سیګار: افغانستان کې له نشهيي موادو سره مبارزه د نړیوالې ټولنې اساسي لومړيتوب دی
د افغانستان د بیا رغونې له پاره د امریکا ځانګړي څارونکي ادارې یا سيګار د امريکا کانګرس ته تازه یو راپور استولی دی، په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کال په روان فصل کې هم کوکنار کرل شوي دي. سيګار ويلي که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړی دی، خو د طالبانو د حکومت مقامات د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په اړه بېلابېل ليدلوري او نظرونه لري. په دې راپور کې راغلي چې، د روان فصل تارياک د ثور په مياشت کې ټوليږي او دا فصل به له نشهيي موادو سره د طالبانو د حکومت چلند روښانه کړي.... Читать дальше...