Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 22.02.2023

یوې پېښورۍ ښځې د سپیو او پیشوګانو لپاره پناه ځای جوړ کړی

Mashaalradio.com 

د پېښور ښار اوسېدونکې تانیې دلاور د کوڅې سپیو او پیشوګانو لپاره په کور کې پناه ځای جوړ کړی دی. نوموړې وايي، د سپیو او پیشوګانو ساتل ډېر ګران کار دی خو لوڼه یې ورسره مرسته کوي. زموږ د همکار وسیم سجاد ویډیويي رپورټ.

د جمهوريپال ګوند يو شمېر غړو د اوکراين له ولسمشر سره ليدلي

Pa.azadiradio.com 

سره له‌دې چې د امریکا جمهوریپال ګوند یو شمېر غړو په راتلونکې کې له اوکراین سره د امریکا د مرستو د مخنیوي ژمنه کړې خو، په کانګرس کې د دې ګوند څو استازو پرون د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره وکتل. د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېتې نوي ټاکل شوي رئیس د هغه کوچني پلاوي مشري کوله چې پر اوکراین د روسیې د یرغل د یوه کال له پوره کېدو او د نومبر میاشتې په انتخاباتو کې د استازو جرګه کې د جمهوریپال ګوند تر اکثریت کېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره کییف ته د سفر پر مهال له ښاغلي زلنسکي سره وکتل. د... Читать дальше...

د امريکا يوه محکمه: د سپټمبر د حملو قرباني کورنۍ د افغانستان د ملي شتمنۍ د ترلاسه کولو مستحقې نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یوې محکمې حکم کړی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د تروریستي حملو د قربانیانو کورنۍ د افغانستان د ۳،۵ میلیارد ډالره ملي شتمني د ترلاسه کولو مستحقې نه‌دي. د نیویارک ایالت د منهاتن ولسوالۍ د محکمې قاضي جورج دانیل پرون وویل، دی په قانوني دلایلو د طالبانو حکومت مشروع نه ګڼي نو ځکه د دې حملې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان بانک د شتمنۍ ورکول به په دې معنا وي چې طالبان د افغانستان مشروع واکمن دي. ښاغلي دانیل دې ټکي ته چې متحدوایالتونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی اشاره وکړه او ویې... Читать дальше...



اردغان: زلزله کې د مرګ‌ژوبلې د ډېرېدو له امله به مسؤلو کسانو سره حساب وشي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون سې شنبه له هغو کسانو سره د حساب کتاب ژمنه وکړه، چې په تېره وژونکې زلزله کې د څه باندې ۴۱زره کسانو د مړینې مسوول دي. د فبرورۍ میاشتې پر ۶مه د ترکیې او سوریې ځینې برخې یوې زورورې زلزلې ولړزولې، چې په دواړه هېوادونو کې د مړینو شمېر تر ۴۷زرو اوښتی دی. ولسمشر اردوغان پرون په جنوبي ولایت عثمانیه کې وویل: دا مو دنده ده چې له سرغړوونکو سره د قانون له‌مخې حساب کتاب وکړو. په ترکیه کې چارواکو تر دې مخکې د ودانیو په جوړولو کې د ځینو معیارونو په پام کې نه نیولو پر موضوع انتقاد کړی و.

د ايران د اپوزيسيون مخکښ غړی جمشيد شارمهد د مرګ په سزا محکوم شوی

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې دېره د ایران د اپوزیسیون ډلې یو مخکښ غړی چې په ایران کې بندي دی، په ۲۰۰۸م کال کې پر یوه جومات د مرګونې حملې په تنظیم تورن شو. ایراني چارواکو پرون وویل، چې جمشید شارمهد د مرګ په سزا محکوم شوی دی. ایران وايي شارمهد چې د ایران او جرمني تابعیت لري، چې د عمر په شپېتمو کلونو کې په امریکا کې اوسېده. ایران وايي دی د هغې وسله‌والې ډلې مشر دی، چې ایران ته بېرته د هغه شاهي نظام د راتلو ملاتړ کوي، چې په ۱۹۷۹م کال کې نسکور شوی دی. د جمشید شارمهد کورنۍ وايي، هغه یوازې د اپوزیسیون ډلې ویاند و او په کومه حمله کې یې لاس نه درلود. Читать дальше...

