د پروان په سیدخېل ولسوالۍ کې د چاودنې له امله يو تن وژل شوی دی
د پروان ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې چاودنې یو تن وژلی دی.
په پروان ولایت کې طالب چارواکو وویل چې، دا پېښه د پنجشنبې په سهار د سیدخېل ولسوالۍ په رسول داد خېل سیمه کې وشوه.
د طالبانو د پروان والي ویاند سیدحکمت الله شمیم ازادي راډیو ته وویل، چې د دې پېښې په تړاو د وژل شوي کس زوم او زوی نیول شوي او پوښتنې ورڅخه پیل شوي دي.
تر اوسه پورې د دې پېښې انګېزه څرګننده نهده.