د افغان د خبریالانو مرکز د ایراني رسنیو په حواله خبر ورکړی، چې د افغانستان د نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم، عکاس محمد حسین ولایتي د طالبانو له لوري ممنوعالخروج اعلان شوی او له افغانستانه وتو ته نه پرېښودل کیږي.
محمدحسین ولایتي، چې د اسد په ۲۸مه د طالبانو له خوا د کابل په هوایی ډګر کې له کوم څرګند دلیل پرته نیول شوی و، د تېرې جمعې په شپه بېرته خوشې او په کابل کې د ایران سفارت ته وسپارل شو.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو اوعدالت غوښتنې کمېټې مشرې سمیه ولیزاده ازادي راډیو ته وویل، چې د ښاغلي... Читать дальше...
په پکتیا ولایت کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټۍ نېږدې ۹،۰۰۰ کسان په لنډمهالي کار ګومارلي دي. هغه کسان د خپلو سیمو په ویالو، کارېزونو او سربندونو کې کار کوي او کمېټۍ ورته یوازې یو ځل ۱۰۰ امریکايي ډالره تنخا ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي او اقتصاد یې خراب شوی دی چې له کبله یې بې کاري زیاته شوې ده. ویډیويي رپورټ.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بلخ، بامیان، پنجشېر، پروان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو، تالنده او برېښنا او سېلابونو د راتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
د دغه رياست د وړاندوينې له مخې، د يادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې به په ټولیز ډول د اورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
دغې ادارې د هېواد په مرکزي، شمال لوېديځ، لوېديځ او سوېل لوېديځو ولايتونو کې د سختو بادونو د را الوتو د احتمال خبر هم ورکړى دى.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن پر ډېنګي تبې او عمومي صحي مسلو غږېدلي یو. ډېنګي تبه یوه وایرسي ناروغي ده چې د یوه ځانګړي ډول ماشي له چیچلو خپرېږي. د خپرونې په لومړۍ برخه کې د دې ناروغۍ پر خپرېدو، علاماتو، تشخیص او ورڅخه د ځان ساتلو په اړه اورئ او په دویمه برخه کې پر عمومي روغتیايي ستونزو ستاسې پوښتنې درځوابوو. بشپړه خپرونه واورئ.
د بشري حقونو فعالان وایي، داسې عملي بیلګې یې پیدا کړي، چې ښيي د روسیې دفاع وزارت د روسیې د تابعیت په بدل کې د منځنۍ اسیا کډوال پوځي لیکو ته جذبوي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، په روسیه کې مېشت د منځنۍ اسیا تابعیت لرونکي او بې تابعیته کډوال دا مهال د روسیې لپاره د پوځي خدمتونو يو مهم هدف ګرځیدلی دی.
د بشري حقونو فعالې تاتیانا کوتلیار له ( 7x7) تلګرام چېنل سره په مرکه کې ویلي، چې په روسیه کې پنځو کډوالو له هغې سره پوځي لیکو ته د مجبورولو په اړه خبرې کړې دي.
د تاتیانا په خبره، دغې ډله... Читать дальше...
په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.
د پاکستان د کرکټ بورډ په خپلو ټولنیزو پاڼو تاييد کړې چې افغان ملي لوبډله نن غرمه مهال یاد هېواد ته رسېدلې او په سختو امنیتي تدابیرو کې له هوايي ډګره هوټل ته لېږدول شوې ده.
د افغانستان ملي لوبډلې په سریلانکا کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ درې د صفر پر وړاندې یاد هېواد ته وبایلله.
تر یادې لوبلړۍ وروسته د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې اسیا جام سیالیو ته د اګست په ۲۷مه نېټه ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه... Читать дальше...
د بشري حقونو څار بنسټ د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار ویلي چې له تعلیمي او کاری چاپېریال وروسته اوس نو 'بند امیر' ته د ښځو پر تګ د طالبانو د بندیز له امله ښځې له طبيعت او ټولنې محوه شوي او کورونه د ښځو لپاره په واقعي زندانونو بدل شوي.
