بدخشان کې د يوه کور د چت نړېدو پېښه کې يو کس مړ شوی او ۴ ژوبل دي
د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو په پېښه کې یو تن مړشوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي ویلي، دا پېښه تېره شپه د مغزار یفتل پایان په کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې د یوه کور چت د سخت ورښت له کبله راپرېوت.
تر دې مخکې چارواکو پرون سهار د دې ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د واورو د ښووېدو په یوه پېښه کې د درې ماشومانو د مړه کېدو او دوه تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
په بدخشان کې د ژمي په موسم کې اکثراً د واورو د ښووېدو یا برفکوچونو په پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي.