شهباز شریف: ولس پوښتنه کوي چې وسلوال بیا هېواد ته چا وروستي دي؟
په همدې حال کې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې دی په هېواد کې د "ترهګرۍ ذمه وار" نه دی. نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه وویل په پاکستان کې حملې امنیت ته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت د توجه نه ورکولو له وجې زیاتې شوې دي.