مرسلین ارسلا پر همدې موضوع له لیکوالې او مدنې فعالې اوږۍ امېل سره مرکه کړی او لومړی یې ترې دا پوښتلي چې د طالبانو حکومت لهخوا وروستیو محدودیتونو پر ښځو د ژوند کړۍ څومره راتنګه کړې؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
د افغانستان د اولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا یا کافا په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.
اټکل کېده، چې د ایران تر ماتولو وروسته به افغانستان په یادو سیالیو کې د سرو زرو او یا هم د سپینو زرو مډال ګټي، خو د دې لیګ په وروستۍ سیالۍ کې یې له ازبکستان هېواد څخه ۳ د صفر پر وړاندې ماتې وخوړه او د برونزو مډال ته ورسېدل.
یاد شوی لیګ له تېرو دوو اوونیو راهیسې په تاجکستان کې پیل شوی و، چې افغانستان په کې ۴ لوبې ترسره کړې، دوه یې وګټلې او دوه یې وبایللې.
افغان لوبډلې خپله لومړۍ سیالۍ له... Читать дальше...
د اسټرالیا د بیګ بیش لیګ په ټولنیزو پاڼو کې خبر خپور شوی چې راشدخان به د سږ کال په سیالیو کې ګډون کوي.
وروسته له هغې، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو په زده کړو، دندو او نورو فعالیتونو محدودیتونه ولګول، د اسټرالیا کرکټ ادارې وویل، چې د حکومت په خوښه یې پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د درې یو وځنیو سیالیو لوبلړۍ ونه لوبوي.
ټاکل شوې وه، چې د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي.
له دغه اعلان څخه وروسته، د افغانستان چټک توپ اچونکي نوین الحق اعلان... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان په افغان نجونو او ښځو د طالبانو نوي بندیز ته په اشارې د افغانستان هر کور له زندان سره تشبیه کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت هغې پرېکړې ته سخت غبرګون ښودلی چې نجونې او ښځې یې 'بند امیر ملي پارک' ته له تلو منع کړي.
هغې تېره شپه په خپله ایکس شبکه یا پخوانۍ ټویټر پاڼه کې لیکلي: "طالبان چې له زدهکړو، کار او سفر کولو د نجونو او ښځو په را ګرځولو نهدي قانع شوي، غواړي اوس پارکونه، لوبغالي... Читать дальше...
د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د دوشنبې په ورځ د ماشومانو د ګوزڼ يا پولیو ضد واکسین دوهم پړاو پیل شو.
د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین لومړی پړاو د تېرې پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېد.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین دوهم پړاو پیل شوی دی.
ياد سازمان تېره ورځ پر خپل ايکس يا پخواني ټوېټر شبکه 'د پولیو څخه پاک افغانستان' ویبپاڼې په حواله، له خلکو غوښتي چې د واکسین کوونکو سره مرسته وکړي ترڅو دوی ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين کړي. Читать дальше...
د ایران د عامې روغتیا وزارت او د ملګرو ملتونو د وګړو ادارې په ایران کې د افغان نرسانو او قابلو د روزنې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه د دغې هوکړه خبر خپور کړی دی.
معلومه نه ده چې څه شمېر افغان نرسان او قابلې په ایران کې اوسېږي، خو د افغانستان شاوخوا ۷ میلیونه وګړي دا مهال کډوال دي چې ډېره برخه یې ایران او پاکستان کې مېشت دي.
ایراني چارواکي داسې مهال افغان نرسانو او قابلو ته د روزنې امکانات برابروي چې د ازادي راډیو د... Читать дальше...
په تاجکستان کې تر زورور ورښت او توپان وروسته سېلابونو لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي دي.
د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو کمېټې نن د اګست په ۲۸مه ویلي چې دغه تلفات د پلازمېنې دوشنبې په وحدت او رودکي ولسوالیو کې اوښتي دي.
