کرېکټ؛ سویلي افریقا له انګلنډ ماتې وخوړه؛ خو لوبلړۍ یې وګټله
د کوربه سویلي افریقا او انګلنډ ترمنځ د ۳ یو ورځنیو لوبو لړۍ ۲-۱ د سویلي افریقا په ګټه پای ته ورسېده. د چهارشنبې ورځ (د فبرورۍ ۱ نېټه) په درېیمه سیالي کې انګلنډ د ۳۴۵ منډو هدف کېښود او سویلي افریقا د ۲۸۷ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. د انګلنډ په توپ وهونکو کې ډېوېډ ملان ۱۱۸ او لوبډلمشر جاس بټلر ۱۳۱ منډې وکړې چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د سویلي افریقا په توپ اچونکو کې اېنګېډي تر نورو ښه وځلېد او ۴ لوبغاړي یې وسوځول. د دې لوبډلې د توپ وهونکو له ډلې نن ګلېسناو رضاهېنرېکس نیمه سلیزې ووهلې. Читать дальше...