د طالبانو حکومت: د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله ۸۰ افغانان مړه شوي
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله چې ښځې او ماشومان هم پهکې سپاره وو ۸۰ افغانان مړه شوي دي.
د ياد وزارت پر ټوېټر پاڼه ليکلي شوي دي، په مړو شويو کې افغانې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کې له خلکو غوښتنه شوې ده چې، بهرنيو هېوادونو ته په ناقانونه او قاچاقي لارو له تګ راتګ ډډه وکړي.
د طالبانو حکومت د سره صليب پر نړيوالې کمېټې او مرسته کوونکو ادارو غږ کړی، چې د ايټاليا په سواحلو کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله د قرباني افغانانو د جسدونو په موندلو او افغانستان ته په رالېږدولو کې مرسته وکړي.
د ایټالیا جنوبي سواحلو کې ډوبه شوې کښتۍ شاوخوا څلور ورځې وړاندې د ترکیې په لوېدیځ کې د ازمیر له بندره وتلې وه او د شنبې په ورځ ناوخته له ساحله ۷۴ کیلومتره لرې د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارې اړوند یوې الوتکې لهخوا وموندل شوه.