چارواکو ویلي چې سېلابونو په دغو سیمو کې لارې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د چارواکو په حواله لیکلي چې د تاجکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې خبرداری لا په خپل ځای دی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د مسکو د یوې سیمې پر فضا یې تېره شپه دوه بېپیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړې یې دي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د دغه وزارت په حواله ویلي چې دفاعي ځواکونو یې دواړه الوتکې په بریانسک سیمه کې نسکورې کړي چې چاته یې زیان نه دی اړولی.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د شپې په مخه د مسکو د دوو هوایي ډګرونو فعالیتونه هم د شاوخوا یوه ساعت لپاره ځنډېدلي وو.
روسي چارواکي دغه بېپیلوټه الوتکې د اوکراین د پوځ اړوندې ګڼي، خو اوکرایني چارواکي په دې اړه ښکاره څه نه وایي.
بل لور... Читать дальше...
د فلسطین په غزه کې یوې ښځې د میاو په نامه داسې چایخانه جوړه کړې ده چې خلک پکې له پیشوګانو سره لوبې هم کولای شي. هغه وايي، موخه یې دا ده چې خلک اګاه شي او په کورونو کې حیواناتو ته پام وکړي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په بیان کې زیاته شوې چې وزیراعظم له اړوندو ادارو څخه د هغو چارواکو معلومات وغوښتل چې سرکار ورته وړیا برېښنا ورکوي او امر یې وکړ چې د وزیراعظم په کور او دفتر کې دې هم د بجلۍ استعمال کم شي.
فرانسه په پام کې لري چې په دولتي ښوونځیو کې پر عباية جامو بندیز ولګوي.
د دې هېواد د پوهنې وزیر جبرییل عطل پرون یکشنبې وویل چې دغه جامې چې یو شمېر مسلمانې ښځې یې اغوندي، د فرانسې د پوهنې په اړه د سکولاریزم له سخت قانون سره په ټکر کې دي.
هغه د فرانسې 'ټي ایف1' تلوېزیون ته وویل چې نور به په ښوونځیو کې د عباية جامو اغوستل امکان ونه لري.
هغه زیاته کړه، دی مخکې له دې چې راتلونکې میاشت زده کوونکي بېرته ټولګیو ستانه شي، په ملي کچه مقررات چمتو کړي.
د نوموړي په خبره سیکولاریزم د ازادۍ یعنې د ښوونځي له لارې د ځان د خلاصون په معنی دی. Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال تر اولس کلنو کمعمره لوبډلې د مرکزي اسیا جام سیالیو درېیم مقام وګاټه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوتبال ټیم د کافا جام سیالیو درېیمه لوبه ازبکستان ته درې د صفر پر وړاندې بایلوده او درېیم یې ځای یې خپل کړ.
تاجکستان د دې سیالیو اتلولي خپله کړه او ازبکستان دوهم مقام وګاټه.
په دې سیالیو کې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې یې کوربنه وه، د افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ټیمونو ګډون کړی و.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وایي، فساد له خیانت سره پرته کېدای شي او دی به له پارلمانه وغواړي چې د هغو کسانو لپاره سزا زیاته کړي چې د جګړې په دوره کې د فساد په تور محاکمه کېږي.
هغه پرون یکشنبې په یوه تلوېزیوني مرکه کې چې په خپل ټیلګرام چینل کې یې خپره کړې ویلي، دی به له پارلمانه وغواړي چې د وړاندیزونو پر اساس یې د یوه قانون پر تصویبولو کار پیل کړي.
هغه زیاته کړه پر فساد تورن کسان باید مجازات شي ځکه اوکرایني ټولنه د ده په خبره د ډیموکراسۍ پر لور پرمختګ کوي او دې ته اړتیا ده چې سیستمونه د فساد مخه ونیسي.
واشنګټن ټایمز:
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د کابل په هوایي ډګر کې د دوه کاله مخکې مرګونې حملې یاد ته په پام اړولی.
په دې حمله کې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته وشوه، نږدې ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.
په مطلب کې راغلي چې د امریکا د استازیو جرګې جمهوريپال مشر کیوین مککارټي امر کړی و چې دغو سرتېرو ته د درناوي په پار دې د کانګرس پر ودانۍ بیرغونه نیم ځوړند وي.
مککارټي په ټولنیزه شبکه ایکس کې چې پخوا ټویټر نومېده، لیکلي چې دوه کاله مخکې مو په غمجنه پېښه کې ۱۳ زړور سرتېري له لاسه ورکړل. Читать дальше...
د افغانستان بانک چې د طالبانو په کنټرول کې دی تېرو لسو ورځو کې یې ۴۲ میلیون ډالره لیلام کړي دي.
دغه بانک وروستی وار پرون یکشنبه ۱۴ میلیون ډالره پلور ته وړاندې کړي وو.
د راپورونو له مخې د افغانستان بانک له خوا د ډالرو په دې لیلام سره د پيسو د تبادلو په مارکېټونو کې د افغانیو ارزښت لوړ شوی.
پرون د شهزاده سرای د اعلامیې له مخې یو ډالر په څه باندې ۸۱ افغانۍ '۸۱ افغانۍ او ۴۰ پوله' تبادله کېده چې دا د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ډالرو په وړاندې د افغانیو تر ټولو ښه بیه ګڼل کېږي.
د ۲۰۲۱ کال... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بېنیټ وايي، په جرمني کې یې له یو شمېر افغان مدني فعالانو سره د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحث وکړ.
دا ډیالوګ د اروپایی ټولنې له خوا تنظیم شوی وو.
بېنیټ پرون په خپل پخواني ایکس پاڼه چې پخوا ټوېټر نومېده لیکلي چې خبرې په جرمني کې د افغانانو پر وضعیت، د یوه فعال په توګه د دوی لومړیتوب او د افغانستان په اړه د نړیوالې تګلارې په اړه څرخېدې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي همداراز وویل چې د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې... Читать дальше...
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، په جولای میاشت کې یې له پنځه نیم میلیونو زیاتو افغانانو ته خوراکي او نغدي مرستې رسولي دي.
په افغانستان کې د ډبلیو اف پي د پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، د خوراکي توکو په ګډون دا مرستې هغو خلکو ته رسېدلي چې مرستو ته یې سخته اړتیا وه او هم وروستیو سېلابونو ځپلي وو.
د خوړو نړیوال پروګرام په مرستو کې ۹ میلیونه ډالره نغدي مرسته او ۳۵۰۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي شامل وو چې په ټول افغانستان کې پر اړمنو کسانو وویشل شوه.
د ملګرو ملتونو د... Читать дальше...
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین به نن د شمال په پنځو ولايتونو او په سویل کې په يو ولايت کې پيل شي.
د کمپاین دغه پړاو به په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او همدارنګه ارزګان ولایتونو کې پیل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان پرون په ایکس یا ټویټر اکاونټ کې له پولیو د پاک افغانستان د شعار په ټینګار سره لیکلي چې خلک باید له واکسیناتوران سره مرسته وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.
تر دې مخکې د دغه کمپاین په لومړي پړاو کې چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شو، له دغو... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي را روانه سپټمبر میاشت د خپل هېواد لپاره د برلاسۍ وړاندوینه کړې.
زیلنسکي دغه څرګندونې دغه هېواد ته د مهمو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه د اوکراین د لوېدیځو متحدینو له مهمو پرېکړو وروسته کړي.
زیلینسکي وویل: "یوه متحد نړۍ د هر بریدګر څخه قوي ده. د سپتمبر په میاشت کې به ډېر اتحاد رامنځته شي."
اخوا اوکرایني ځواکونو د روسیې وروستي هوايي بریدونه په شا تمبولي دي.
د اوکراین هوايي ځواک په خپل ټیلیګرام اکاونټ کې ویلي چې دوی د شنبې او یکشنبې په شپه په ټول هېواد... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России