ترکیه او سوریه کې د زلزلې د قربانيانو شمېر تر ۴۶ زرو اوښتی
د ترکیې او سوریې د وروستۍ زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر پرون شنبه تر ۴۶ زرو واوښت.
د دې زلزلې له کبله د ترکیې په جنوب کې ۲۶۴ زره ودانۍ نړېدلي او لا هم د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې په هیله عملیات دوام لري.
له همدې کبله باور کېږي چې د مړینو شمېر به نور هم زیات شي.
دا زلزله، چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷ اعشاریه ۷ درجې و، په سیمه کې یوه تر ټولو وحشتناکه طبیعي پېښه وه او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي چې ترک چارواکو ته قناعت ورکړي چې د سوریې شمال ته د مرستو د لېږلو لپاره نورې سرحدي لارې پرانېزي.
تر پرون ماښام پورې په ترکیه کې د ۴۰ زره او ۶۴۲ تنو مړینه تایید شوې وه خو په سوریه کې په وروستیو څو ورځو کې د مړینو وروستی شمېر نه دی اعلان شوی مګر مخکې د ۵ زره او ۹۰۰ تنو مړینه تایید شوې وه.