ترکيه کې د زلزلې د قربانيانو شمېر له ۴۳زره اوښتی دی
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو اعلان وکړ چې، په دې هېواد کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د مړو شمېر۴۳ زره او ۵۵۶ تنو ته رسېدلی.
د رویترز خبري اژانس د راپور لهمخې ښاغلي سویلو د ترکیې دولتي ټلوېزیون TRT Haber ته وویل چې، د فبرورۍ د شپږمې له زلزلې وروسته په سیمه کې ۷۹۳۰ ټکانونه احساس شوي دي.
هغه زیاته کړې، څه باندې ۶ لکه اپارټمانونه او ۱۵۰ زره سوداګریز ځایونه زیانمن شوي دي.
دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۷،۸ ثبت شوی، د ترکیې په ګاونډ سوریه کې هم په زرګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.