والیبال؛ افغان ملي لوبډلې مالدیپ ته هم ماتې ورکړه
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د څلورو ملتونو جام په سیالیو کې خپله درېیمه سیالي درې د صفر پر وړاندې له مالدیپ څخه وګټله.
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان پرله پسې درېیمه بریا ده.
افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سینګاپور او په دویمه لوبه کې مالیزیا ته ۳-۱ ماتې ورکړې وې.
د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته د نومرو په جدول کې افغان لوبډله لومړي مقام ته ورسېده.
دغه سیالي چې نن د فبرورۍ ۲۵مه د مالدیپ په مالي ښار کې ترسره شوه درې سیټه لوبه وشوه چې درې واړه افغان لوبډلې وګټل.
د افغانستان والیبال فدراسیون مسول فهیم صمیم ازادي راډیو ته په یو رالېږلي پیغام کې ویلي چې تر دې وروسته به حذفي پړاو پیل شي.
د صمیم په خبره چې په حذفي یا ناک اوټ پړاو کې به لومړی مقام له څلورم او دویم مقام به له درېیم سره سیالي کوي او ګټونکي به د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه پایلوبه لوبوي.
د ویلو ده چې افغانستان به په نیمه پایلوبه کې د یکشنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۶مه د کابل پر وخت ماښام ۸:۰۰ بجې د سینګاپور پر وړاندې ولوبېږي.