د ترکیې په ډېری زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي
ترکیې له دوو ولایتونو پرتو په نورو ټولو زلزله ځپلو ولایتونو کې له نړېدلو ودانیو د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو پسې د لټون عملیات پرون پای ته ورسول. د ترکیې په نهو زلزله ځپلو ولایتونو کې پرون یکشنبې د پلټنې او ژغورنې چارې په رسمي توګه پای ته ورسېدې. د ترکیې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چارو ادارې مشر یونس سزار په انقره کې خبریالانو ته وویل چې له قهرمان ماراش او هاتای پرته په نورو نهو ولایتونو کې د نړېدلو ودانیو لاندې د احتمالي ژوندي پاتي شویو کسانو پسې د لټون عملیات پای ته ورسېدل. چارواکو وویل... Читать дальше...