Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 10.02.2023

پاکستان د اضافي بودیجې له لارې د ۱۷۰ اربه روپیو ټیکسونه لګوي

Mashaalradio.com 

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

په ابوظبي کمپ کې ځینې مېشت افغان کډوال له خپل نامعلوم برخلیکه سر ټکوي

Pa.azadiradio.com 

د ابوظبي په کمپ کې یو شمېر مېشت افغان کډوال له خپل نامعلوم برخلیکه سر ټکوي. د ابوظبۍ په کمپ کې پراته یو شمېر افغان کډوال چې امریکا ته د تګ په هیله دغلته شپې سبا کوي د خپل نامعلوم برخلیک معلومول غواړي. د تېر جمهوري نظام پخوانۍ نظامي څارنواله سلطانه خاک نجات چې له تېر یو نیم کال راهیسې د ابوظبي په کمپ کې مېشته ده وايي، اته میاشتې وړاندې یې امریکا د تګ لپاره ټول کارونه بشپړ شوي، خو لا هم انتظار ده او دغه حالت یې ځوروي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "اته-نهه میاشتې کېږي چې د خپل کېس کارونه مې بشپړ شوي، خو یوازې انتظار راپاتې دی. Читать дальше...

پخوانۍ افغان څارنوالانې هسپانيا ته کډوالې شوې

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت ځينې څارنوالانې هسپانيا (سپېن) ته کډه شوې دي. دوی وايي د هغې ورځې په هيله شپې ورځې سبا کوي چې په افغانستان کې يو ځل بيا ښځو ته د کار اجازه وي. دا ښځې له هغو زرګونو افغانانو دي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې خپل هېواد پرېښی دی. طالبانو په افغانستان کې پر ښځو د کار او پر نجونو د تعليم بندیز لګولی دی. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو د بشيرګواښ جوړ کړی راپور وګورئ.



ترکیه کې د زلزلې له کبله د مړو شویو ۸۰ افغانانو مړي خاورو ته سپارل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي، د ترکیې د جنوب له درېیو زلزله ځپلو سیمو څخه یوازې په یوه کې د مړو شویو اتیا افغانانو مړي خاورو ته سپارل شوي دي. هاتای د عثمانیې او غازیان تېپ ترڅنګ د ترکیې د جنوب هغه سیمې دي چې د دوشنبې د ورځې تر ټولو زیات تلفات لري. په انقره کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د هاتای په یوه سیمه کې د زلزلې په نتیجه کې شاوخوا اتیا مړه افغانان تراوسه خاورو ته سپارل شوي دي. د افغانستان قونسل پسرلي حکیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل: "د سفارت له خوا یو ټیم د هاتای، عثمانیې او غازیان تېپ ښارونو ته استول شوی دی. Читать дальше...

د ژمي سړې هوا د بامیان ولایت په سمڅو کې ژوند تریخ کړی دی

Pa.azadiradio.com 

په وروستیو ورځو کې بامیانو کې سړه هوا تر منفي ۴۰ درجو رسېدلې وه. د سړې هوا له امله لږ تر لږه د ۸ کسانو مړینه د طالبانو ځايي مسؤولینو لخوا تایید شوې ده. د ژمي سړې هوا او بیوزلي د سمڅو د اوسېدونکو لپاره ژوند تر پخوا سخت کړی دی.

د افغانستان مدني فعالې 'بلقيس احمدي' د جنسیتي اتلوالۍ جايزه ګټلې

Pa.azadiradio.com 

بلقيس احمدي د امريکا بهرنيو چارو وزارت د ښځو د نړيوالو چارو دفتر له خوا د جنسیتي اتلوالۍ جايزه ترلاسه کړه. بلقیس احمدي چې مدني فعاله ده، د افغان ښځو لپاره د خپلو فعالیتونو له امله د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ښځو د نړيوالو چارو دفتر لخوا د جنسیتي اتلوالۍ جایزه وګټله. د امريکا د متحده ايالاتو بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د بلقيس احمدي له فعاليتونو څخه چې د افغان ښځو او نجونو او په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره يې کړي، مننه کړې. په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې... Читать дальше...



يونېسف: افغانستان تېر کال تر ټولو ناوړه بشري بحران تجربه کړ

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، افغانستان تېر کال تر ټولو ناوړه بشري بحران تجربه کړ. زکيه يوه افغانه مېرمن ده، وايي د ژوند وضعيت يې د تېر کال په پرتله خراب شوی دی. نوموړې ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې هيڅ ډوډۍ راوړونکی او عايد نه‌لري او له دې امله اړتيا لري چې، په هره مياشت کې کوم بنسټ يا يو کس په منظمه توګه له‌هغې سره مرسته وکړي. نوموړې وايي: "بايد يوه مؤسسه او يا کوم کس وي، چې په هره مياشت کې راته کارت جوړ کړي او له ماسره مرسته وکړي، اقتصادي وضعيت مې ډېر خراب دی،... Читать дальше...

ملګروملتونو کې د چين استازی: افغانستان او سيمې ته د داعش ډلې د بيا ستنېدو امکان شته

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا او د داعش ډلې له‌خوا افغانستان، سیمې او نړۍ ته د ور پېښو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ. د امنیت شورا په پرونۍ غونډه چې نړۍ ته د داعش له‌خوا د ورپېښو ګواښونو په اړه جوړه شوې وه، چې په‌کې د چین استازي ژنګ جون وویل، داعش ‌ډله افغانستان او سیمې ته د بیا ستنېدو په حال کې ده. هغه د داعش او د ترکستان اسلامي غورځنګ ترمنځ د ګډو تبلیغاتو او د نظامي او عملیاتي پرسونل د تبادلې په اړه هم اندېښنه وښوده او له طالبانو یې... Читать дальше...

روسي ځواکونو د اوکراین په دویم لوی ښار 'خارکیف' کې مهم بنسټونه ویشتلي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د دویم لوی ښار خارکیف پر مهمو بنسټونو د څو حملو او نن سهار وختي په زاپوریژیا کې د انرژۍ پر سکټور د مسکو د څو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. په وروستیو ورځو کې روسي ځواکونو د اوکراین په جنوب او ختیځ کې خپلې حملې سختې کړي او د اوکراین په زیاتو برخو کې د هوايي حملو د خطر زنګ کړنګول شوی دی. د زاپوریژیا د ښاري شورا منشي اناتولیه کورتییف ویلي، دغه ښار د یوه ساعت په موده کې ۱۷ وارې ویشتل شوی دی. هغه په وینا له کله چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې روسیې پر اوکراین بشپړ یرغل پیل کړی دا پر دغه ښار تر ټولو سختې حملې وې. Читать дальше...

نن د ښځو د کرېکټ شل اوريز نړیوال جام سیالۍ پيليږي

Pa.azadiradio.com 

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري په سویلي افریقا کې نن (جمعه) د ښځو د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام پيليږي. دغه سیالۍ چې د فبرورۍ میاشتې تر ۲۶مې نېټې دوام کوي لومړۍ سيالي به یې د کوربه سویلي افریقا او سریلانکا ترمنځ وي. په دې نړیوال جام کې د کرېکټ نړیوالې شورا ۱۰ بشپړ غړيتوب لرونکي هېوادونه برخه لري. ټولې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي چې، په الف ګروپ کې اسټرالیا، بنګله‌دېش، نیوزیلنډ، سویلي افریقا او سریلانکا یو ځای دي او په ب ګروپ کې انګلینډ، هندوستان، ایرلینډ، پاکستان او ویسټ اینډیز سره لوبيږي. Читать дальше...

د پولنډ او اوکراين ولسمشرانو د سيمې پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ او اوکراین ولسمشرانو اندژې دودا او ولودمیر زلنسکي د پولنډ په جنوب ختیځ ژیشوف کې پرون د کتنې پر مهال د سیمې پر وضعیت خبرې وکړې. د پولنډ د ولسمشر دفتر نن جمعه په ټویټر کې لیکلي، چې د پولنډ ولسمشر په بروکسل او نورو اروپايي پلازمېنو کې د خپلو وروستیو ډيپلوماتیکو فعالیتونو راپور وړاندې کړ. په ټوېټ کې راغلي، دواړه مشرانو د سیمې پر وضعیت هم په خپلو خبرو کې تمرکز وکړ. د پولنډ د ولسمشر دفتر زیاتوي، دواړه ولسمشرانو د جګړې په لومړۍ کرښه کې پر اوسني وضعیت هم خبرې وکړې او د پوځي ملاتړ لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ. Читать дальше...

وچکاليو د افغانستان د غله‌جاتو حاصلات اغېزمن کړي دي

Pa.azadiradio.com 

نن د غله جاتو نړیواله ورځ ده او داسې وخت لمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د تېرو کلونو وچکالیو، طبیعي افتونو او نورو ستونزو د غله‌جاتو پر حاصلاتو اغېز کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګه وايي، دوی پر اړو کسانو ژېړ نخود او لوبیا وېشي، ځکه دا قوي خواړه دي چې ډېر پروټین، وسپنه او ویټامینونه لري. د روان لمریز کال په لومړیو کې د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له‌مخې ویل شوي وو، چې تېر لمریز کال په افغانستان کې یوازې د غنمو تولید یو ملیون ټنه کم شوی. کروندګر شکایت لري چې په افغانستان کې یې... Читать дальше...

د پاکستان حکومت: کابل ته د سفير د بېرته استولو پرېکړه لا نه‌ده شوې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان لپاره د دوی سفیر عبید الرحمن نظاماني لا هم په پاکستان کې دی او افغانستان ته نه‌دی تللی. د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون پنج شنبه یوه کنفرانس ته د پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې اړه چې د دوی سفیر به کله افغانستان ته ستنيږي پرېکړه نه‌ده شوې. بلوچ زیاته کړه، دوی لا هم هغه وضعیت ارزوي، چې کابل ته د دوی د سفیر د ستنېدو لپاره مهم دی. د ډسمبر میاشتې په لومړیو کې کابل کې د پاکستان پر سفیر ناکامه حمله وشوه، چې یو ساتونکی یې ټپي شو، تر هغه وروسته سفیر پاکستان ته لاړ. Читать дальше...

ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۲۱زره واوښت

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه او سوریه کې د مرګونې زلزلې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۱ زرو تنو اوښتی دی. د ترکیې د پېښو او بېړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې نن اعلان کړی چې د دې اوونۍ د دوشنبې ورځې د مرګونې زلزلې له امله په دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸۳۴۲ ته پورته شوی. د دې ادارې د اعلان له مخې ۷۴۲۴۲ کسان ټپيان دي. څه باندې ۷۵ زره نور کسان د ترکیې له جَنوبي سیمو چې زلزلې ځپل ایستل شوي. څه باندې یو لک او شل زره ژغورونکي کسان د ژغورنې او مرستو عملیات مخته وړي. لسګونه زره کسان په سوریه کې هم ټپيان شوي دي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Желдорреммаш

Улан-Удэнский ЛВРЗ подвел производственные итоги первого квартала 2024 года





Rss.plus
Алексей Сёмин

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии




Сёмин высказал мнение о матче «Динамо» - «Зенит»

Гладилин: «Локомотив» перестал зависеть от Дзюбы»

Кобелев отметил важность матча «Динамо» - «Зенит»

Герои России, меры поддержки многодетных семей и показ «Карины» в стране: топ-10 новостей недели




د یمن د "بې وزلو خواړه" پېژنئ؟

Mashaalradio.com 

د یمن په پلازمېنه صنعا کې یو کس د ځانګړې او دودیزې شیرې یا دلیې رستوران پرانیستی دی چې پکې بې وزله خلک خوراک کولای شي. د رستوران مالک وايي، هغه شیره د غنمو او وربشو له اوړو له پیاڅې یا د جوارو له اوړو جوړېږي چې نه یوازې یې نرخ کم دی بلکې صحت ته هم ګټه لري. یمن هم د افغانستان او پاکستان په څېر ناامنۍ او جګړو ځپلی دی چې پکې ګڼ وګړي د خوړو له کمښت سره مخامخ دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د طالبانو حکومت: تېر يو کال کې مو د نشه‌يي توکو د توليد ۱۴۸ کارخونې له‌منځه وړي دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېر یو کال کې يې د ۳۷۰۰ عملیاتو پر مهال ۴۶۵۰ د نشه‌يي توکو بېلابېل کاروباریان نیولي او ۱۴۸ د نشه‌يي توکو کارخانې یې له‌منځه وړي دي. د دې وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې معین د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې یو خبري کنفرانس ته وویل، په یاده موده کې ۴۰۴ ټنه بېلابېل نشه‌يي توکي نیولي او د ۷۵ زره په نشه روږدو کسانو درملنه یې هم کړې ده. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

کندهار کې د اوبو يو بند ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام یا (UNDP) په مالي لګښت د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو یو بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. بل‌خوا د دې سیمې اوسېدونکي چې وچکالۍ سخت ځپلي دا ډول بندونه د باراني اوبو د مهار او د وچکالۍ د اغېز کمولو او د کرنې د پیاوړتیا لپاره مهم بولي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

کرېسټیانو رونالډو په یوه لوبه کې څلور ګولونه ووهل

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د فوټبال په «پرو لیګ» سیالیو کې پرتګالي لوبغاړي کرسټیانو رونالډو د الوحدت لوبډلې پر وړاندې څلور ګولونه ترسره کړل. رونالډو چې النصر لوبډلې ته لوبيږي، د پنجشنبې په شپه(د فبرورۍ ۹مه) د سعودي د مکې ښار د پاچا عبدالعزیز په لوبغالي کې الوحدت لوبډلې ته ۴ـ۰ ماتې ورکړه. نوموړي د لوبې په یویشتمه، څلوېښتمه، دري پنځوسمه او یو شپېتمه دقیقه کې ګولونه ووهل. تر دې وړاندې رونالډو د النصر لوبډلې لپاره په درې لوبو کې یوازې یو ګول وهلی و. کریسټیانو رونالډو چې د نړۍ په کچه په سوداګریزو لیګونو... Читать дальше...

د جوزجان او بلخ ترمنځ په یوه ترافیکي پېښه کې ۴ تنه مړه او ۳ ژوبل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان او بلخ ترمنځ په یوه ترافیکي پېښه کې ۴ تنه مړه او ۳ ژوبل شوي دي د طالبانو د حکومت د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي کفایت الله متوکل باختر اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون (پنجشنبه) په فیض اباد ولسوالي کې د یوه سراچه او یوه باري موټر ترمنځ د ټکر په نتیجه کې وشوه. په افغانستان کې په نسبي ډول ترافیکي پېښې ډېرې کېږي او د اکثرو پېښو علت د چلوونکو بې احتیاطي او د لارو خرابوالی ښوول کېږي.



Москва

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: В столице открыт сезон фонтанов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Филипп Киркоров

Киркорова оштрафовали на 6 тысяч рублей из-за неуплаченного штрафа в 3 тысячи




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Орловской области стала победителем хоккейного турнира среди команд Черноземья

Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


Арина Соболенко

Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Что можно отметить в этот день



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России