په راولپېنډۍ کې د سپیو د ښکلا سيالي شوې ده
د پاکستان په راولپېنډۍ کې د سپیو د ښکلا او د هغوی د ښو خویونو یا عادتونو مقابله شوې ده. په سیالۍ کې بېلابېل ډول سپیو برخه واخیسته. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د پاکستان په راولپېنډۍ کې د سپیو د ښکلا او د هغوی د ښو خویونو یا عادتونو مقابله شوې ده. په سیالۍ کې بېلابېل ډول سپیو برخه واخیسته. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په ترکیه او سوریه کې د نن سهار په زلزله کې د مړو شمېر په زیاتېدو دی. د رویترز اژانس په وینا، د ترکیې د طبیعي افتونو په وړاندې د مبارزې ادارې تر اوسه د څه باندې ۷۶ کسانو مړینه او د ۴۴۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي. اسوشېټېډ پریس اژانس بیا راپور ورکړی، چې څه باندې ۹۹ کسان په سوریه کې مړه شوي او ۳۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي. اټکل کېږي، چې د مړو شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه په ترکیه او سوریه کې لا هم ګڼ کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې راګیر پاتې دي. د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، دا زلزله د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې وه. Читать дальше...
د یونان ساحلي ساتونکي وايي، چې د درېیو ماشومانو په ګډون څلور پناه غوښتونکي وروسته له هغې مړه شول چې کښتۍ یې پرون د اژه سمندرګي په جنوب شرق کې له لیروس ټاپو دباندې ډوبه شوه. چارواکو ویلي، چې ماشومانو په روغتون کې تر بستر کېدو وروسته ساه ورکړه. د یونان یوه چارواکي ویلي، چې دغه کښتۍ له ترکیې روانه شوې وه. د دغو پناه غوښتونکو هویت نهدی مشخص شوی. د هسپانیا او ایټالیا تر څنګ یونان له منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه اروپا ته د داخلېدو لپاره د پناه غوښتونکو عمده لار ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف پرون ناوخته پر انرژۍ او د خوړو پر خوندیتوب د خبرو لپاره عراق ته ورسېد. دا خبره د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد الصحاف کړې ده. لاوروف د یوه لوی هیئت مشري کوي. الصحاف د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په دې هیئت کې د تېلو او ګازو د کمپنیو استازي دغه راز پانګهوال شامل دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به نن دوشنبه له خپل عراقي سیال فواد حسین سره وګوري.
د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو لپاره د طالبانو چارواکو پرون ویلي، سخت اورښتونه او توفانونه له کابل سره د دغو ولایتونو د لارو د تړل کېدو سبب شوي دي. د غور لپاره د طالبانو د والي ویاند عبدالواحد حماس پرون د غور-کابل د لویې لارې د تړل کېدو موضوع تایید کړه او وايي د مرکز او شپږو ولسوالیو ترمنځ لارې هم بندې دي. د بامیان لپاره د طالبانو چارواکو هم د دایکنډي، غور او بامیان ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د هوا د وضعیت تر ښه کېدو پورې د دغو ولایتونو پر لویو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.
روسیه او ایران غواړي هغه پلانونه مخته یوسي چې لهمخې به یې په روسیه کې د ایران ساخت د شاوخوا شپږ زره هغو بېپیلوټه الوتکو تولید پیلیږي چې مسکو په اوس وخت کې ورڅخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي. دا خبر پرون یکشنبې امریکایي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه متحد چې نوم یې نهدی اخیستل شوی، د چارواکو له قوله ورکړی دی. دغو چارواکو ویلي چې مسکو او تهران هڅه کوي چې یوه چټکه بېپیلوټه الوتکه تولید کړي چې په ښه توګه د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک چلنج کړي. واشنګټن تېره میاشت خبرداری... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وایي، له پولیو څخه د یوه خلاص افغانستان لپاره اړینه ده چې کوچني ماشومان د پولیو ضد واکسین په هر کمپاین کې واکسین شي. WHO پرون په یوه ټویټ کې ویلي، پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده خو یوازې هغه مهال یې مخه نیول کېدای شي چې ټول له پنځو کلونو کمعمره ماشومان په هر کمپاین کې د پولیو پر ضد واکسن شي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا په دې کار سره یوازې خپل ماشومان نه ساتئ بلکې د ټولو لپاره یوه سالمه او خوندي ټولنه هم رامنځته کوئ. د پولیو ضد د واکسین په هغه کمپاین کې چې په... Читать дальше...
د ملګروملتونو د بشري مرستود همغږۍ اداره یا اوچا وایي، سره لهدې چې تېر۲۰۲۲کال مرستندویه ادارو په افغانستان کې ۲۵،۳ ملیون وګړو ته مرستې رسولي خو اړتیاوې لا هم خورا زیاتې دي. اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په بېساري توګه د تېر کال له غبرګون سره سره د سږني ۲۰۲۳ کال لید مبهم او ستونزمن ښکاري. اوچا ویلي، د یوه تر ټولو ناوړه حالت د مخنیوي لپاره عاجل تمویل او یوه مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده. اوچا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځینه کارکونکو د طالبانو له لوري د لګول... Читать дальше...
