Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

د کندز یو شمېر کروندګر 'انجه' د کوکنارو ښه بدیل بولي

0
د کندز یو شمېر کروندګر 'انجه' د کوکنارو ښه بدیل بولي

د کندز یو شمېر کروندګر انجه د کوکنارو کښت پر وړاندې ښه بدیل بولي.

په کندز کې د انجې کرکېلې ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې او له امله یې د دې ولایت شاړې دښتې او للمې ځمکې پرې اباد او سمسورې شوي دي.

انجه، هنګ یا آنغوزه د افغانستان د غوره طبي او صادراتي بوټو په ډله کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې په هېواد کې کرکېلي وده کړې ده.

پنځه څلوېښت کلن پاچا ګل د کندز ښار اړوند د عسقلان سیمې کې په خپلې کروندې کې انجه کرلې ده.

هغه وايي، څوکاله وړاندې له بېوزلې او اقتصادي ستونزو سخت ځورېده، خو له کله راهیسې یې چې د انجې کرکېلي ته مخه کړې نو په ژوند کې ډېر مثبت بدلون راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه: "مخ کې له سخت فقر او غربت سره لاس او ګرېوان وم، بازار کې مې مزدورې کوله، نو له ځانه سره مې فکر وکړ چې دا نه شي کېدای سړی تل مزدوري وکړي. نو پنځه کال مخکې مې له یو ملګري سره مشوره وکړه او بیا مزار ته ولاړم او له هغه ځایه مې د انجې یو کیلو تخم او ۳ زره قلمې راوړلې او هغه مې پر ځمکې وکرلې. نو ما ورڅخه ښه ګټه ترلاسه کړه، اوس خوشحاله ژوند لرم."

همایون د کندز په علي اباد ولسوالۍ کې په للمې ځمکه کې انجه کرلې.

هغه وايي، په یو جریب ځمکه کې د انجې ۸۰۰ بوټې کېنول کېږي.

د هغه په وینا، که د انجې تخم وکرل شي په څلور پنځه کلونو کې ثمر ته رسېږي او که بزغلی یې وکرل شي نو وروسته له دوه کالو په ثمر راځي.

نوموړي وویل: "له یو جریب ځمکې څخه د انجې ۱۵۰ کیلو شیره ترلاسه کېږي، خو په دې شرط چې بزګران له حوصلې څخه کار واخلي او یو بزګر له یو جریب ځمکې څخه تر ۱۵ لکه افغانیو پورې عواید ترلاسه کولای شي. د انجې بوټې په ابي ځمکو کې په څلور کلنې کې حاصل ورکوي او په للمې ځمکو کې په پنځم کال کې حاصل ورکوي."

پنځوس کلن نعمت الله له پنځه کالو راهیسې په امام صاحب ولسوالۍ کې د انجې په یوې کروندې کار کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "زه دلته د انجې په دې کروندې کې کار کوم. د نورو کرنیزو محصولاتو په پرته د انجې ګټه زیاته ده. د نورو نباتاتو په پرتله زیاتو اوبو ته هم اړتیا نه لري. دا کوم کس سره چې زه کار کوم سږکال یې ۵۰ کیلو د انجې شیره ترلاسه کړه. اوس یو کیلو انجه ۱۵ زره افغانۍ قیمت لري."

په کندز کې د انجې کښت د یو خصوصي شرکت مسوول وحیدالله احمدي د انجې کرکېلي په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د انجې کښت پر کندز سربېره په تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې ده. په ابې ځمکو کې په څلور کلونو کې شیره وهلو ته چمتو کېږي او په للمي ځمکو کې په پنځه شپږ کلونو کې شیره ورکوي. موږ د انجې ډول ډول تخمونه لرو یو کیلو یې له ۲۵ زره افغانیو نیولې تر ۱۰ زره افغانیو پورې قیمت لري."

د احمدي په خبره انجه یو طبي بوټی دى چې د درملو په جوړولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

په کندز کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن وايي، د دې ولایت پر سلګونه هکتاره ابي او للمي ځمکو کروندګرو انجه کرلې ده.

حسن وویل: "کابو له ۸ کالو راهیسې د انجې کښت په کندز کې ترویج شوی دی. د انجې کښت په دې ولایت کې ښه نتیجه ورکړې او د هرکال په تېرېدو سره د انجې کښت ته د دهقانانو لېوالتیا زیاتېږي. ځکه انجه پر کورني بازار سربېره ښه نړیوال بازار لري. د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله عواید یې هم زیات دي."

که څه هم دغه طبي بوټې په طبیعي ډول د شمال او شمال ختیځ ولایتونو په غرونو کې راشنه کېږې، خو په تېرو کلونو کې په نامسلکي ډول د انجې حاصل راټلولو له امله دغه بوټې د ورکېدو له ګواښ سره مخ شو.

خو په وروستیو کلونو کې د يو شمېر خصوصي شرکتونو له خوا د انجې تخم له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان راړول شوی او له امله یې د شمال ختېځ زون کروندګرو د انجې کرکېلې ته مخه کړې ده.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о работе сервиса «Вместе с культурой»





Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» правит миром, расшифровал «ДНК В.И.Ленина», отменяет налоги. И… отключает институты времени. Разгадка «научных теорий заговоров».


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Обеспечим ученикам комфортные условия



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт в честь 90-летия Евгения Крылатова




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?

Искусство продвинутого анализа в спортивном прогнозировании

Сергей Лёвкин: в Митине завершат возведение физкультурно-оздоровительного комплекса


WTA

Потапова проиграла Остапенко во втором круге турнира WTA 1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Столичные сотрудники росгвардии задержали нетрезвого водителя



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России