امریکايي عدالت: د سېپټېمبر ۱۱مې حملو د قربانیانو کورنۍ د افغانستان د ۳،۵ اربه ډالرو حقدارې نه دي
د نیویارک ایالت د مینهټن ولسوالۍ د عدالت قاضي جورج ډینییلز د فبرورۍ پر ۲۱مه وویل، دی په قانوني دلایلو د طالبانو حکومت مشروع نه ګڼي نو ځکه د دې حملې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان بانک د شتمنۍ ورکول به په دې معنا وي چې طالبان د افغانستان مشروع واکمنان دي.