د امريکا سفارت: د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ د افغانستان له بډايه کلتور سره نمانځو

Pa.azadiradio.com 

د کابل لپاره د واشنګټن سفارت وايي، په افغانستان کې تر دېرشو زیاتې ژبې ویل کېږي. ياد سفارت وايي، د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ د افغانستان له بډایو او متنوع کلتوري میراثونو سره لمانځي. پرون د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ وه، چې هر کال په نړۍ کې د مورنۍ ژبې اهمیت ته د خلکو پام اړولو په نیت لمانځل کېږي. بل‌خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په همدې مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، د مورنیو ژبو په وده کې میندې مهم نقش ادا کوي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۰ کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ... Читать дальше...

د کډوالو کمېشنري: د افغانستان په جنوب ختيځ کې ۲۰قابلې و روزل شوې

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا (UNHCR) وايي، د افغانستان په جنوب ختیځ کې تېره اوونۍ ۲۰ قابله ګانې له یو میاشتني روزنیز پروګرام فارغې شوې. د UNHCR د پروني ټویټ له‌مخې، دغه روزنیز پروګرام د دې لپاره ترتیب شوی و، چې په لیرې پرتو سیمو کې ښځو ته لومړني او خوندي روغتیايي خدمات برابر شي. په وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او ویلي، د افغانستان روغتیایي سیستم تر فشار لاندې دی، خو تر اوسه یې سقوط نه‌دی کړی. د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې په یوه ټویټ کې وویل، د... Читать дальше...

زابل کې يو صراف په مرموز ډول وژل شوی دی

Pa.azadiradio.com 

په زابل ولایت کې د فیض محمد په نوم یو صراف په شاه جوی ولسوالۍ کې په مرموز ډول وژل شوی دی. یوې ځايي سرچینې پرون سې‌شنبه د نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل د فیض محمد په نوم صراف چې په حاجي ظابط مشهور و، په مرموز ډول وژل شوی او جسد یې د اوبو په یوه څاه کې غورځول شوی و. د سرچینې په وینا د هغه جسد پرون سې‌شنبه د ځایي خلکو له‌خوا وموندل شو. تر اوسه د پېښې عاملین او انګېزه نه‌ده معلومه. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.



طالبانو هلمند کې پر رسنيو تازه محدوديتونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا (نی) وايي، طالبانو په هلمند ولایت کې د رسنیو د تصویري برخې پر خبریالانو تازه محدودیتونه لګولي دي. د دې دفتر مسوول ظریف کریمي، پرون سې‌شنبه ازادۍ راډیو ته وویل، د ویډیو او تصویرونو د برخې خبریالانو ته ویل شوي، چې د چارواکو عکسونه دې نه اخلي او د دوی په باب دې تصویري راپورونه، نه جوړوي. نوموړی وايي: "له چې له بده مرغه پر رسنیو د محلي چارواکو دا ډول محدودیتونه او فشارونه ګورو، باوري کېږو چې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې جدي خطرونه شته او که اقدام... Читать дальше...

ابدالي: د 'ساساکاوا' د سولې بنسټ سره مو د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د جاپان لپاره د افغانستان سفیر وايي، په توکیو کې یې د ساساکاوا (Sasakawa) د سولې بنسټ له مشرتابه سره د افغانستان پر موضوع خبرې وکړې. شیدا محمد ابدالي پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د دې بنسټ د پروګرامونو له مشرې اکیکو هوریبا سره یې د افغانستان پر ټولنیز-اقتصادي او سیاسي وضعیت بحث وکړ. ښاغلي ابدالي لیکلي، په دې کتنه کې پر دې هم بحث وشو، چې ساساکاوا د سولې بنسټ د افغانستان د بشري او سیاسي بحران په حل کې څه ونډه لرلی شي. په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د یوناما پخوانی مشر تدامیچي یاماموتو هم حاضر و. Читать дальше...

ګارډین: افغانان د یوه ظالم رژیم رحم ته یوازې پرېښودل شوي

Pa.azadiradio.com 

ګارډین: د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼه په یوه مطلب کې یادونه کوي چې د بشري مرستو نړیوال سیسټم د سوریې په څېر په افغانستان کې هم پاتې راغلی دی. ورځپاڼه لیکي افغانستان د بشري مرستو یو بل وېروونکی مثال دی چې وګړي یې د نړیوالو پوځیانو تر وتلو وروسته د یو ظالم رژیم رحم ته یوازې پرېښودل شوي دي. ګارډین یادونه کوي چې اوسمهال پر کابل لګېدلو بندیزونو، په تېره پر بانکي سکټور بندیزونو جګړه ځپلي افغانستان ته د اړینو مرستو رسول تقریباً ناممکن کړي دي. ورځپاڼه د روغتیا د نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او له خوا ورکړل... Читать дальше...

له محکمې پرته د افغان فعالانو د اعترافونو خپرول ناقانونه او بشر ضد کړنه وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

ځینې حقوق پوهان او د بشري حقونو فعالان د طالبانو له خوا د لیکوالو او ټولنیزو فعالانو نیول او له محکمې پرته یې د اعترافونو خپرول ناقانونه او د بشر ضد کړنه بولي. د سعدالله دیدن او عمران احمدزي د اعتراف ويډیو د طالبانو حکومت د استخباراتو له لوري خپره شوې ده. طالبانو په دې نیول شویو کسانو تور لګولی و چې په ټولنیزو شبکو کې یې مستعار اکونټونه درلودل او خلک یې د حکومت پر ضد بغاوت او فحشا ته هڅول. خو د عمران احمدزي مشر ورور ذبیح الله زعفران وايي، ورور یې لوی جرم نه دی کړی او د ډېرو نورو هغو افغانانو... Читать дальше...

جو بايډن: روانه اوونۍ به پر روسيه تازه بنديزونه ولګول شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون پولنډ کې د وینا پر مهال وویل، چې د امریکا متحد ایالتونه او شریکان به پر روسیې روانه اوونۍ نور بندیزونه اعلان کړي. دغه بندیزونه پر اوکراین د مسکو د یرغل په تړاو دي، چې راروانه جمعه یعنې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه یې کال پوره کېږي. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر په خپله وینا کې وویل جګړه ځپلی اوکراین به هېڅکله د روسیې ته بریا په برخه نه‌کړي. جو بایډن د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې له شاهي ماڼۍ دباندې د خلکو ټولې شوې ډلې ته وویل: "د دې جګړې په لومړي... Читать дальше...

اسټراليا کې ځينو خپلواکو بنسټونو د افغان مېرمنو پر ستونزو بحثونه کړي دي

Pa.azadiradio.com 

په اسټرالیا کې د ښځو د حقونو ځینو فعالانو له شپږو میاشتو راهیسې کمپاین پیل کړی، چې د دغه هېواد مشران د افغان نجونو او مېرمنو ستونزو ته متوجه کړي. د ښځو د حقونو فعاله ریتا انوري چې د «سوله د اسیا لپاره» او «په رهبرۍ کې د ښځو د پیاوړتیا- Women Empowerment Leadership» د بنسټ مشره ده وايي، دوی دا هڅه هم وکړه چې په ځانګړي ډول لوستو او هغو مېرمنو ته چې بېلابېلو مسلکونه لري په اسټرالیا کې د استوګنې او کار زمینه برابره شي. نوموړې وايي: "اسټرالیا د سکیلد مګرانټ- Skilled Migrant په نوم یوه پروسه لري، چې... Читать дальше...

د څارنوالان ټولنه: له دندو ګوښه شوي څارنوالان پاکستان کې بې‌برخليکه پراته دي

Pa.azadiradio.com 

د څارنوالانو ټولنه وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته له دوه زره تر دوه نیم زره څارنوالان له دندو وشړل شول او په دې موده کې ۳۰ تنه یې په افغانستان کې وژل شوي دي. د څارنوالانو ټولنه وايي، له ۲۰۰ تر ۲۳۰ پورې څارنوالان دا مهال په پاکستان کې له خپلو کورنیو سره په بد وضعیت کې شپې ورځې سبا کوي. د دې ټولنې غړو پرون په یوه کنفرانس له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې له پاکستانه نورو هېوادونو ته د دغو پخوانیو څارنوالانو په لېږدولو کې همکاري وکړي. پخوانۍ څارنواله ماریا صافۍ وايي... Читать дальше...



Москва

Правительство РФ сообщило о перевыполнении планов по достижению цифровой зрелости национальной экономики


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как можно посетить экскурсии в зданиях посольств разных стран



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Племя Гунны: рэпер из США в меланхолии, наш Баста — в музлитературе




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Собянин рассказал о ходе строительства Троицкой линии метро

Пензенские регбистки выиграли первенство России

«Бавария» победила «Вольфсбург» в 500-м матче Нойера в Бундеслиге


ATP

Хачанов победил Шевченко во втором круге турнира ATP в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России