Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 27.08.2023

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د متخصصو ډاکترانو له کمښته شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د متخصصو ډاکترانو له کموالي څخه شکایت کوي. د دغه ولایت د لرو او نږدې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په روغتیايي مرکزونو کې د ډاکترانو له کمښت سره مخ دي او د ټولو ناروغیو لپاره متخصص ډاکتران نه لري، چې له امله يې سمه درملنه نه کېږي. نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

بې‌وزلي؛ اوچا: ۱۸ میلیونه اړو افغانانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د محدودو منابعو له امله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ځینو برخو کې ۱۸ میلیونه اړو کسانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي او ۳.۴ میلیونه نور اړمنو کسانو د دې مرستو نیمایي هغه ترلاسه کړې دي. اوچا د یکشنبې په ورځ 'په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او جون تر منځ د بشري مرستو د پلان تطبیق' په نوم یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې په دې ۶ میاشتو کې په ۸۵۰ میلیونه ډالرو چې له ۲۰۲۲ کال څخه انتقال شوي وو او د نوې بودیجې په ۷۱۲ میلیونه ډالرو چې په ۲۰۲۳ کال کې تر لاسه کړي، اتکا کړې ده. Читать дальше...

'بند امیر' ته د ښځو پر تګ د طالبانو بندیز غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ د طالبانو له‌خوا بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر تګ د بندیز په اړه غبرګون ښودلی دی. نوموړي د یکشنبې په ورځ په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي: "مهرباني وکړئ یو څوک روښانه کړئ چې ولې بند امیر ته د مېرمنو په تللو بندیز د شریعت او د افغانستان د کلتور د رعایتولو لپاره اړین دی؟" یو شمېر مېرمنې هم د طالبانو حکومت د دې اقدام په غبرګون کې ادعا کوي چې د طالبانو له‌خوا دا بندیزونه د 'ښځو د ځپنې' تر ټولو وروستی حد ښيي. د... Читать дальше...



د 'حورا سادات' تر وژنې وروسته ځينې یوټیوبرانې خپل ژوند او امنیت ته اندېښمنې دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ځوانې يوټيوبرې حورا سادات له مرموزې وژنې وروسته په افغانستان کې یو شمېر ښځینه یوټیوب کارکوونکې وايي چې د خپل ژوند په اړه اندېښمنې دي. یوه یوټیوبره له هغو محدودو ښځو څخه ده چې په دې ورځو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په یوټیوب ټولنیزه شبکه کې فعاليت لري. هغې چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله یې په راپور کې نوم واخيستل شي وايي چې د يوټيوب د يوې ښځينه کارکوونکې حورا سادات وژنې هغه وېرولې او د ژوند د خونديتوب په اړه يې اندېښمنه کړې ده. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "هره مېرمن چې... Читать дальше...

ایران: عبداللهیان له متقي سره د حقابې او یو شمېر نور مسایلو په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو وزیر امیر عبداللهیان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان مقتي سره په ټیلفوني خبرو کې د حقابې او یو شمېر نور اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلامیه چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې دا په کې نه دي ویل شوي چې عبداللهیان له متقي سره کله ټیلفوني خبرې کړي او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د دې راپور تر خپرېدو څه نه دي ويلي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې د عبداللهیان له قوله لیکل شوي چې نوموړي د امیرخان... Читать дальше...

کابل کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو دوهمه کالیزه؛ ځینو جمهوري غوښتونکو له افغانستانه وتل ناکام وبلل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په کانګرس کې یو شمېر جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د وتلو په بهیر کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو د دوهمې کالیزې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ناکام بللي دي. د امریکا په کانګرس کې یو شمېر جمهوري غوښتونکو، د ولسمشر بایډن له ادارې غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو ځواب ورکړي. د امریکا د استازو جرګې مشر او د بایډن د ادارې یو سر سخت منتقد 'کیون مککارتي' په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د اتلانو... Читать дальше...

کرکټ؛ د اسیا جام لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ نن د اسیا جام سیالیو لپاره خپله ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه. ټاکل شوې چې د اسیا جام سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه په پاکستان کې پیل شي. د افغانستان په اعلان شوې لوبډله کې حشمت الله شهیدي، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، اکرام علیخېل، راشدخان، ګلبدین نایب، کریم جنت، عبدالرحمن رحماني، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، نور احمد، سلیم ساپی او فضل حق فاروقي شامل دي. د افغانستان ملي لوبډلې په خپلو وروستیو سیالیو کې درې د صفر پر... Читать дальше...

