Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 24.08.2023

د روسېې ولسمشر د واګنر ډلې د مشر کورنۍ ته تسلیت ویلی

Pa.azadiradio.com 

د روسېې ولسمشر ولادمیر پوتین په روسیه کې د واګنر ډلې د یوې الوتکې له لوېدو وروسته په لومړنۍ تبصره کې د واګنر ډلې د مشر یفګیني پریګوژین کورنۍ ته تسلیت ویلی دی. پوتین د تسلیت په دغه پيغام کې پریګوژین یو با استعداده شخص یاد کړی دی. هغه الوتکه چې پریګوژین یې لېږدوه پرون له مسکو نه سن پیترزبورګ ته پر لاره ولوېده چې لس تنه په کې ووژل شول.

د بغلان- سمنګان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بغلان- سمنګان پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۴ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي. د محلي سرچینو د معلوماتو له مخې پېښه د پنجشنبې په ورځ ماسپښین شوې ده. پېښه د یوه موټر د چپه کېدو له کبله شوې چې په وژل شویو کې یې درې ښځې او یو نارینه شامل دی. پېښه د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ له کبله شوې ده. بل لور ته په نورستان کې هم نن یوې ترافیکي پېښې یو تن وژل او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د ایران قضایه قوې یوځل بیا د حکومت مخالفانو ته خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ایران قضایه قوې یوځل بیا د حکومت مخالفانو ته خبرداری ورکړی چې له لاریونونو ډډه وکړي. دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې راتلونکې میاشت د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژلو یو کال پوره کېږي، هغه پېښه چې تېر کال یې ایران او له ایرانه بهر د ګڼو خلکو اعتراضونه وپارول. ۲۲ کلنه مهسا امیني تېر کال د حجاب نه مراعاتولو په تور د پولیسو له خوا ونیول شوه، شکنجه شوه او وروسته ېې په روغتون کې سا ورکړه. د ایران د قضایه قوې مرستیال صادق رحیمي نن پنجشنبه خبریالانو ته ویلي، د ایران استخباراتي او امنیتي ادارې په منظم ډول احتمالي اعتراضونه څاري.



د پوتین له اشپزۍ د یوې خصوصي اردو تر مشري

Pa.azadiradio.com 

یوګیني پریګوژین چې په روسیه کې یې د وسله وال پاڅون مشري کوله، احتمالاً د ۶۲ کلنۍ په عمر په یوه هوايي حادثه کې مړ شوی دی. دا پېښه له پاڅون دوه میاشتې وروسته شوې ده. پریګوژین کلونه کلونه د شوروي په زندان کې تیر کړل. صفي الله ستانکزي په دغه مفصل رپوټ کې د پرګوژین د ژوند په اړه ژوره کتنه کړې ده.

د بازار نشتوالی او لوړې مالیې؛ ساپی: په ننګرهار کې ۲۵۰ هوټلونه تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د هوټلونو او رسټورانټونو ټولنه وايي، د بازار د نشتوالي، لوړو مالیو او نورو بېلابېلو ستونزو له امله په دې ولایت کې سلګونه هوټلونه او رسټورانټونه تړل شوي دي. د ننګرهار د هوټلونو د ټولنې مسوولان وايي، د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۶۸۰ وړو او لویو هوټلونو له ډلې ۲۵۰ یې تړل شوي دي. د دغه ټولنې رییس احمدشاه ساپي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هوټلونه او رسټورانټونه د لوړې مالیې، د لوحو د ټکسونو او د بازار له نشتوالي له امله تړل شوي او یو شمېر نور یې هم د تړلو له ګواښ سره مخ دي. Читать дальше...

خيال ګل نسيم وايي نوې سندرې یې ځکه نه راځي چې د ثبت پیسې نه لري

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی سندرغاړی خيال ګل نسيم دی. د ده پلرنی ټاټوبی د صوابۍ "پرمولي" کلی دی خو د موسيقۍ د زده کړې لپاره شاوخوا ۱۷ کاله وړاندې د چارسدې اتمانزیو ته کډه شوی وو او له خپلې کورنۍ سره اوس هم هلته اوسي. نسيم يوشمېر غزلونه او ولسي سندرې ويلې دي خو په وروستيو کلونو کې يې نوې سندره نه ده خپره کړې. دی زياتوي، نوي کمپوزونه يې تيار کړي، خو په سټوډيو کې يې د ثبتولو پيسې نه لري. د خيال ګل نسيم دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

د افغانستان ازادۍ جبهې د کابل په شمال کې د دوو طالبانو د وژلو ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ازادۍ جبهې غړي ادعا کوي چې د کابل په شمال کې یې د طالبانو د حکومت دوه وسله‌وال ځواکونه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. دغې جبهې پر ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه چریکي برید تېره شپه یوه نیمه بجه د کابل-پروان په دروازه کې د طالبانو پر وسله‌والو ځواکونو شوی دی. دغه دروازه د شمالي قره باغ اړوند ده. د طالبانو د حکومت سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. سیمې ته د خپلواکو سرچینو د نه لاسرسي له کبله ازادي راډیو دا ادعا نه شي تاییدولی.

