ملګرو ملتونو تونس کې د فشارونو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر، په تونس کې د فشارونو پر زیاتېدو سخته اندېښنه وښوده. په تونس کې پولیسو د اپوزیسیون یو مخکښ سیاستوال او د یوې غیردولتي راډیو مشر نیولی دی. د عدلیې پخوانی وزیر نورالدین البحیري او د موزاییک FM راډیو مشر نورالدین بوطار د دوشنبې ناوخته نیول شوي، چې دا د فعالانو د نیول کېدو وروستي موارد دي. په تونس کې حکومت د فعالانو تر څنګ پخواني مدافع وکیلان، مخکښ سوداګر او نورې بانفوذه څېرې نیولې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمشنر ولکر تُرک پرون سېشنبه په تونس... Читать дальше...