افغانستان کې د غالیو ځینې تولیدونکې: د تېرو کلونو په پرتله مو توليد کم شوی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د غاليو توليدونکې مېرمنې وايي، د تېرو کلونو په پرتله يې توليد کم شوی دی. پشتون امیري د لاسي صنايعو او غالۍ اوبدلو شرکت لري. هغه وايي، مخکې ورسره ډېری مېرمنو کار کاوه، خو دا چې اوس د دوی توليد کم شوی، هغوى يې رخصت کړي او اوس په کورونو کې ناستې دي. نوموړې ازادي راډيو سره خبرو کې دا هم وويل چې، د خامو موادو د بيو لوړوالي د غاليو د توليد کچه کمه کړې او د خلکو اقتصادي ستونزو بيا د افغاني غاليو مارکېټ کمرنګه کړی دی. هغه وايي: "د غاليو کار او بازار په دې کلونو کې ډېر زيات خراب شوی،... Читать дальше...



د پوتین له اشپزۍ د ملېشې تر مشرۍ: د اېوګېني پرېګوژېن ژوند ته کتنه

Mashaalradio.com 

د روسیې د پلټنو کمېټۍ د اګست پر ۲۳مه د الوتکې پرېوتو په پېښه کې د واګنر ملېشې د مشر اېوګېني پرېګوژېن مړینه تایید کړې ده. کمېټۍ د اګست پر ۲۷مه وویل چې د شخصي جېټ الوتکې پرېوتو په پېښه کې یې د ۱۰ واړه وژل شویو کسانو پېژندګلوي کړې چې د مساپرو له هغه لېسټ سره سم دی چې چارواکو مخکې اعلان کړی وو. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اګست پر ۲۴مه د اېوګېني پرېګوژېن او نورو وژل شویو کسانو له کورنۍ سره خواخوږي وښوده. خو پر دې سربېره د روسیې چارواکو په پېښه کې د ۶۲ کلن پرېګوژېن مړینه نه... Читать дальше...

د ایران د اټومي انرژۍ مشر: د یورانیمو پخولو ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشرمحمد اسلامي وایي، د ایران د یورانیمو د غني کولو بهیر د هغه چوکاټ له مخې دوام لري چې د دې هېواد پارلمان ټاکلی دی. نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبې د هغو راپورونو په اړه، چې وایي تهران د یورانیمو د تر شپېته سلنې پخول ورو کړي، د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسلامي وویل چې زموږ د یورانیمو غني کول دوام لري، خو د هغه ستراتیژیک چوکاټ پراساس چې قانون یې پارلمان تصویب کړی دی. امریکایۍ والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د روانې میاشتې په پیل کې وویل... Читать дальше...

له بې کیفیته درملو شکایت؛ حسنا: د درملو بکس کې چونه او واړه مېخونه وو

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان وايي، درمل بې کیفیته دي، او ناروغان یې پرې نه ښه کېږي. د کابل ښار اوسېدونکې مرسل ازادي راډیو ته وویل، له همدې امله خپل رنځور زوی ته درمل له ګاونديو هیوادونو راغواړي. نوموړې وایي: "زویک مې ناروغ دی، هره میاشت وینه اخلي، د وینې سرطان لري،کوم درمل چې زه له پاکستانه اخلم هغه پرې تاثیر کوي، خو له افغانستانه یې چې اخلم تاثیر نه کوي.ځکه چې د هغه ځای د درملو کیفیت ښه دی، دلته بې کیفیته راوړي." یو بل اړوند راپور: له بې کیفیته درملو د افغانانو شکایت؛ ايمل: مور مې په اتو نسخو درملو... Читать дальше...

کراچۍ کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره مظاهره شوې ده

Mashaalradio.com 

د سيند نګران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د ماړيپور یو لوړپوړي پولیس چارواکي فيضان علي د اګست ۲۶مې پر ماخوستن مشال راډيو ته وويل چې مظاهرچیانو د کراچۍ بندر ته تلونکی سړک تړلی وو نو ځکه پولیس ورغلل چې لاره پرانیزي.

د امنیت شورا راپور ته غبرګون؛ مجاهد: د داعش وړتیاوې مو له منځه وړي او فعالیت یې صفر ته نږدې شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو، د وړتیاوو زیاتوالي، د وسلو پراختیا او د شلو ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور رد کړ. د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د جمعې په ورځ په نړۍ؛ په ځانګړي ډول په افغانستان او عراق کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه ځانګړې غونډه وکړه. په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف امنیت شورا ته خپل راپور کې وویل، په افغانستان کې د داعش ډلې وړتیاوې، فعالیتونه او بریدونه ډېر شوي دي. په دې راپور کې په افغانستان... Читать дальше...

امریکايي عدالت یو پاکستاني ته له داعش سره د مرستې د هڅو په تور د ۱۸ کلونو بند سزا اورولې ده

Mashaalradio.com 

د امریکا د عدلیې وزارت د اګست پر ۲۵ پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د عدالتي اسنادو له مخې، ۳۱ کلن محمد مسعود په پاکستان کې د طب ډاکټر وو او پخوا یې د مېنېسوټا ایالت په راچسټر ښار کې په یو کلېنېک کې د څېړنو د همغږي کوونکي په توګه کار کاوه او په امریکا کې په کاري ویزه اوسېده.