کابل کې یوټیوبره 'حورا سادات' په مرموز ډول وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

ځوانه یوټیوبره حورا سادات د دوشنبې په ورځ په کابل کې په مرموزډول وژل شوې ده. د کندز ولایت اوسېدونکې او ځوانه یوټیوبره حورا سادات، چې په بېلابېلو یوټیوب چینلونو کې یې کار کاوه په مرموز ډول په کابل کې وژل شوې ده. د حورا سادات کورنۍ، همکاران او د طالبانو د حکومت امنیې قومندان په کابل کې د حورا سادات وژنه تاییدوي. د حورا سادات ورور چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د چهار شنبې په ورځ یې د حورا سادات همکار ارشاد فرهنمد ته ویلي چې خور یې د دوشنبې په ورځ وژل شوې ده. Читать дальше...



هندیان سپوږمۍ ته د فضايي بېړۍ رسېدل لمانځي

Mashaalradio.com 

د هند اوسېدونکي وايي، د چندریان – ۳ په نوم د هغه فضايي ماموریت بریا خوشاله کړي دي چې د اګست پر ۲۳مه یې بېړۍ د سپوږمۍ پر سطحې ښکته شوه. هند په دې ډول لومړی هېواد شو چې د سپوږمۍ پر جنوبي قطب یې خلايي جهاز ښکته کړ. د هندیانو د غبرګون په اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د بریکس ډله د غړو هېوادونو شمېر ډېروي

Pa.azadiradio.com 

د بریکس ډله د غړو هېوادونو شمېر ډېروي. د جنوبي افریقا ولسمشر ماتامېلا رامافوسا نن اعلان کړی چې د نړۍ له نویو غوړیدلو اقتصادونو جوړ بریکس سازمان راتلونکی کال په رسمي ډول د ایران په ګډون شپږ نور هېوادونه خپله اډانه کې ځایوي. بریکس دا مهال پنځه غړي لري چې جنوبي افریقا، برازیل، روسیه، چین او هند دي. دا پرمختګ وروسته تر دې کېږي چې د بریکس مشرانو په جهانسبورګ کې له خپلې غونډې وروسته نویو غړو ته شرایط اعلان کړل. پر ایران سربېره به راتلونکی کال سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر، اتوپیا او ارجنټاین له بریکس سازمان سره یوځای شي.

د بودیجې کمښت؛ ډبلیو ایچ او: افغانستان کې ۳۳ روغتونونه تړل کېدو ته نږدې شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۳۳ روغتونونه د بودیجې د کمښت له امله تړل کېدو ته نږدې شوي. دې سازمان د جولای میاشتې په راپور کې چې نن د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې له خوا خپور شوی ویلي چې دا ۳۳ روغتونونه ۹ میلیونه خلکو ته روغتیايي خدمتونه برابروي. په راپور کې د دغه روغتونونو په اړه نور معلومات چې په کومو ولایتونو کې موضعیت لري، بودیجه یې د طالبانو حکومت ورکوي او که نړیواله ټولنه نه دي ورکول شوي، خو د روغتونونو د تړل کېدو ترڅنګ په افغانستان کې د شدید اسهال او ډینګي تبې... Читать дальше...

ملګرو ملتونو د زده کړو لپاره د افغان نجونو پر سفر بندیز زړه ماتوونکی عمل وباله

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان، د طالبانو له‌خوا متحده عربي اماراتو ته د زده کړو لپاره د نجونو پر تګ بندیز زړه ماتوونکی عمل بولي او پر طالبانو غږ کوي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ خپلې ژمنې عملي کړي او نجونو ته زده کړو ته د لاسرسي اجازه ورکړي. د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي د ویاند مرستیالې فلورنسیا سوتو نینو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو محرومیت نه یوازې هغوی، بلکې ټول افغانستان اغېزمنوي. د نينو په وينا، زده کړو ته لاسرسی د ښځو او نجونو د بشري حقونو یوه... Читать дальше...

نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وايي د ترهګرۍ ضد نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي

Mashaalradio.com 

انوار الحق کاکړ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ادعا وکړه چې د اګست پر ۲۲مه یې په بر جنوبي وزیرستان کې ۱۸ پوځيان وژلي دي. خو پوځ ویلي چې پر قافله یې په برید کې د وژل شويو سرتېرو شمېر شپږ دی. البته امنیتي چارواکو مشال رېډیو ته ویلي ول چې په پېښه کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

پنجاب کې د سېلاب له خطره یو لک کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان په پنجاب کې چارواکو د تېرو درو اوونیو پر مهال د ستلج په سیند کې اوبو سطحې لوړېدو له کبله یو لک کسان خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي. د سیند شاوخوا یوشمېر کلي له خلکو خالي شوي او اوبو فصلونو ته زیان اړولی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

کرکټ؛ افغانستان د پاکستان پر وړاندې په دوهمې سیالۍ کې لومړی توپوهنه کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پر وړاندې په دوهمې یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. سیالي به د کابل پر وخت دوه نیمې بجې پیل شي. په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان په ۱۱کسیزه لوبډله کې رحمت شاه او عظمت الله عمرزی د ټپونو له امله نه لوبېږي. د یادو لوبغاړو پر ځای ریاض حسن او شاهدالله کمال غوره شوي دي. پاکستان بیا په خپلې لوبډلې کې کوم بدلون نه دی راوستی. د ویلو ده چې د دې لوبلړۍ لومړنۍ سیالۍ پاکستان د ۱۴۲ منډو په توپیر ګټلې وه.

طالبانو د 'حورا سادات' په نوم د یوې یوټیوبرې وژنه تایید کړه

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکو په کابل کې د حورا سادات په نوم د یوې یوټیوبرې وژنه تایید کړه. د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه چې پخوا ټوېټر نومېده نن ویلي چې حورا سادات درې ورځې مخکې د کابل ښار اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې په قتل رسېدلې. ځدراڼ ویلي چې پولیسو د څېړنو پر مهال د دې قتل په تور د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نیولي. د حورا سادات د وژنې انګېزه او جزییات لا نه دي روښانه. په یوټیوب کې د حورا سادات کورنۍ ته یو منسوب غږیز کلیپ کې تور لګول شوی چې د حورا سادات ځینو نږدې خورلڼو هغې ته زهر ورکړي وو او روغتون ته په رسېدو سره یې ساه ورکړه. Читать дальше...

افغانستان کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ د کندهار یو اوسېدونکی: غله د وسلو په زور له خلکو پيسې او وسايط اخلي

Pa.azadiradio.com 

د پلازمېنې کابل او بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې په دې وروستیو کې جنايي پېښې ډېرې شوي. پاچاخان مبارز د کابل په ۱۲مه امنيتي حوزه کې ژوند کوي. هغه وايي، څو ورځې وړاندې غلو یې له کوره موټر غلا کړ. نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "نږدې څه وخت مخکې زموږ د دوستانو له جملې څخه مېلمانه راغلي وو، بدبختانه چې دلته امنيتي وضعيتونه داسې د ډاډ وړ نه‌دي، د کور نه د شپې، غله راغلي وو، موټر يې وويست، خو دا ده چې په دغو غلو باندې موږ خبر نه‌شولو، موږ بيده وو او موټر يې زموږ له کور څخه ويستلی... Читать дальше...

کرکټ؛ افغانستان او پاکستان دوهمه یو ورځنۍ لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او پاکستان نن خپله دوهمه نړیواله یو ورځنۍ کرکټ لوبه کوي. لوبه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې ده او تمه ده چې د افغانستان په وخت د ماسپيښین په دوو بجو پیل شي. افغانستان په اولنۍ لوبه کې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د ۲۰۲ منډو هدف په پوره کولو کې پاتې راغی او ټوله لوبډله په ۵۹ منډو وسوځېده. د افغان لوبډلې کپټان حشمت الله شهیدي په بېټېنګ یا توپوهنه کې د خپلې لوبډلې تېروتنې منلې وې او ویل یې چې هیله‌من دی په دوهمه لوبه کې لوبغاړي ښه وځلېږي.


Музыкальные новости
Певец

Певцу Денису Майданову стало плохо на репетиции праздничного концерта





Rss.plus
Арцах

Героическое участие армян в СВО. Часть третья




Щедрое лето от OUTRIGGER

На выставке «Россия» прошло шествие под лозунгом «Май! Труд крут!»

