سټولټنبرګ: د روسیې له خوا پر اوکراین پراخ پوځي عملیات لا پخوا پیل شوي
د ناټو عمومي منشي وايي چې د روسیې له خوا پر اوکراین پراخ پوځي عملیات لا پخوا پیل شوي دي. یینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د لوېدیځ پوځي ایتلاف هېڅ داسې نښې نښانې نه ویني چې ګنې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سولې منلو ته چمتو وي. هغه زیاته کړه: "هغه څه چې موږ ته ښکاري دا دي چې پوتین او روسیه لاهم غواړي پر اوکراین ولکه ټینګه کړي او د جګړې کرښو ته نور ځواکونه، وسلې او امکانات واستوي." کییف له دې مخکې اټکل کړی و، چې د روسیې پوځ پر اوکراین د داسې یوه پراخ برید پلان لري چې نه... Читать дальше...