لسو هېوادونو پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه غندلي
د مونیخ د امنیتي کنفرانس د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه غندلي. د جرمني، فرانسې،کاناډا، بلجیم، ایسلند، منګولیا، لیختین شتاین، اندورا،کوسوو، سلوانیا او البانیا د بهرنیو چارو وزیرانو دا ګډه اعلامیه ورکړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د مونیخ د امنیتي کنفرانس د بهرنیو چارو دا ښځینه وزیرانې د طالبانو هغه اقدامات په کلکه غندي چې ښځې یې له ټولنیز ژونده څنډې ته کړې دي. دغو بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې طالبان ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو... Читать дальше...