د ترکیې په ډېری زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي
ترکیې له دوو ولایتونو پرتو په نورو ټولو زلزله ځپلو ولایتونو کې له نړېدلو ودانیو د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو پسې د لټون عملیات پرون پای ته ورسول.
د ترکیې په نهو زلزله ځپلو ولایتونو کې پرون یکشنبې د پلټنې او ژغورنې چارې په رسمي توګه پای ته ورسېدې.
د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چارو ادارې مشر یونس سزار په انقره کې خبریالانو ته وویل چې له قهرمان ماراش او هاتای پرته په نورو نهو ولایتونو کې د نړېدلو ودانیو لاندې د احتمالي ژوندي پاتي شویو کسانو پسې د لټون عملیات پای ته ورسېدل.
چارواکو وویل چې په دې هېواد کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د مړو شمېر۴۱ زره تنو رسېدلی.
د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپور له مخې د ترکیې په ګاونډ سوریه کې د ۵۹۰۰ کسانو د مړه کېدو راپور ورکړل شوی، خو دا ښایي وروستۍ شمېرې نه وي ځکه په سوریه کې د مړو ارقام ژر نه نوي کېږي.
د ملګرو ملتونو په وینا دغې زلزلې په سوریه کې ۸،۸ ملیون وګړي اغېزمن کړي دي.
د سوریې په شمال لوېدیځو زلزله ځپلو سیمو کې فعالانو او مرستندویه کارکوونکو د فبرورۍ د شپږمې له زلزلې وروسته د ملګرو ملتونو د مرستو له نشتوالي شکایت کړی و، خو د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت مرستیالې نجات رشدي پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل، باور کېږي چې د ځپل شویو اکثرت یې یو ډول بشري مرستو ته اړتیا لري او د ملګرو سازمان دې ته بشپړ ژمن دی چې د سوریې ټولو زیانمن شویو خلکو ته مرستې ورسوي.
له زلزلې وروسته تراوسه د ملګرو ملتونو پر مرستو بار څه باندې ۱۴۰ لارې له ترکیې د سوریې شمال لوېدیځو سیمو ته اوښتي.
هغې سیمې ته چې ویل کېږي، څه باندې نهه زره ودانۍ په کې په بشپړ ډول نړېدلې یا یې ځینې برخې ویجاړې شوي چې له کبله یې لږترلږه ۱۱ زره کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې اکثره ځپل شوي خلک په اوس وخت کې خیمو او سرپناه ته عاجله اړتیا لري.
د ترکیې په جنوب ختیځ کې دغې مرګونې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۷،۸ ثبت شوی، شاوخوا ۱۰۵ زره ودانۍ بشپړې ویجاړې کړې یا یې ځینې برخې زیانمنې کړي چې له امله یې په زرګونو کسان بې کوره شوي دي.
ویل کېږي چې له ځپل شوې سیمې له ۱،۲ میلیون زیات وګړي نورو سیمو ته لېږدول شوي.
د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې په وینا په زلزله ځپلو ولایتونو کې په اوس وخت کې له یو میلیون زیات وګړي په موقتي سرپناوو کې اوسي.