هوګو شارټر: بریتانیا له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي
![هوګو شارټر: بریتانیا له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي](https://gdb.rferl.org/05030000-0a00-0242-9464-08d993dbc42a_w800_h450.jpg)
د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافېر د خپل ماموریت په پای کې ویلي چې د هېواد تمرکز یې د هغو ۲۸ میلیونو افغانانو لاسنیوی دی چې مرستو ته اړتیا لري.
هوګو شارټر په یو لړ ټویټونو کې شنبه ناوخته ویلي چې بریتانیا د ۲۰۲۱ کال له اپرېله له افغانستان سره شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرسته کړې او د نورو تمویلونکو په ملتیا یې د ژمي پر مهال د یوې بشپړې قحطۍ مخه نیولې ده.
هغه بیا د ښځو د تعلیم او کار پر مسلې هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ښځو له ګډون پرته پرمختګ او ثبات نه شي راتلای.
د افغانستان لپاره د بریتانیا تلونکي شارژدافېر دا هم ویلي چې په له دې زیات تاوتریخوالی د چا په ګټه نه دی او بې ثباتي به د دې تر څنګ چې بشري ناورین لا پسې ژور یوسي د داعش یا اسلامي دولت ډلې د مخته راتلو زمینه به برابره کړي.