د واورو له امله له کابل سره د ډايکنډي، غور او باميان ولايتونو لارې تړل شوي
د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو لپاره د طالبانو چارواکو پرون ویلي، سخت اورښتونه او توفانونه له کابل سره د دغو ولایتونو د لارو د تړل کېدو سبب شوي دي.
د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس پرون د غور-کابل د لویې لارې د تړل کېدو موضوع تایید کړه او وايي د مرکز او شپږو ولسوالیو ترمنځ لارې هم بندې دي.
د بامیان لپاره د طالبانو چارواکو هم د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د هوا د وضعیت تر ښه کېدو پورې د دغو ولایتونو پر لویو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.