د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې له سینګاپور ماتې وخوړه
د مالدیپ د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې ۳ـ۰ له سینګاپور ماتې ومنله.
دغه سیالي چې نن د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه ترسره شوه د لوبې لومړني درې سیټونه سینګاپور وګټل او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
افغان لوبډلې د دې سیالۍ په لومړني سیټ کې د ۲۵ پر وړاندې ۱۸ او په دویم او درېيم سیټ کې یې بیا د سینګاپور د ۲۵ نومرو په ځواب کې ۲۲ ـ ۲۲ نومرې ګټلې وې.
د دې لوبې تر بایللو وروسته افغان لوبډله له مخکې تګ پاتې شوه.
دغه څلور اړخیزې سیالۍ چې په مالديپ کې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه پيل شوې وې افغان لوبډلې د لیګ په درې واړه لوبو کې سینګاپور، مالېزیا او مالديپ ته ماتې ورکړې وې.
د افغانستان د والیبال فدراسیون مسوول فهیم صمیم ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و چې دا سیالۍ د افغان لوبډلې د راتلونکو مهمو لوبو لپاره خورا ارزښتمنې دي.
د صمیم په خبره چې افغان لوبډلې له ۲۰۱۹ کال راهیسې چې د کرونا وبا محدویتونه وو او په افغانستان کې سیاسي تغیرات راغلل، ډېر کم بهرني لوبیز سفرونه درلودل.
نوموړی زیاتوی چې د افغانستان والیبال ملي لوبډله به په راتلونکي کې د ایران او بنګله دېش هېوادونو په کوربتوب د مرکزي اسیا په سیالیو کې برخه واخلي.
د ویلو ده چې والیبال د افغانستان په کلیوالو ساحو کې اوس هم ډېر زیات مینه وال لري چې، له لسیزو راهیسې خلک دا لوبه کوي.