Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

د امو سيند په څنډو کې د يوې پروژې پيل؛ خلک: بسنټيزې پروژې دې تطبيق شي

0
په شمال او شمال ختيځ ولایتونو کې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پيل شوې ده.


د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي، په کندز، تخار، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د امو سيند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پیل شوې ده.


د ياد وزارت د اوبولګونې مرستیال مجیب الرحمان عمر اخندزاده وویل، پر دې پروژې دوه میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې د یاد وزارت له بودجې ورکولو کېږي.


نوموړي ويلي: "موږ دوه ډوله پلانونه لرو چې یو لنډمهاله دي او بل اوږدمهاله دي. لومړۍ کومې سیمې چې په څلورو ولایتونو کې د اوبو له جدي تخریباتو سره مخ دي هلته موږ د تحکیماتو کار پیل کړي، چې د هغه لپاره دوه میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي دي. بل اوږمهاله پلان دی چې، د هغه لپاره موږ شپږمیلیاره افغانۍ ځانګړې کړي دي."




په کندز کې د امو دپنځمې حوزې د سیندونو عمومي رئيس انجينر رفیع‌الله مجتبی ازادي راډیو ته وویل، دغه پروژه د امو سیند په څنډو کې دکرنیزو ځمکو، باغونو او کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي په هدف پیل شوي ده.


نوموړي وويل: "د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د شیرخان بندر سیمه، برزنګي سیمه ده، قلم ګذر سیمه ده، د اسکي سیمه ده،کلباد سیمه ده او په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د اوبو له خطر سره مخ سیمې په دې پلان کې شامل دي. تحکیماتو کار به په دوامداره ډول پلي کېږي."




د شمال او شمال ختيځ ولایتونو ځايي اوسېدونکي هم د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژې پیلېدو څخه هرکلی کوي.


د کندز د امام صاحب ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالکریم قلندري وايي، د دې پروژې بشپړېدو سره به زرګونه جريبه ځمکه، باغونه او کورونه د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي.


قلندري وايي: "د دې پروژې په بشپړېدو سره به په زرګونه جریبه ځمکه د امو سیند له تخریباتو څخه وژغورل شي او د اوبو مخه به ونیول شي. موږ خوشاله یو چې چارواکي راغلل او زموږ ستونزې يې له نږدې وليدلي او د تحکیماتو کار یې پیل کړه."


دیاد ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ اوسېدونکی حیات الله هم ورته خبره کوي او وايي: "د امو سیند هر کال د اوبو د زیاتوالي په موسم کې په قلعه‌زال ولسوالۍ کې زموږ ځمکې وړلې او خلکو ته يې زیانونه اړول او موږ ډېر خوښ یو چې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پیل شوي ده. چارواکي باید په کلیو کې نورې ټولګټې پروژې هم پیل کړي."




د تخار د درقد ولسوالۍ یو اوسېدونکی عین الدین وايي، په یاده ولسوالۍ کې د امو سیند خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي.


عین الدین تمه لري، چې ددغې پروژې په بشپړېدو سره د امو سیند د تخریباتو مخه ونیولی شي.


د سيمې دا اوسېدونکی وايي: "موږ ډېر خوشحاله یو چې، د امو سیند په غاړو کې د تحکیماتو کار پیل شوی دی او د دې پروژې په بشپړېدو سره به زموږ کرنیزې ځمکې او باغونه د اوبو له خطر څخه وژغول شي او په زرګونه جریبه ځمکه چې اوبو وړي وي هغه به هم بېرته راوګرځول شي او اباده به شي."


د امو سیند سرچینې د بدخشان پامیر له غرونو څخه پیليږې او د هېواد له مهمو سیندونو دی، چې افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه رابېلوي.


له دې وړاندې سیمه‌ییزو چارواکو او ځايي اوسېدونکو ویلي وو، چې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان خپلې خوا ته د امو سیند په غاړو کې د تحکیماتو پروژې تطبیق کړي او له امله یې افغانستان خواته د امو سیند د اوبو فشار زیات شوی چې، د سیند په څنډو کې مېشتو خلکو ته يې زیانونه اړولي دي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России