انتخاباتي کمېشن ولسمشر ته: د پنجاب انتخاباتو موضوع عدالت کې ده ځکه پرېکړه نه شي کولای
د کمېشن سېکرټر ولسمشر عارف علوي ته فبرورۍ پر ۱۹مه لیک استولی دی او ویلي یې دي چې د دواړو صوبو د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته یې له ګورنرانو سره رابطې کړې دي خو تر اوسه یې د انتخاباتو نېټو په اړه ځواب نه دی ترلاسه کړی.