د افغانستان د فوټبال لوبډلې غړي تاجکستان ته لاړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تر۲۳ کلونو لاندی عمرونو د فوتبال ملي ټیم د اسیاجام ته د لارموندنې د سیالیو په هدف د تمرینونو لپاره تاجکستان ته ولاړ. د افغانستان د فوتبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې کښلي، چې د هیواد د ملي ټیم غړي به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې په یوه تمریني کمپ کې له ګډون وروسته، په سپټمبرمیاشت کې د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته ولاړشي او د ۲۰۲۴ کال اسیایي جام ته د لارموندنې په سیالیو کې به ګډون وکړي. د دې فدراسیون په وینا، د افغانستان د فوتبال د تر۲۳ کلونو کمعمره ټیم به راتلونکې اونۍ د... Читать дальше...

متقي ایراني پلاوي ته؛ بشپړ امنیت مو تامین او داعش وسله وال مو له منځه وړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې امیرخان متقي او د ایران د پارلمان پلاوي، د امنیتي مسولو، له مخدره موادو سره د مبارزې، د سرحدونو د ساتنې او سوداګرۍ پرموضوعاتو خبرې وکړې. د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په ټولنیزه شبکه اېکس کې چې پخوا ټویټرنومیده، نن لیکلي چې ښاغلي متقي د ایران د پارلمان نهه کسیزپلاوي ته چې نن کابل ته رسیدلی، ویلي چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره په دې هیواد کې بشپړامنیت ټینګ شوی او د هغه په وینا د طالبانو ځواکونه توانیدلي چې د داعش وسله وال له منځه یوسي. Читать дальше...

اوکراین او روسیې د یو بل د کروز میزایلو او بې پيلوټه الوتکو د له منځه وړلو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین هوایي ځواکونه وایي، چې د روسیې څلورکروز ډوله میزایل یې له مینځه وړي دي. دا په داسې حال کې، چې کییف تېره شپه په ټول هېواد کې د هوایي عملیاتو د خطرخبرداری ورکړی و. دغو ځواکونو پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي، چې دغه میزاییل چې له ستراتیژیکي بم غورځونکو الوتکو څخه د کییف پرلورتوغول شوي وو، د کییف د پوځي ادارې د مشر سیرهي پوپکو په وینا، څلور واړه له منځه وړل شوي دي. د دغو میزایلو له امله د احتمالي زیانونونو راپورونه نه دي ورکړل شوي. په عین حال کې، د روسیې دفاع وزارت نن وویل چې تیره شپه یې... Читать дальше...

خوست کې د ملګرو ملتونو په مرسته د بیارغونې پروژې روانې دي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د طالبانو د حکومت د ښاروالۍ چارواکي وايي، هلته د ملګرو ملتونو په مرسته د بیارغونې ۱۷ پروژې روانې دي چې پکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. دوی وايي، په هره پروژه د څه د پاسه یو لک امریکايي ډالرو لګښت راځي. دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي او اقتصاد یې خراب شوی دی چې له کبله یې بې کاري زیاته شوې ده. ویډیويي رپورټ.

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د برېښنا بیو په اړه بیړنۍ غونډه ورغوښتې ده

Mashaalradio.com 

د اګست ۲۷مې بیړنۍ غونډه پر داسې مهال کېږي چې په تېرو ورځو کې د بجلۍ لوړو بیو پر ضد د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې شوې دي او په ځینو ځایونو کې خو خلکو احتجاجاً بېلونه هم سوځولي دي.


Музыкальные новости
Анастасия Ивлеева

Анастасия Ивлеева удалила из Instagram все фотографии и видеоролики





Rss.plus
Культура

В Ульяновской области объявили победителей зонального этапа фестиваля-конкурса «Культура – это мы»




Фестиваль ретроавтомобилей прошел в Пущине

Акция «Бессмертный полк в автобусах» началась в Котельниках

Акция «День добрых дел» прошла в Лобне

Юрист Билялова рассказала, что грозит за не поданную до 2 мая декларацию о доходах




زانګو د بټګرام او شانګله د يوه کلي د خلکو بهر ته تګ يوازينۍ وسيله ده

Mashaalradio.com 

د شانګلې او بټګرام د يوه کلي ترمینځ د سيند پر سر زانګو (چېیر لېفټ) د تګ راتګ لپاره استعمالوونکې وايي چې بهر ته تلو لارې نه شته او یوازې زانګو يې د تګ راتګ مهمه وسيله ده. د بټګرام په الايي سيمه کې د اګست پر ۲۲مه په زانګو (چېیر لېفټ) کې د سکول زده کوونکو د بند پاتې کېدو تر پېښې وروسته د خيبر پښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې د زانګوګانو پر استعمال بنديز لګولی دی. ویډیويي رپورټ.

د تهران محکمې له امریکا څخه د ۳۳۰ میلیون ډالره تاوان غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ایران قضايي اداره وایي، د تهران یوې محکمې حکم صادر کړی، چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت باید د هغې کودتا له امله د رامنځ ته شویو زیانونو په خاطر ۳۳۰ ملیون ډالره تاوان ورکړي، چې دغه هېواد په ۱۹۸۰ کال کې د ایران د نوي تاسیس شوي اسلامي جمهوریت پر ضد پلان کړې وه. د فرنسپرس خبري اژانس د راپورله مخې، په ۱۹۷۹ کې د اسلامي انقلاب له بریالي کیدو یو کال وروسته چې د امریکا ملاتړی شاهي نظام یې نسکورکړی و، یوې ډلې چې اکثره یې افسران وو، هڅه وکړه چې نوي حکومت نسکورکړي. د ایران دولتي اژانس ایرنا وویل، چې... Читать дальше...

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت: هېڅ هېواد د خپلو نېمایي وګړو(ښځو) له منزوي کولو سره پرمختګ نه شي کولای

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وایي، متحده ایالات د افغان ښځو د هغو هڅو ملاتړکوي، چې د خپل ژوند په ټولو برخو کې یې د فعال ګډون لپاره مخ ته وړي. د امریکا سفارت په خپله اېکس پاڼه کې، چې پخوا ټویټرنومیده، دغه څرګندونې د اګست د ۲۶ د امریکا په اساسي قانون کې د تعدیل د کلیزې په مناسبت کړي. دغه سفارت ویلي دي، چې امریکا د ۱۹۲۰ کال په همدې ورځ په اساسي قانون کې نولسم تعدیل راووست، چې له مخې یې ښځو ته له څولسیزو مبارزې وروسته د رایې ورکولو حق خوندي کړ. د امریکا سفارت ویلي، موږ نن د ښځو د برابرۍ په... Читать дальше...

نرندرا مودي فضا ته د هند د استولې بېړۍ نوم اعلان کړ

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم نرندرا مودي وایي، د چاندرایان ۳ په نوم فضایي بیړۍ به چې د سپوږمۍ پرسطح کښیناستلې، “ شیوشاکتي” ونومول شي چې د هندوانود خدای شیوا د ځواک معنی لري. مودي پرون په بنګلورکې د هند په فضایي ادارې ISRO کې کارکوونکو ته په یوه غونډه کې وویل: " موږهغه کارکړی چې هېڅ هېواد نه وکړی. دا نوی هند، نه ډاریدونکی او متعهد هند دی." د هند د چاندرایان فضایي بیړۍ، د تېرې چهارشنبې په ورخ د نوي ډیلي په وخت د ماښام په شپږو بجو د سپوږمۍ پرجنوبي قطب کې راکوزه شوه. له دې مخکې د هند ورته هڅه په ۲۰۱۹ کال کې ناکامه شوې وه.

افغاني سره میاشت: د بدخشان سلګونه کونډو سره مو نغدي مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه، په بدخشان کې له سلګونو کونډو سره د نغدي مرستې خبر ورکوي. دې ټولنې په خپلې ټولنیزې شبکې اېکس پاڼه کې چې پخوا ټویټرنومیده لیکلي، چې پرون شنبې یې د بدخشان په مرکزفیض آباد او د دې ولایت په پنځو ولسوالیو، وردوج، شهدا، جرم، بهارک او ارګو کې له هغو کونډو سره چې سرپرست نه لري، د ټولټال پنځه ملیونه او یولک افغانیو نغدي مرسته کړې ده. د دې ټولنې په وینا، هرې کونډې ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د اړمنو او بې سرپرسته وګړو لاسنیوی د دې ټولنې یواصلي هدف دی.

افغانستان بانک نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک نن یکشنبې ۱۴ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري. د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر اژانس د راپورله مخې، دغه بانک دغه اقدام د افغانۍ د ارزښت د لاپیاوړتیا په هدف کوي. تېره اونۍ هم د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي وو. په داسې حال کې، چې د پاکستان په ګډون د افغانستان د یو شمېرګاونډیانو د ملي پیسو یا کرنسۍ ارزښت په تېره د ډالر پر وړاندې په دې وروستیو کې ډیررا لویدلی، افغانۍ لا پیاوړې شوې او پرون د کابل په شهزاده سراۍ کې ۸۲ افغانۍ د یوه ډالر پر وړاندې تبادله کیدې.



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Баста: «Я ходил в компьютерные клубы в Ростове. Любимый боец в MK – Шан Цунг»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева


WTA

Андреева обыграла Паолини и вышла в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Панда Катюша вышла в уличный вольер Московского зоопарка



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России