د پښتنو په اړه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي څرګندونو غبرګونونه پارولي دي
منیر اکرم د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه، د ملګرو ملتونو په يوه غونډه کې ویلي ول، "په افغانستان کې پر ښځو لګولي بنديزونه له مذهب سره هېڅ تړاو نه لري بلکې د پښتنو د کلتور برخه ده چې ښځې په کورونو کې ساتي."