هند په خپله کلنۍ بوديجه کې د افغانستان لپاره ۲۰مليونه روپۍ ځانګړې کړي دي
طالبانو د هند له لوري د خپل هېواد د ۲۰۲۳ کال په بودجه کې افغانستان ته د ۲۰ملیون روپیو د ځانګړي کېدو هرکلی وکړ.
د هند د مالیې وزیر نیرمالا سیتارا مان د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې وویل، دا پیسې یې د افغانستان انکشافي چارو ته اختصاص کړي دي.
هند د خپل هېواد د تېر کال په بودحه کې هم همدومره پیسې د افغانستان پرمختیايي چارو ته ځانګړې کړې وې.
د طالبانو د قطر د دفتر مشر سُهیل شاهین پرون (پنجشنبه) هندي رسنیو ته وویل چې، دوی له افغانستان سره د هند د دې مرستې ستاینه کوي او لاور لري چې دا به د دوو هېوادونو د اړیکو له لا پراختیا سره مرسته وکړي.