي ورغلي ول. په جلسه کې داسې یوشمېر ښځې هم وې چې د کورنیو غړي یې له کلونو راهیسې ورک دي. په پاکستان کې د خلکو ورکولو تور اکثر پر امنیتي ادارو پورې کېږي خو حکومت دا تور ردوي او د ورکو کسانو سرکاري کمېشن وايي، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې یې زرګونه قضیې هوارې کړې دي. Читать дальше...
اسرائیلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې د کډوالو په یوه کمپ کې پنځه فلسطیني وسلهوال وژلي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس د اسرائیل د امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې دغه برید نن دوشنبه (د سلواغې په ۱۷مه) شوی دی. اسرائیلي چارواکو ویلي، برید د هغو مشکوکو کسانو د نیولو پر مهال شوی پر اسرائیلو وروستۍ ناکامه حمله کې په لاس لرلو تورن دي. اسرائیل د وژل شویو دوه تنه د حماس ډلې غړي یاد کړي دي. د فلسطین روغتیایي چارواکو برید کې یوازې د دریو تنو د ټپي کېدو پخلی کړی دی. دا برید داسې مهال کېږي چې په اسرائیل کې... Читать дальше...
د ترکیې په جنوب ختیځ او د سوریې په شمال کې د نن سهار زورورې زلزلې مرګ ژوبله د زیاتېدو په حال کې ده. اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، دواړو هېوادونو کې تراوسه د لږ تر لږه ۶۴۱ کسانو مړېنه تایید شوې ده. ګمان کیږي چې سلګونه نور کسان ممکن د نړیدلو ودانیو لاندې ګیر پاته وي. په دواړو هېوادونو کې د زرګونو کسانو د ټپي کېدو خبره کیږي او ویل شوي چې سلګونه ودانۍ نړیدلي دي.
د پېښور زلمي کرکټ ادارې او د پېښور د خبریالانو مرکز په همکارۍ د خبریالانو لپاره درې ورځنۍ کرکټ سیالۍ وشوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر پینځمه وه. په پایلوبه کې د کواټ زلمي لوبډلې د مردان زلمي هغې ته ماتې ورکړه. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
فارسي ټایمز هغه میاشتنۍ چې تازه په امریکا کې چاپ او د خپرونکو په خبره یې، په امریکا او کاناډ کې په وړیا ډول په لوستونکو ویشل شوې ده. په فارسي، پښتو او انګریزي ژبو د دغه میاشتنۍ مسوول مدیر نقیب اروین ازادی راډیو ته وویل: "په اساسي ډول موخه دا وه، دا زموږ هېوادوال کوم چې امریکا او کاناډا ته راغلي دي، له څلوېښت، پنځوسو کلونو را پهدېخوا په ځانګړي ډول په دې ورستیو کې، داسې یوه خپرونه چې دوی ورسره اړیکه جوړه کړي نه یې درلوده، او ټولنه یې په دې نه ده توانېدلې چې د دوی فعالیتونه او کارونه په امریکا کې... Читать дальше...
د دغه ولایت د طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست مسوولین وايي، دوی د یاد ولایت په غرونو او دښتو کې د صحرايي مارغانو د نسل ژغورنې او تغذيې په موخه د غنمو شنیدولو لړۍ پیل کړې. د ميدان وردګ ولایت اوسېدونکي د طالبانو د دغه اقدام څخه هر کلي کوي. طالبانو داسي مهال د وحشي مارغانو د نسل ژغورنې هڅې پیل کړي چې همدا اوس د دغه ولایت په ګډون د افغانستان په نور سیمو کې په ښکاره توګه د مارغانو ښکار کېږي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په ترکیه او سوریه کې د نن سهار وختي زلزلې مرګژوبله د زیاتېدو په حال کې ده. اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي، دواړو هېوادونو کې تر اوسه د لږ تر لږه ۶۴۱ کسانو مړينه تایید شوې ده. ګمان کېږي چې سلګونه نور کسان ممکن د نړېدلو ودانیو لاندې ګیر پاتې وي. په دواړو هېوادونو کې د زرګونو کسانو د ټپي کېدو خبره کېږي او ویل شوي چې سلګونه ودانۍ نړېدلي دي. د ترکیې مرستیال ولسمشر فوات اوکتې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د ژغورنې او پلټنې نژدې ۲۸۰۰ ډلو د زلزله ځپونکو مرستو ته ور دانګلي دي. خبري اژانسونو ویلي... Читать дальше...
بزکشي یا وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې د خلکو ترمنځ ډېر مينهوال لري. په کندز ولایت کې هر جمعه د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د بزکشۍ سیالۍ ترسره کېږي او نندارۍ ته يې پر کندز سربېره له شاوخوا ولایتونو هم زیات شمېر خلک راځي. ددې لوبې یو مينهوال ۶۰ کلن عبدالرحیم ازادي راډيو ته وویل: "بزکشي یو عنعنوي ورزش دی او دې لوبې په سمت شمال ولایتونو کې ډېره وده کړي ده او موږ د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوو، چې د دې دودیزې لوبې د ودې په خاطر لا زیات کار وکړي." د وزلوبې یو شمېر مينهوال وايي، دا لوبه... Читать дальше...
د افغان ليکوالو کتابونو پلورلو ته د انلاين اپليکېشن جوړول. په داسې حال کې چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې خپرندويه ټولنې او لیکوال له دې امله شکایت لري، چې چاپ شوي کتابونه یې نه پلورل کېږي او پيډياف بڼه یې هم له اجازې پرته په یو شمېر ویب پاڼو کې خپرېږي، يو ځوان په افغانستان کې د کتاب پلورلو داسې یو انلاین اپليکېشن جوړ کړی، چې له لارې یې لیکوال، ژباړونکي او خپرندویې ټولنې کولای شي، خپل کتابونه په انلاین ډول وپلوري او ګټه یې ترلاسه کړي. د سیکارام "Sikaraam" په نوم د کتاب پلور د دې انلاین... Читать дальше...
منیر اکرم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ویلي ول، "په افغانستان کې پر ښځو لګولي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه لري بلکې د پښتنو د کلتور برخه ده چې ښځې په کورونو کې ساتي."
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости