Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 19.08.2023

یوه پېړۍ بیرته شاته؛ افغان نجونې بیا له زده کړو محرومې دي

Pa.azadiradio.com 

په ۱۹۱۹ کې د افغانستان د خپلواکۍ له ګټل کیدو وروسته، د شاه امان الله خان مېرمنې ملکه ثریا د افغان نجونو لومړنی ښوونځی تاسیس کړ. ملکه ثریا، د نجونو د زده کړو له لومړنیو مدافعانو وه، خو نن یوه پېړۍ وروسته بیا افغان نجونې له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه لري. په دې اړه دا راپور وګورئ.

یو شمېر بهرمېشتي افغان قاضیان: پاتې همکاران مو بد وضعیت کې دي، اروپايي هېوادونه دې زر پناه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

په جرمني کې مېشت د پخواني جمهوري نظام لسو قاضیانو او جنرالانو د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د پخواني جمهوري نظام د قاضیانو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده. په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې د افغانستان قاضيانو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د شل کلنې جګړې په ترڅ کې د نشه يي توکو د قاچاق او تښتونې لسګونه زره ترهګر او نور مجرمين د افغانستان له قوانينو سره سم محاکمه کړي او هغوى يې زندان استولي دي، چې اوس دا کسان له زندانه خوشې شوي دي. د دغه پرېکړه ليک له مخې، طالبان... Читать дальше...

د بشردوستۍ نړیواله ورځ؛ نړیوال سازمانونه: د ښځو پر کار بندیز او د بودیجې محدودیت د افغان اړمنو لاسنیوی ستونزمن کړی

Pa.azadiradio.com 

نن د اګست ۱۹مه د بشردوستۍ نړیواله ورځ ده. دا ورځ په داسې حال کې رارسیږي چې د طالبانو حکومت د مرستندویه موسسو او د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی چې د نړیوالو سازمانونو په وینا دې مسلې په افغانستان کې د بشري چارو لپاره بودیجه کمه او د مرستو رسولو بهیر یې اغېزمن کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تر بل هر وخت زیات بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو وروستۍ شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونو ته رسېدلی دی. Читать дальше...



د نړیوالو روغتیایي مرستو کمیدل؛ یو شمېر افغانان: روغتیایي خدمتونه نور هم کم او بې کیفیته شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه شکایت کوي وايي، له دې امله جدي ستونزو سره مخ دي. د ننګرهار اوسیدونکې مریم ازادي راډیو ته وویل: "حالات دلته ډیر خراب دی، کلینکونو کې دوا نه وي، ډاکټران نه وي، د ناروغانو سمه پوښتنه نشته، مرکزي روغتون کې هم څه نه وي، ډاکټران ټول بهر هیوادونو ته تللي دي، چې ډاکتر کومه نسخه درکړي چې دوا واخلې، دواوې هم ډېر په لوړه بیه او بې کیفیته دي، تاثیر هم نلري، کلینک کې خو بالکل دوا نه وي." د پروان اوسیدونکې نادیه وايي، یو روغتیايي... Читать дальше...

افغانستان کې بشري ناورین؛ انترکشن: د خوراکي توکیو نه خوندیتوب نور هم زیاتیږي

Pa.azadiradio.com 

د انترکشن نړیوال سازمان، په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د زیاتېدو خبرداری ورکوي. یاد سازمان په خپل نوي راپور کې، چې د جمعې په ورځ خپور شو لیکلي، چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (دبلیو اف پي) له خوا د خوراکي توکو د مرستو له کمېدو سره به سږکال د خوراکي توکو نه خونديتوب نور هم زیات شي. انترکشن سازمان ويلي، چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو او د وچکالۍ د پرله پسې درېیو کلونو وروسته، اوس مهال په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب سره مخ دي، چې له دې شمېر... Читать дальше...

د طالبانو لخوا د ازادۍ جشن د مخنیوي ادعا؛ د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي: د ملي بیرغ په سر یې تیت و پرک کړو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، طالب وسله والو ورته د ازادۍ د جشن د نمانځلو اجازه نه ده ورکړې. ننګرهار چېرته چې د افغانستان د ازادي ګټونکي پاچا امان الله خان مقبره ده، او اوسېدونکو یې د تېر جمهوري حکومت پر مهال دا ورځ په ډېرو شاندارو مراسمو نمانځله، یو اوسېدونکی یې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په دې راپور کې نوم خپور شي وايي، د جلال اباد یو شمېر اوسېدونکي چې درې رنګه ملي بیرغونه ورسره وو واټونو ته راوتلي وو خو د طالبانو له لوري تیت او پرک شول او د ازادي د جشن نمانځلو ته پرېنښودل شول. Читать дальше...

اوکراین: روسیې ته د ایران د ورکړو ۱۷ بې پيلوټه الوتکو ۱۵ مو وویشتل

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني ځواکونو نن وویل، چې تېره شپه یې له هغو اوولسو بې پيلوټه الوتکو پنځلس ویشتلي دي، چې په ایران کې جوړې شوې دي او روسیي ځواکونه ترې کار اخلي.  بل لور ته د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې ده، چې د کریما ټاپوزمه پر سر یې په هوا کې د اوکراین یو توغندی شنډ کړی دی.  د اوکراین دفاع وزارت په ورځنۍ خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دغه پنځلس ډرون الوتکې یې د اوکراین په ختیځ، شمال او لویدیځ کې ویشتلي دي. د بې پيلوټه الوتکو تر حملو مخکې تقریبا په ټول اوکراین کې خلکو د خطر زنګونه اوریدلي وو.

تکواندو؛ افغانستان د نړیوال فیسټیوال په سیالیو کې درېیم مقام ترلاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په دوه کسي سیالیو کې په نیمه پایلوبه کې خپله لوبه وبايلله او د برونزو مډال یې وګاټه.  افغان لوبډله په نیمه پایلوبه کې د جنوبي کوریا پر وړاندې ماته شوه.  د افغانستان تکواندو فدراسیون وايي، د یادو سیالیو په ترڅ کې افغان تکواندو کارانو د لوبې تر وروستیو ثانیو ښه مبارزه وکړه، خو بریالي نشول.  د ویلو ده، چې له تېرو څو اونیو راهیسې د افغانستان د تکواندو ۸ـ کسیزه ډله د څو ټورنمنټونو د لوبولو لپاره جنوبي کوریا ته تللې چې تر ډېره یې ښې لوبې کړې دي.



سویډن د ښځینه فوټبال نړیوال جام درېیم مقام وګاټه

Pa.azadiradio.com 

د سویډن د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د درېیم مقام ترلاسه کولو په سیالۍ کې کوربه اسټرالیا ته ۲ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه او درېیم مقام یې وګاټه.  دغه سیالۍ چې نن ترسره شوه، سویډنۍ لوبډلې د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې یوـ یو ګول وواهه او اسټرالیا بیا تر پایه د کوم ګول په وهلو بریالی نشو.  یادو دواړو لوبډلو په نیمه پایلوبو کې خپلې سیالۍ بایللې وې، سویډن له اسپانیا او اسټرالیا له انګلستان ماتې خوړلې وې.  ټاکل شوې، چې د یادو سیالیو پایلوبه سبا د اسپانیا او انګلستان ترمنځ ترسره شي.

د اوکراین ولسمشر: نن مې مېرمنې سره سویډن ته ځم

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په خواله رسینو کې خبر ورکړ، چې دی او د ده میرمن اولینا به نن سویډن ته ولاړ شي.  زیلینسکي وایي، چې دی به د دې سفر په ترڅ کې د سویدن له صدراعظم اولف کرسترسون، د سویډن د شاهي کورنۍ له غړیو او نورو چارواکو سره وګوري.  زیلینسکي څرګنده کړه، چې هدف یې د اوکراین د پلیو او هوایي ځواکونو پياوړي کول دي.  سویډن، هالنډ، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، لوګزامبورګ، ناروې، پرتګال، رومانیا او برېتانیا هېوادونو تېره میاشت ژمنه وکړه، چې دوی به د ایف شپاړس الوتکو لپاره اوکرایني پیلوټان وروزي.

پوتین له اوکراین سره د جګړې د قوماندې مرکز ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، روستوف ان دون ته تللی دی. دا سیمه د اوکراین په جګړه کې د روسیې د مرکزي قوماندې مرکز دی.  کرملین په یوه بیان کې نن وویل، چې په روستوف ان دون کې به ولسمشر پوتین د ځانګړیو پوځي عملیاتو په مرکز کې د روسیې له لوی درستیز او نورو پوځي مشرانو سره وګوري.  په دې بیان کې د دې لیدو کتو د وخت په اړه معلومات نه دې خپاره شوې او دا اطلاعات په خپلواکه توګه نه دې تایید شوي.