В России после переизбрания Путина началась широкомасштабная зачистка чиновников. Аресты идут один за другим

В Москве попрощались с народной артисткой РСФСР Зоей Зелинской




په دوبۍ کې پښتانه مسافر مزدوران په څه حال دي؟

Mashaalradio.com 

په دوبۍ کې مزدوري کوونکی د قبايلي سيمې يو ځوان وايي خپل هغه ماشوم یې ډير يادېږي چې نوموړي د تګ په وخت په زانګو کې پرېښی وو. د هغه په خبره زوی یې اوس ۲ کلن دی خو دی یې ليدو ته ځکه نه شي ورتللی چې لا یې هم کور ته د تګ لپاره ډېرې پیسې نه دي جمع کړي. ځيني داسې مزدوران هم شته چې په متحده عرب اماراتو کې یې له ۲۰ کلونو زیات تېر او ځوانۍ یې په مسافرۍ کې زړې کړې دي. دوی وايي که په وطن کې یې امن واي، روزګارونه به زیات وو او څوک به مسافرۍ ته نه مجبورېدل. په دې ويډيو کې ګورئ چې په لکونو پښتانه په اماراتو کې... Читать дальше...

افغاني سرې مياشتې ټولنې ۱۴ په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره معرفي کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې پرون چهارشنبې یې د سوري زړه په رنځ اخته ۱۴ نور ماشومان د عملیاتو او درملنې لپاره په پلازمېنه کابل کې یوه روغتون ته ور وپېژندل. دې ټولنې په خپله ایکس پاڼه کې چې پخوا ټویټر نومېده د دې خبر ترڅنګ په یوه خپره کړې ویډیو کې د یوه پلار چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته خپل کوچنی ماشوم یې له شبرغانه له ځان سره د دې ټولنې دفتر ته وړی خبرې هم خپرې کړې چې وایي، د خپل ماشوم د درملنې وس یې نه درلود. هغه ویلي: "دغه مرسته چې سره میاشت یې له موږ سره، له خلکو سره کوي، واقعاً یو ښه... Читать дальше...

ډبلیو ایچ او: ښايي ۸۷۵ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' وایي چې په افغانستان کې به ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي که د مخنیوي لپاره یې لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي. د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګې په خپله ایکس پاڼه کې چې پخوا ټویټر نومېده، د دې خبرداري ترڅنګ دغه راز ویلي چې په دې هېواد کې په زرګونو ماشومان او د هغوی کورنۍ هره ورځ د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي او ژوند په سختۍ تېروي. د روغتیا نړیوال سازمان له دې مخکې د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې د خپلو... Читать дальше...

داعش په کابل کې د تېرې دوشنبې د ورځې د برید مسوولیت ومانه

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي دولت ډلې داعش د خراسان څانګې په ټیلګرام چینل کې په کابل کې د دوشنبې د ورځې د برید مسوولیت واخیست. د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکو ویلي وو چې په دغه چاودنه کې چې د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې پر یوه زرنج ډوله موټرسایکل کې د نښلول شوي ماین له امله شوې، دوه تنه وژل شوي او یو لاروی ټپي شوی. د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې له دې مخکې هم د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

مېل انلاین: طالبانو د خپلو ژمنو خلاف پر نجونو او ښځو سخت محدودیتونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: مېل انلاین ورځپاڼې، د طالبانو له‌خوا د زدوه کړو لپاره د یو شمېر نجونو سفر ته د اجازې نه ورکولو موضوع ته په پام اړولی ده. په یوه راپور کې چې دې ورځپاڼې خپور کړې ویل شوي چې دغو نجونو ته د لوړو زده کړو بورسونه د خلف احمد الحبتور په نوم د متحده عربي اماراتو یوه میلیاردر د دوبۍ د پوهنتون په همکاری ورکړي وو. د راپور له مخې الحبتور خواشیني څرګنده کړې چې طالبانو هغه سل نجونې چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ له کابل څخه دوبۍ ته لاړې شي، نه دي پریښي چې سفر وکړي. هغه د طالبانو له چارواکو... Читать дальше...

طالبانو د 'شمس عمري' په نوم افغان خبریال بېرته خوشې کړی

Pa.azadiradio.com 

د شمس عمري په نوم افغان خبریال چې لس ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو په کندهار کې نیولی و، بېرته خوشې شوی دی. د هغه ورور نصرت عمري چې خپله هم محلي خبریال دی ازادي راډیو ته دا خبر تایید کړ. هغه وویل: "خوشبختانه چې هغه پرون چهارشنبه کابل کې له زندانه ازاد شوی، هیله ده چې نن سهار یا نن پنجشنبه به دی کندهار ته، خپل کور او فامیل ته راورسېږي." د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې په یوه بیان کې د شمس عمري د خوشې کېدو هر کلی کړی دی. د طالبانو حکومت یوه اوونۍ وړاندي د شمس عمري په شمول درې خبریالان... Читать дальше...



Москва

Операция "Кольцо" 33 года спустя: Государственный терроризм на территории Республики Армения


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

"Вальс Победы" покажет Театр Ульгэр в честь Дня Победы, Россия, Культура Дети, Концерт




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


WTA

Россиянка Андреева стала рекордсменкой на турнирах WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Сергей Брановицкий

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России