اسراییل د سوریې یوه استوګنیزه ساحه ویشتلې
د سوریې دولتي اژانس راپور ورکړی چې د اسراییل هوايي حملو نن سهار وختي د پلازمېنې دمشق یوه استوګنیزه ساحه ویشتلې او لږ تر لږه ۵ کسان یې وژلي، ۱۵ نور ټپیان کړي دي.
سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې پر ځايي وخت نیمه شپه دوولس نیمې بجې د دمشق په مرکزي برخو کې د چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.
د اژانس په وینا د سوریې هوايي مدافع د دمشق پر فضا د دښمن د هدافو پر وړاندې مقابله کوله.
د پوځ ځینو سرچینو اژانس ته ویلي، په پنځو وژل شویو کې یو سرتېری هم شامل دی او په پېښه کې ځینې استوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوې دي.
په بریتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډله بیا وايي، په دغو حملو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي.
د دې ډلې په خبره، په دغو هوايي حملو کې هغه ساحې په نښه شوي چې په ایراني ملیشو او د لبنان په حزب اله ډلې پورې تړلې وې.
خپله اسراییل د دغو حملو په باب څه نه دي ویلي.