افغان تکواندوکار خپل پاکستاني سیال ته ماتې ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو لوبغاړي محسن رضايي چې په ۵۸ کیلو ګرام وزن کې یې سیالي وکړه، د پاکستان پیاوړي لوبغاړي شاه زیب خان ته ماتې ورکړه.  د افغانستان تکواندو فدراسیون د خبر له مخې، دغه سیالي نن په جنوبي کوریا کې د تکواندو د نړیوال فیسټيول په ترڅ کې ترسره شوه، چې ښاغلي رضايي په پرله پسې دواړو پړاوونو کې خپل پاکستانی سیال مات کړ او نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه.  نوموړی به په نیمه پایلوبه کې د جنوبي کوریا له لوبغاړي جونیون جیون سره سیالي کوي.

کرزی طالبانو ته؛ نجونې زده کړو ته پرېږدئ، چې رېښتینې خپلواکۍ ته ورسېږو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلواکۍ د یوسل او څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه پيغام کې د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ پرانیزي.  حامد کرزي په دې پيغام کې چې د ټویټر له لارې یې خپور کړی دی، دا هم ویلي دي چې زده کړه به افغانان د نورو له احتیاجه خلاص کړي او په دې ډول به د رېښتینې خپلواکۍ څښتنان شي.  طالبانو دوه کاله مخکې د کابل له نیولو وروسته تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي بند کړل او له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې د پوهنتونونو دروازې هم د ښځو او نجونو پرمخ تړلې دي.

د طالبانو لخوا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې نمانځنه؛ مولوي عبدالکبیر: نړیوال دې زموږ حکومت سره تعامل وکړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت یو شمېر لوړپوړو مشرانو نن د افغانستان ددفاع وزارت په انګړکې د ازادۍ پر څلۍ د ګلانو له اېښودو سره، د افغانستان د خپلواکۍ ورځې کلیزه ونمانځله. يو شمېر طالب چارواکو په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه. د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا لومړي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپله وینا کې وویل، که دنیا غواړي چې له ترهګرۍ او مخدره موادو پاک افغانستان چې د سیمې هیوادونو ته ترې خطر نه وي موجود ولري باید له دوی سره تعامل وکړي. نوموړي وویل: "که نړۍ له با امنه افغانستان غواړي داسې چې نړۍ ته ترې... Читать дальше...

د پاکستان دیني عالمانو په جړاواله کې پر عیسویانو بریدونه غیر شرعي بللي

Mashaalradio.com 

په همدې حال کې امریکا او د پاکستان دننه او بهر د بشري حقونو سازمانونو د پنجاب په جړاوالا کې د عیسویانو پر عبادتځایونو او کورونو د بلوه ګرو پر حملو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او له اسلام اباده یې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د کندهار- کابل د لارې مسافر او موټر چلوونکي: د سړک جوړیدو د چارو ځنډ مو د ۶ ساعتونو سفر ۱۵ ساعته کړی

Pa.azadiradio.com 

د کندهار- کابل د لویې لارې مسافر او موټر چاوونکي ددې لارې د جوړېدو د چارو له ځنډ څخه شکايت کوي. دوی وايي د طالبانو حکومت دې ددې لارې د رغولو چارې چټکې کړي.  مسافر او موټر چلوونکي وايي، له کابل څخه تر کندهاره شپږ ساعته لاره په پنځلسو ساعتونو کې تېروي، چې د مسافرو او چلوونکو دواړو لپاره ستونزمنه ده.  د تفصیلي راپور د اورېدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:

د افغانستان د خپلواکۍ جشن؛ پخوا څنګه نمانځل کیده، خلک څه خاطرې ترې لري؟

Pa.azadiradio.com 

د زمري له اته ویشتمې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ګټلو له ورځې له اوږدو کلونو راهیسې لمانځنه کېږي، خو د محمد ظاهره شاه او سردار محمد داوود خان د واکمنیو د دوران د ښې نماځنې کیسې بیا ډېرې په خولو دي. د پوهنتون پخوانی استاد پوهاند محمد بشیر دودیال د هغه مهال د جشنونو کیسه داسې کوي او وایي: " له نن څخه دیرش څلویښت کاله پخوا به د استقلال جشن د هر اړخیزو تدابیرو به ترڅ کې نمانځل کېدو، د رسم ګذشت نه یوه ورځ مخکې به عسکري قطعاتو خپلو وسایط زغروال او ټانکونه دا د ټانک لوګر نه تر قلاچي او بینی حصاره... Читать дальше...

پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې جلسه کړې ده

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې په جي ټي روډ د امن لپاره جلسه کړې. تر دې وړاندې غورځنګ د سپریم کورټ ودانۍ مخې ته د جلسې اعلان کړی وو خو د اسلام اباد پولیسو ورته په هغه ځای کې د جلسې اجازه ورنه کړه. جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو مشرانو ویناوې وکړې. تفصیل په ویډیو کې.


Музыкальные новости
Моргенштерн

Пользователи Сети обсуждают новое совместное видео Моргенштерна* и Лизы Василенко: «С Диларой он таких эмоций не давал»





Rss.plus
РФ

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание




Овчинский: Роботы помогают развитию промышленности в Москве

Орловщина оказалась рядом с Москвой по росту цен на ЖКХ

В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим

В I квартале 2024 года доходы Богородского округа превысили 1,4 млрд рублей




نن د بشر دوستۍ نړیواله ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

د اګسټ ۱۹مه د بشر دوستۍ نړیواله ورځ ده.  دا ورځ د هغو کسانو په نوم ده، چې په بشردوستانه کړنو بوخت وي.  د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش د دې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د دې ورځې مبارکي هغو کسانو ته ویلي، چې د بشري مرسته رسولو په کارونو بوخت دي.  دا ورځ سږ کال؛ مهمه نه‌ده د چا لپاره، مهمه نه‌ده چېرته او مهمه نه‌ده چې څنګه تر شعار لاندې نمانځل کېږي.  دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې بیا د نورو په ګډون هغه ښځې هم له کار کولو منع شوي چې د بشري مرستو رسولو په چارو کې په دندو بوختې وې.

د طالبانو حکومت یو ځل بیا نړۍ سره د سالمو اړیکو ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۱۰۴مې کلیزې په مناسب پیغام کې یو ځل بیا له نړۍ سره د سالمو اړیکو په لرلو ټینګار کړی.  د زمري د ۲۸مې په مناسبت د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي" دوی د یوه خپلواک او مشروع نظام په حیث د سیمې او نړۍ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې په سالمو اړیکو باور لري او له نورو هم هیله کوي چې داسې پاليسي غوره کړي چې د ټولو په خير او فلاح تمامېږي. "  د طالبانو حکومت داسې مهال خپل نظام مشروع بولي، چې پرې نیوکه کېږي،... Читать дальше...

" د طالبانو له ستنیدو وروسته د زده کوونکو هیلې او خوبونه له منځه تللي"

Pa.azadiradio.com 

فارن افیرز: د فارن افیرز خپرونې په یوه مطلب کې، په افغانستان کې د طالبانو دوه کلنې واکمنۍ او د خلکو اقتصادي ستونزو ته پام اړولی دی. په مطلب کې لولو:که څه هم تراوسه د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسیمت نه دی پیژندلی، خو د سیمې ځینو هیوادونو او له ډلې يې روسیې او چین طالبانو سره د اړیکو په برخه کې ځینې اقدامات کړي دي. په مطلب کې راځي، یو شمېر د نظر خاوندانو داسې بحثونه پیل کړی، چې  امریکا له طالبانو سره په مستقیمه توګه تعامل وکړي او کنه؟ وړاندې په مطلب کې، په کابل کې د امریکا د احتمالي حضور... Читать дальше...

طالبان او د افغانستان د خپلواکۍ کلیزه؛ د امان الله خان لخوا یې د نجونو د زده کړو پيل کړی بهیر درولی

Pa.azadiradio.com 

نن د زمري اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، بهر میشتي افغانان په ځینو هیوادو کې دا ورځ لمانځي. په کابل کې د طالبانو حکومت د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده. له ننه یوسل او څلور کاله مخکې چې کله افغانانو له انګریزانو بشپړه خپلواکي واخیسته د نجونو د زده کړو په ګډون یو لړ پرمختګونه رامنځته شول. د دې لپاره هڅې وشوې، امان الله خان شپږ نوي کاله مخکې د فرانسې د سفر پرمهال په خپله وینا کې وویل: " دا فرانسه ده چې د افغانستان د علم او عرفان لپاره پراخې هڅې کوي، دا فرانسه ده چې... Читать дальше...



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Волочкова о видео с Джигурдой: "Я не то, что в ту дверь вошла, — я у себя дома"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


WTA

Елена Рыбакина выступила с критикой в адрес WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России