د پوهنتون يو استاد غواړي د خپل شخصي کتابتون زرګونه ټوکه کتابونه خلکو ته ډالۍ کړي
د پوهنتون یوه استاد چې څه موده وړاندې یې د افغان نجونو په وړاندې د پوهنتونو د بندېدلو په غبرګون کې خپل تحصیلي اسناد څیري کړل، اوس غواړي د خپل شخصي کتابتون نږدې ۲۱ زره کتابونه لوستو کسانو ته ډالۍ کړي.
استاد اسماعیل مشعل غواړي په درې ورځو کې د خپلې شخصي کتابخانې ۲۱ زره کتابونه پر خلکو وویشي.
استاد مشعل له دې وړاندې په یو مدني حرکت کې د نجونو او ښځو په وړاندې د پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته د یو خصوصي ټلوېزیون په پروګرام کې خپل تحصیلي اسناد څيري کړی وو.
ښاغلي مشعل ازادي راډیو ته وویل، پر افغان ښځو او نجونو د زدهکړو او تحصیل د بندېدو په غبرګون کې یې خپل شخصي ښوونځي او د ښوونکو د روزنې مرکز وتاړه او په دریو پوهنتونونو کې یې د استادۍ له دندې هم استعفاګانې ورکړې.
هغه وویل چې نن یې د کتابونو د وېش دوهمه ورځ ده.
نوموړی وايي: "دغه یووېشت زره کتابونه د دې لهپاره چې خلک نټ نهلري، برق نهلري، اقتصادي ستونزې لري، امکانات نهلري، نو ما په یوه کراچۍ کې چې نوم یې اقرا ده ايښي دي او خلکو ته یې وړیا ورکوم. په دې کتابونو کې پښتو ادبیات، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، ژورنالېزم، فلسفه، تاریخ او جغرافیه ټولې رشتې شته، پرېکړه مې کړې چې په دریو ورځو کې یې ډالۍ کړم."
په ورته وخت کې یو شمېر افغان محصلانې د استاد مشعل دا کار ستایي خو وایي، چې یوازې په یو ګل نه پسرلی کېږي ټول باید د زدهکړې په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو هلې ځلې وکړي.
د کندهار پوهنتون یوې محصلې چې نهیې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپورکې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "استاد خپلې هڅې وکړې څه یې چې په زړه کې وو ښکاره یې کړل، خو موږ څه وکړل؟ یوازې په ټولنيزو رسنیو کې لیکل کوو. پکاره ده چې موږ ټول د زدهکړې په لاره کې ورته کارونه وکړو، تر اوسه نه ښوونځي خلاص شول، نه پوهنتونونه پرانیستل شول، موږ ټول باید ودرېږو او یو جدي عکس العمل وښیو."
په کابل کې د طب پوهنځي محصله عاقله هم د استاد مشعل کار چې پر لوستو کتابونه ویشي ستایي.
هغې ازادي راډیو ته وویل، هیله یې دا ده چې د زدهکړې لهپاره دا ډول هلې ځلې یوه مثبته پایله ولري.
اغلې عاقله وايي: "د استاد اوسنی اقدام دا ښېي چې افغانان له خپلو خویندو سره ولاړ دي او غواړي چې هغوی زدهکړې وکړي. که زموږ نور کادورنه هم داسې کارونه وکړي ان شاءالله چې شنوا غوږونه به پیدا شي او د طالبانو په پرېکړه به تاثېر وکړي. هیله لرم چې یو اقدام وشي."
پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ سره سم دوی له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې وتړلې خو د ۲۰۲۲ میلادي کال په پای کې پوهنتونونو ته د دوی په ورتګ هم کلک بندیز ولګاوه.
که څه هم د طالبانو دا پرېکړې پر کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوې خو طالبانو تر دې دمه په خپله پرېکړه کې کوم بدلون نهدی راوستی.