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، UNHCR وایي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د هغو په زرګونو کسانو لپاره ګرمې سرپناوې برابرې کړي دي چې کورونه یې د تېرې سرطان میاشتې په زلزله کې ویجاړ شوي و. د افغانستان لپاره د UNHCR څانګې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه چې دغې ادارې زیانمن شویو کسانو ته څومره ګرمې سرپناوې برابرې کړي نور جزیات نهدي ورکړي. خو يادې ادارې ویلي یې دي، مخکې له دې چې ژمی پیل شي، د پکتيکا په ګیان ولسوالۍ کې یې له اوو زره ډېرو کورنیو سره د نغدو پیسو او د کورنیو توکو مرستې کړي دي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایووا وایي، حرفوي زدهکړې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي او ښځې او نجونې باید پهکې ونډه ولري. یوناما پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، چې مېرمن اوتانبایووا د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له ادارې څخه کتنه ترسره کړه ترڅو د دغې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او په دې هم پوه شي چې څومره نجونو ته د حرفوي زدهکړو امکانات برابر شوي دي. د طالبانو د دغې ادارې مشر مولوي غلام حیدر شهامت... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د اوسپنې پټلۍ د ادارې چارواکي وایي، روانه اونۍ یو پلاوی ازبکستان ته ځي چې له دې هېواده د افغانستان حیرتان - مزارشریف پر غځول شوې د ریلګاډي پر پټلۍ د سوداګریزو توکو د انتقالاتو ستونزه حل کړي. د دې ادارې ویاند سمیع دراني تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې، له ازبکستان لوري سره د اسلامي امارت د اړوندو ادارو په ګډون د جوړې شوې کمېټې په وروستیو څو غونډو کې موافقه شوې چې د دغه پټلۍ مدیریت او ټولې چارې به افغانستان ته سپارل کېږي. نوموړي وويل: "یو اکشن پلان ترتیب شوی دی. د دغه اکشن پلان... Читать дальше...
په ایران کې د سیاسي بدلون لپاره د ایران د حکومت د مخالفې څېرې او د پخواني صدراعظم میرحسین موسوي له غوښتنې سره د ایران پخوانی ولسمشر محمد خاتمي هم همغږی شو. خاتمي پرون په یوه بیان کې چې ایراني رسنیو خپور کړی ویلي، هغه څه چې نن ورځ څرګند دي، د خلکو پراخه نارضایتي ده. ۷۹ کلن خاتمي زیاته کړې، د واکمن نظام د اصلاح او د تېرو او اوسنیو تېروتنو د مخنیوي لپاره هیڅ کومه نښه نهشته. خاتمي چې اصلاحپال بلل کېږي او د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ یې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې، هیله ښودلې چې د عدم تشدد،... Читать дальше...
د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي، د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اته درجې زلزلې نن سهار د ترکیې جنوب ختیځه برخه ولړزوله. دغې زلزلې د ترکیې تر څنګ په ګاونډي هېواد سوریه کې هم ځینې ودانۍ نړولې دي. دغې زلزلې په ترکیه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي، خو وېره کېږي چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې خورا زیات وي، ځکه ګڼې ودانۍ نړېدلې دي. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې په ویناو د زلزلې مرکز د ځمکې په تل کې څه کم ۱۸ کیلومتره ژور و. د ترکیې د عثمانیه والي وايي، لږ تر لږه ۵ کسان په دې ځای کې مړه شوي دي. Читать дальше...
د جرمني د سولې کلي په نوم د یوه خیریه بنسټ پلاوی به د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړي ترڅو هغه ماشومان په نښه کړي چې درملنه به یې په جرمني کې کېږي. دا خبره د سرې مياشتې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی تېر ماښام ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل، په جرمني کې د درملنې لپاره هغه ماشومان غوره کېږي چې په اور سخت سوځېدلي یا یې هډوکي مات شوي او په هېواد کې دننه یې درملنه ستونزمنه ده. نوموړي وويل: "ټاکل شوې چې د جرمني د سولې کلي د خیریه بنسټ روغتیاپالان د دلوې میاشتې په نولسمه کابل ته راشي او په... Читать дальше...
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي، مرستندویه ډلې د طالبانو هغو فشارونو ډېرې اندېښمنې کړي چې پر دوی یې په ځانګړې توګه د خپلو کارکونکو د شخصي بیوګرافیو د افشاکولو لپاره راوستي دي. سیګار پرون یکشبنې په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه د خپل وروستي درې میاشتني راپور چې تېره اوونۍ یې د امریکا کانګرس ته وړاندې کړ، ځینې برخې را اخیستي. سيګار وایي، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې یا USAID ویلي چې، د طالبانو چارواکي په زیاتېدونکي ډول د مرستندویه ادارو د عملیاتي شریکانو... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ (Washington Post): د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د هغه ساړه ژمي په باب لیکنه خپره کړې، چې د ملیونونو افغانانو ژوند یې اغېزمن کړی دی. واشنګټن پوسټ په پیل کې د ۳۲ کلنې فرزانې یادونه کړې، چې کابل کې یې دوې لوڼې د ډوډۍ برابرولو لپاره خیر ټولوي او زامن یې په دې سړو ورځو کې له کثافتدانیو د سون لپاره خس ټولوي. فرزانه وايي، هيڅکله یې فکر نه کاوه، چې داسې یو ژوند به لري. خاوند یې بېکاره دی خو د یوې مور په توګه له دې ځوروېږي، چې خپل ماشومان په دغسې بدو سړو کې دباندې لېږي، ځکه بله چاره نهلري. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости