Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 20.08.2023

وسله‌والو په کندهار ۲ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله‌والو نن د کندهار په نهمه او څلورمه ناحیه کې دوه کسان په ډزو سره وژلي دي. په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله‌والو د نهمې حوزې اړوند د تېري اډې په سیمه کې یو کس د خپل کور مخته ویشتلی او وژلی یې دی. د سرچینې په وینا، پر دوهم کس باندې وسله‌والو د څلورمې ناحیې اړوند په برو دروازې سیمه کې ډزې کړي او وژلی یې دی. طالب چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د وژل شویو کسانو د هویت او د پېښو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني پولیسو علي وزیر او ایمان زینب مزارۍ نیولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر او د بشري حقونو فعاله او وکیله ایمان زینب مزارۍ نیولي. د وزیر او مزارۍ د وکیلانو ډلې ازادي راډیو ته وویل چې هغوی چې د اګست پر ۲۰مه عدالت ته وړاندې شول نو پولیسو ورڅخه وغوښتل چې د پنځو ورځو لپاره دې یې ورته وسپاري چې ورڅخه پلټنې وکړي. د اسلام اباد یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ یا 'پي ټي ایم' یو مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی. د بشري حقونو فعاله او وکیله ایمان زینب مزارۍ هم د تحقیقاتو لپاره زندان ته استول شوې ده. Читать дальше...

د ښځو د فوټبال نړیوال جام هسپانیې وګاټه

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د فوټبال نړیوال جام هسپانیې وګاټه. د هسپانیې لوبډلې نن په فاینل کې د انګلستان ټیم ته یو پر صفر ماته ورکړه. دا لوبه د اسټرالیا د سیډني ښار د فوټبال په لوبغالي کې ترسره شوه. د ښځو نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۱ کال کې ترسره شو او تر اوسه امریکا د څلورو اتلولیو په ګټلو سره د جدول په سر کې ده. دا لومړی ځل دی چې هسپانیه دغه جام ګټي. د ښځو نړیوال جام د جولای په ۲۰مه په استرالیا او نیوزیلنډ کې د ۳۲ لوبډلو په ګډون پیل او نن پای ته ورسېد.



د پاکستان لنډمهالی حکومت: د پوځي او رسمي رازونو ساتنې مسودې اوس قوانین شوې دي

Mashaalradio.com 

علوي د اګست پر خپله شخصي اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، پاڼه کښلي، "خدای شاهد دی چې ما د ۲۰۲۳ز کال د رسمي رازونو ساتنې ترمیمي بېل او د ۲۰۲۳ز کال د پوځي قانون ترمیمي مسوده نه ده لاسلیک کړې ځکه چې زه ورسره موافق نه وم."

له نړیوالې ټولنې د یوه سازمان غوښتنه: له طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو پای ته رسول وغواړئ

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د عدالت غوښتنې په انلاين کمپاین سره له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو له چارواکو وغواړي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي. د بخښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغه سازمان د کمپاین په ملاتړ د افغانستان خلکو تر څنګ ودرېږي او په ازادۍ، کرامت او برابرۍ کې د هغوی د ژوند کولو د حق په اړه خبرې وکړي او له طالبانو حساب وغواړي. یاد سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د دې انلاین کمپاین لپاره یوه اعلامیه خپره کړه او د نړۍ له خلکو یې... Читать дальше...

یوسفزۍ: فیفا دې د افغانستان د ښځینه‌وو فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د فوټبال له نړیوال فدراسیون یا فیفا غوښتي چې د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني. د فوټبال په نړیوال فدراسیون کې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د دغې لوبډلې له‌خوا د کمپاین په دوام، اوس د سولې د نړیوالې جایزې ګتونکې ملالې یوسفزۍ له دوى خپل ملاتړ اعلان کړى دى. یوسفزۍ، چې د شنبې په ورځ یې له نږدې له دغو نجونو سره لیدنه کړې په خپل ټویټرپاڼه کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا څخه غوښتې چې د افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني. Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان د سیالیو مبصرین معلوم شول

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د اګست په ۲۲مه نېټه افغانستان او پاکستان د درې یو ورځنیو سیالیو لومړنۍ لوبه ترسره کړي. افغان کرکټ بورډ ادارې د همدې سیالیو لپاره نن د لوبو مبصرین په ډاګه کړل چې یو افغان مبصر هم په کې شامل دی. په اعلان شویو مبصرینو کې د پاکستان پخواني لوبغاړي او مبصرین رامیز راجا او عامر سهیل شامل شوي دي. دغه راز د دې سیالیو لپاره د سریلانکا پروېز معروف، د هندوستان دیویندرکومار، د انګلستان ډیویډ ګور او د سویلي افریقا ايچ ډي اکرمین هم د مبصرینو په توګه شامل شوي دي. همدارنګه... Читать дальше...

تکواندو؛ بل افغان لوبغاړي هم د سرو زرو مډال وګاټه

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا د تکواندو په نړیوال فیسټیوال کې یو بل افغان لوبغاړي محسن رضايي هم د سرو زرو مډال وګاټه. د تکواندو فدراسیون د خبر پر اساس، رضايي لومړی خپل پاکستانی او بیا کوریايي سیالان مات کړل او اتلولي یې وګټله. نوموړي بیا په دوه اړخیزو سیالیو کې د برونزو مډال هم ګټلی و. دغه راز د یادو سیالیو په ترڅ کې بل افغان تکواندو کار حکمت الله زین بیا د خپل مغلستاني سیال په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته رسېدلی او په نیمه پایلوبه کې به د جنوبي کوریا له لوبغاړي سره سیالي کوي.



چارواکي: د مسکو د دوو هوایي ډګرونو عملیاتي چارې درېدلې وې

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې چارواکي وايي چې تېره شپه یې د لنډ وخت لپاره د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د برید په خاطر د پلازمېنې په دوو مهمو هوايي ډګرونو کې عملیاتي چارې ودرولې. د مسکو ښاروال سرګی سوبیانین نن سهار وختي په خپل ټیلګرام چاینل کې لیکلي چې د دوی هوايي دفاع سیستم د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید مخه ونیوله، خو له دې سره سره په ونوکوفو او دومودیدوفو هوايي ډګرونو کې فعالیتونه ودرول شول. دفاع وزارت وویل چې بې پیلوټه الوتکه یې د سهار په شاوخوا ۴ بجې د مسکو د ستوپینو مېنې پر سر په الکترونیکي وسایلو غیرفعاله کړه. Читать дальше...

له هډوکو رزق ګټل؛ اجمل فيضي: ۱۸ کلنۍ کې مې د هډوکو په ځای کول زده کړي

Pa.azadiradio.com 

۵۰ کلن اجمل فيضي چې د کابل په کاه فروشۍ کوڅه کې د هډوکو پرځای کولو دوکان لري وايي، دا کار يې له خپل پلار پهلوان عباس فيضي څخه زده کړی دی. هغه زیاتوي، هره ورځ ورته له ۸ څخه تر ۱۰ پورې داسې کسان راځي چې لاس او پښې يې بې‌ځایه شوي وي او دی يې ورته پر ځای کوي. له نوموړي سره زموږ همکار خبرې کړي دي او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی. د راپور د اوریدو لپاره دا لینک کېکاږئ:

پاکستان: پنجاب کې ترافیکي پېښې لږ ترلږه ۱۸ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هیواد په پنجاب ایالت کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۱۸ تنه مړه شوي دي. د رویټرز خبري اژانس دراپور له مخې، نن سهار له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روان بس له یوه باري موټر سره ټکر شو، چې په نتیجه کې یې ۱۸ تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې ویل شوي، چې په بس کې ۳۳ تنه سپاره وو.

د اوچا مشر: په افغانستان کې له دوو کلونو راهیسې ۳۸ مرستندوی کارکوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې، اوچا مشر دانیال اندرس وايي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د مرستندویو موسسو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي دي. اندرس پرون د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې د دغو مرستندویانو ډیری د ګوزڼ ضد واکسینران او ماین پاکان وو. د اوچا مشر په عین حال کې ویلي، چې یو شمېر مرستندویان دا مهال بندیان دي. ده په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان چا او چیري بندیان کړي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: پغمان کې ۴ انسان تښتوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو یې تېره شپه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه انسان تښتونکي وژلي دي. دغه وزارت پر خپله ټویټر یا ایکس پاڼه کښلي، په دې عملیاتو کې، چې د پُشت بادام په سیمه کې وشول، د محمدامین په نوم تښتول شوی کس خوشې شو. نوموړی درې ورځې وړاندې یرغمل شوی و. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، چې ایا له انسان تښتونکو سره په نښته کې د دوی ځواکونو ته تاوان رسیدلی که نه دی. په دې اړه خپلواکو سرچینو تراوسه څه نه دي ویلي.

تحریک انصاف د شاه محمود قریشي د خوشې کولو او په ۹۰ ورځو کې د انتخاباتو غوښتنه کړې

Mashaalradio.com 

ایوب زیاته کړه چې ګوند یې نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ته يو ليک استولی او پکې ویلي یې دي چې د تحريک انصاف د مشرانو نيول دې بند شي او د قانون له مخې دې د قامي اسمبلۍ تر ماتېدو وروسته په ۹۰ ورځو کې د ټولټاکنو کول يقیني کړي.

جنرال شینواری: افغان ځواکونه نه، سیاستوال د جمهوري نظام د سقوط لامل دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند جنرال اجمل شینواری پر افغان سیاستوالو نیوکه لري، چې په کور دننه د نظام د سقوط اصلي لامل دوی وو. زموږ له همکارې فریده سیال سره، د نوموړي مرکه دلته ووینئ:

پنجاب کې ټرافیکي پېښې ۱۸ تنه وژلي، ۱۵ ژوبل دي

Mashaalradio.com 

د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روان یو مساپر وړونکي بس د اګست پر ۲۰مه سهار وختي د فیصل اباد پر لویه لاره (موټروې) له پېنډي بټیا سره نېږدې له یوه پېک اپ ګاډي سره ټکر وکړ چې تر هغې وروسته په بس کې اور ولګېد.

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۲ کلونو راهیسې د مرستندویه سازمانونو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږی کوونکی دانیال اندرس وايي، مرستندویه کارکوونکي په پراخه کچه هدف ګرځول کېږي او یوازې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د دغه سازمانونو ۳۸ کارکوونکي وژل شوي. هغه دا خبره پرون د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په هغه تصويري پیغام کې کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپله X شبکه یا پخواني ټوټیرخپور کړی دی. د اوچا مشر دا هم تاییدوي چې اوس‌مهال یو شمېر مرستندویان بندیان دي، خو نوموړی په دې اړه ډېر جزییات نه ورکوي، چې... Читать дальше...

پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز خپله لومړۍ جلسه کړې ده

Mashaalradio.com 

د پاکستان تحریک انصاف پارلېمېنټېریینز په نوم نوي ګوند په نوښار خپله لومړۍ جلسه کړې ده. د خیبر پښتونخوا د پخوانیو اعلاوزیرانو پروېز خټک او محمود خان په مشرۍ هغه ګوند په وروستیو کې له تحریک انصافه جلا شویو سیاستوالانو جوړ کړی دی. خټک د اګست ۱۹مې جلسې ته په وینا کې بې له ثبوت وړاندې کولو دعوه وکړه چې تحریک انصاف ګوند په تېرو انتخاباتو کې د ده له کبله واک ته رسېدلی وو. پاکستان تحریک انصاف ګوند د خټک او محمود خان څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.

پاکستاني چارواکي: شمالي وزیرستان کې وژل شوي ۱۱ تنه د پوځ کارګران وو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې ۱۱ کارګر وژل وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. یوه پوځي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، نن د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دغو کارګرو د پاکستان پوځ ته د یوې ودانۍ د جوړولو په پروژه کې کار کاوه. د هغه په وینا، کارګرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د سپرلۍ پر موټر یې د میرکوټ په سیمه کې د سړک د غاړې بم وچاودېده. د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ دا برید غندلی او په یوه پیغام کې یې ویلي، چې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.





Rss.plus
Россия

Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве




Life.ru публикует видео с выставки трофейного вооружения, захваченного в зоне СВО

Воробьев: строители пообещали благоустроить парк в Черноголовке к середине июля

Овечкин назвал основное условие, для продолжения погони за Гретцки

Мигранты в России: добро пожаловать или кому въезд запретят




مولوي عبدالکبیر: ایران سره د اوبو لانجه د جګړې پرځای، په تفاهم حل شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د ایران ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي چې له ایران سره د اوبو لانجه د جګړې پر ځای د تفاهم له لارې حل شوې ده. مولوی عبدالکبیر پرون (شنبې) دا له نړۍ سره د طالبانو د حکومت د ښه تعامل او سیاست بېلګه وبلله او ادعا یې وکړه چې د نړۍ هیوادونه پوی شوي چې له «اسلامي امارت» سره تعامل د سیمې او نړۍ د ثبات او ډاډمن امنیت لپاره تر ټولو غوره انتخاب دی. د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال دا څرګندونې ۵ ورځې وروسته له دې کړي، چې یو ایرانی تخنیکي پلاوی د اروزګان... Читать дальше...

