Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

غریبي او خپګان؛ په اروپايي هېوادونو کې ډېری افغان ځوانانو سګرټو ته مخه کړې

0
د مسافرۍ او له کورنۍ څخه د لرې والي له امله په اروپايي هېوادونو کې ډېری افغان ځوانانو سګرټو ته مخه کړې ده.


په جرمني کې یو افغان ځوان میلاد وايي، په اروپايي هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغان ځوانان ځکه سګرټ څکوي چې بې کسۍ او له کورنۍ او وطن څخه د لري والي غم اخیستي.


د هغه په وینا، جرمني ته یې له راتګ څخه وروسته د سګرټو څکول پيل کړل.


د ده په خبره پوهېږي چې دې کار یې روغتيا او اقتصاد دواړو ته زيان اړولی دی.


میلاد ازادي راډیو ته وویل: "هر ځوان چې د ورځې يو قطۍ سګرټ واخلي لس يا اته يورو پرې لګښت راځي، نو د مياشتې درې سوه يورو کېږي، په تېره بيا هغه کسان چې له سوسیال څخه څلورنیم یا هم پنځه سوه یورو اخلي، په میاشت کې درې سوه یې په سګرټو ورکوي، دا د دوی اقتصاد ته لوی زیان دی، اصلي لامل یې له کورنۍ څخه لرې والی او د اسنادو د نشتون ستونزې دي."


بلجیم کې یو بل افغان ځوان خوشحال هم ورته خبره کوي.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې ډېری ملګري یې سګرټ څکوي او هغوی دی هم دې کار ته هڅولی دی.


خوشحال زیاته کړه: "زه خپله سګرټ څکوم، ډېر ملګري مې سګرټ څکوي، ځينې الکترونیکي سګرټ کاروي. په اروپا کې ستونزې ډېرې دي، له کورنۍ او له افغانستان څخه لرې کېدل دا ټول موږ ته سخت دي، خو سګرټ څکول هم ښه کار نه دی."




د جرمني په کولن ښار کې د کونړ کلتوري ټولنې مشر عزیز سرشار هم له کورنیو سره واټن، د پناه غوښتنې د اسنادو ستونزې، خپګان او مالي مشکلات هغه لاملونه بولي چې ځوانان په سګرټو روږدي کوي.


خو سرشار ازادي راډیو ته وویل چې دوی په کولن کې ځوانانو ته د سګرټ څکولو د خطرونو په اړه څو ښوونیز ورکشاپونه جوړ کړي دي.


هغه زیاته کړه: "د خپلو فعالیتونو په دوام مو د ځوانانو لپاره ښوونیز او ګټور سیمینارونه جوړ کړل چې دوه سیمینارونه یې د نشه یي توکو او د ځوانانو د برخلیک په اړه وو، دوی ته د مسلکي ډاکترانو له خوا د نشه یي توکو په اړه معلومات ورکړل شول، د سګرټو څکولو زیان له روغتیايي او اسلامي اړخ څخه هم ورته بیان شو."


ډاکتران وايي، سګرټ غم نه شي کمولای او انسان ته روغتیايي ستونزې پیدا کوي.


په دې اړه ډاکتر محمد نعیم حمیدي ازادي راډیو ته وویل: په سګرټو کې تنباکو سوځي او د تنباکو لوګي چې بدن ته ننوځي لومړی پر خوله باندې اثر کوي چې ممکن د خولې سرطان پیدا کړي، د سږو د سرطان، د غاښونو د خرابېدلو او د ساه لنډۍ لامل کېږي."


نوموړی دغه شان وايي چې سګرټ د تنفسي ناروغیو، د زړه د حملو د ویښتانو او د پوستکي د خرابېدو لامل هم کېږي.


د ډاکتر په وینا د سګرټ لوګي نه یوازې د هغه چا له پاره چې څکوي یې، بلکې د هغوی لپاره هم زیان رسوي چې په تړلو ځایونو کې له دې لوګي سره مخ کېږي ځکه چې د سګرټ لوګي د اوږدې مودې لپاره په تړل شوي ځای کې پاتې کېږي او هوا دودجنه وي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России