اوکراین: د روسیې توغندویي برید ۷ تنه وژلي او ۱۴۸ نو ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت پرون (شنبې) تایید کړه، چې د دغه هیواد د شمال په چرنیهیف ښار باندې د روسیې په توغندويي برید کې د یوه ماشوم په شمول لږترلږه ۷ تنه وژل شوي او ۱۴۸ نور ژوبل دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، چې سویډن ته تللی، پر چرنیهیف ښار حمله دردوونکې ورځ وبلله او ویې ویل چې دا ورځ د یوه تروریست حکومت له لاسه راغلې ده. د اوکراین دفاع وزارت بیا وايي چې د دغه هیواد د هوايي دفاع سیستم د ایران ۱۵ بې پېلوټه الوتکې، چې روسیې ته یې ورکړي، ویشتي دي.

مظاهرچیانو پاکستان کې د عیسویانو خوندیتوب غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

ګڼو عیسویانو او د بشري حقونو فعالانو په پنجاب کې پر کلیساګانو او د مسیحیانو پر کورونو د بلوه ګرو تر حملو وروسته په کراچۍ کې مظاهره کړې ده. دوی د اګست پر ۱۹مه د ښار په تین تلوار سیمه کې د احتجاج پر مهال له لنډمهالي وفاقي حکومته د لږکیو او د هغوی د عبادتځایونو د خوندي کولو غوښتنه وکړه. د اګست پر ۱۶مه د فیصل اباد په جړاوالا کې پر دوو عیسویانو د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تر تور وروسته پارېدلو خلکو د عیسویانو پر کلیساګانو او کورونو حملې وکړې. د پنجاب لنډمهالي حکومت د هغه تاوتریخوالي د پلټنو اعلان کړی دی،... Читать дальше...

د امریکا استازی: نړیواله ټولنه د ایران حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسوول ګڼي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په چارو کې د امریکا د حکومت د ځانګړي استازي دفتر پرون په ایران کې په وروستیو نیونو عکس العمل وښود، ویې ویل: نړیواله ټولنه د ایران حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسوول ګڼي. دغه دفتر په خپل ایکس یا ټویټر کې لیکلي: د سوله ییزو اعتراضونو په تړاو د ګڼو کسانو د نیول کېدو پر راپورونو اندېښنه لري او نړۍ دا ټول ویني. په وروستیو څو ورځو کې د ایران په بیلابیلو ښارونو کې د بشري حقونو او مدني ټولنې لږترلږه ۱۴ تنه فعالان نیول شوي دي.

افغان محصلان او څېړونکي: عامه کتابتونونه نوي او د اړتیا وړ کتابونه نه لري

Pa.azadiradio.com 

"کله چې موږ عامه کتابتونو ته لاړ شو د مرکز په شمول، يوازې هغه د تاريخ برخې تر ډېره پورې پيدا کولی شو او يا مثلاً ديني علوم، نور ډېر په سختۍ باندې موندل کېږي." دا د اجمل نظري خبرې دي . هغه، تازه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسټرۍ دورې درسونه پای ته رسولي  او اوس د تېزس په ليکلو په بوخت دی. نوموړی وايي، په نږدې وخت کې بیا- بیا د کابل عامه کتابتون ته ورغلی، خو په خبره یې هلته يوازې د ټولنيزو علومو پخواني کتابونه وو، خو د طب، ساينس او نورو علومو برخه کې هېڅ کتاب نه و موجود. Читать дальше...

د اسلام اباد پولیسو د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر او د بشري حقونو وکیله ایمان مزارۍ نیولي دي

Mashaalradio.com 

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ ادریس پښتین د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د علي وزیر تر څنګ د غورځنګ شپږ نور مخکښه غړي هم نیول شوي دي. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د مزارۍ ګرفتاري "غندلې" ده.



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Актерское агентство Киноактер. Актерское агентство в Москве.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России


Андрей Рублёв

Теннисисты Рублев и Медведев вышли в четвертьфинал «Мастерса» в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Tyson Fury vs Oleksandr Usyk undercard: Who is fighting on huge Saudi bill?



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России