Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 12.08.2023

مثلث: د اسلام اباد او افغان طالبانو اړیکي څرنګه دي؟

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني سیاسي چارواکي له نژدې یوه کال راهیسې په کابل کې واکمن طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې مخه نه نیسي او دا ترهګر په پاکستان کې بریدونه کوي. افغان طالبان دا تور ردوي، خو په وروستیو کې د پاکستان پوځي چارواکو هم ورته تورونه پورې کړې دي. دلته په دې خپرونه کې په دې اړه بحث لیدلی شئ

ازادۍ جبهې په کابل کې د برید او ۵ طالبانو د وژلو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت یوه مخالفه ډله "د ازادۍ جبهه" د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند په پل سرخ سیمه کې له طالبانو سره د نښتې او پکې د ۵ طالبانو د وژلو او ۲ نورو د ټپي کیدو ادعا لري. د طالبانو د حکومت د امنیتي بنسټونو ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه. د پل سرخ د سیمې یو تن اوسیدونکی چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ،ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د دې پېښې پخلى وکړ. نوموړي وویل:"تېره شپه ۸:۲۳ دقیقې وې او موږ ډوډۍ خوړله، د چاودنې غږ مو واورېد، درې... Читать дальше...

د طالبانو خلاف د افغان ښځو اعتراضونه؛ کابل کې ورسره تاوتریخوالی هم شوی

Pa.azadiradio.com 

په کابل، تالقان او د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې نن یوشمېر افغان ښځو د طالبانو پرضد اعتراضونه وکړل.  په کابل کې اعتراض کوونکو ازادي راډیو ته وویل، چې له دوی سره د طالبانو امنیتي کسانو بد چلند وکړ او اجازه یې ورنه کړه چې خپل اعتراض ترسره کړي. په تخار او اسلام اباد کې بیا دا اعتراضونه ترسره شول.  د طالبانو د بیا واکمنۍ د دویم کال د پوره کیدو په درشل کې دې میرمنو پر نړیوالو غږ وکړ، چې پر طالبانو فشار راولي چې د دوی بشري حقونه ورکړي.   له ننه درې ورځې وروسته د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ دوه کاله پوره کیږي.



د طالبانو حکومت: د ۵ مېرمنو په ګډون ۱۶ بهرنیان راسره بندیان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د زندانونو مسوولان وایي، چې په بندیخانو کې ورسره شپاړس بهرنیان هم بندیان دي.   دطالبانو د زندانونو د چارو د سمون د ادارې چارواکو نن ملت ته د حساب ورکولو د پروګرام په ترڅ کې وویل، چې په دغو شپاړسو بهرنیو بندیانو کې پنځه میرمنې دي.  د طالبانو په وینا، د افغانستان په زندانونو کې د ټولو بندیانو شمیر شپاړس زرو ته رسیږي چې یو زر یوسل او څلور نوي پکې میرمنې دي.  طالبانو نه دي ویلي، چې په بهرنیو زندانیانو کې د کومو هېوادو اتباع شامل دي.

د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ اسټرالیا او انګلستان نیمه پایلوبې ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال د نړیوالو جام د سیالیو په لړ کې نن د استرلیا او انګلستان لوبډلې نیمه پایلوبې ته ورسیدې.  استرالیا له فرانسې سره په ټاکلي وخت کې صفر – صفر مساوي شوه بیا یې په پنلټي فرانسې ته شکست ورکړ.  په بله لوبه کې انګلستان په کولمبا دوه ګولونه او کولمبیا یو ګول وکړ.  تر استرالیا او انګلستان مخکې پرون اسپانیا او سویډن نیمه پایلوبې ته وتلي وو.  دا نړیوال جام د جولای په شلمه د استرالیا او نیوزیلنډ په کوربتوب پيل شوی ، چې پایلوبه به یې د اګسټ په شلمه ترسره شي.

یوه نړیواله څېړنیزه اداره: ملکیانو سره د طالبانو د تاوتریخوالي تر زرو زیاتې پېښې مو ثبت کړي

Pa.azadiradio.com 

د وسله والو شخړو د ځای او پیښو د معلوماتو د پروژې بنسټ (ACLED) او د افغانستان د سولې د څار سازمان د جمعې په ورځ د " دوه کاله ځپل: په افغانستان کې د ملکي وګړو په نښه کولو لپاره د طالبانو د تاوتریخوالي ترسیمولو"  په نوم راپور کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملکي وګړو پر وړاندې ترسره شوی تاوتریخوالی څېړلی دی.  په دې راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۶مې د روان کال د جون تر ۳۰مې د تاوتریخوالي ۱۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.  په دغه راپور کې ویل شوي چې څلور ډلې، د پخواني نظام دولتي او امنیتي چارواکي،... Читать дальше...

د طالبانو د حکومت د دوه کلنۍ په مناسبت د ښځو لاریون

Pa.azadiradio.com 

دا لاریون نن د اګسټ په ۱۲مه په کابل کې پلان شوی و، چې د تنظیمونکو په وینا یې، طالبانو تاوتریخوالی ورسره کړی. نن په تخار کې هم د طالبانو خلاف ښځو اعتراض کړی او له نړیوالو یې غوښتي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د خبریالانو یو شمېر نړیوال بنسټونه: طالبانو د افغانستان رسنۍ یرغمل کړي،خبریالان فزیکي ګواښونو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو نړیوال فدراسیون ( ای ایف جي) وايي، په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو څپه د رسنیو لږ پاتې ازادي هم تر پښو لاندې کوي. ( ای ایف جي) پرون د اګست په يولسمه په خپله ویب پاڼه کې په دې تړاو په یوې خپرې شوې اعلامیه کې، په افغانستان کې د خبریالانو د ناڅاپي نیونو په اړه چې په کندوز، ننګرهار او پکتیا کې تر سره شوي؛ ژوره اندېښنه څرګنده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو د یو شمېر ملاتړو بنسټونو په حواله، په پکتیا کې د اریانا ټلویزیون خبریال حبیب الله سراب، په ننګرهار کې د کلید راډیو د... Читать дальше...



د طالبانو د حکومت د دویمې کلیزې په مناسبت د افغان ښځو اعتراضونه؛ کابل کې ورسره تاوتریخوالی شوی

Pa.azadiradio.com 

په پلازمینه کابل کې د معترضو میرمنو یوه ډله وايي، دوی پتیلې وه چې نن شنبه پر افغانستان د طالبانو د واک د دوه کلنې مودې په غبرګون کې اعتراض وکړي، خو ادعا کوي چې طالبانو له دوی سره تاوتریخوالی کړی دی. په کابل کې یوې معترضې مېرمنې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزه له امله يې نوم په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو یې د اعتراض مخه ونیوله. دغې مېرمنې وویل:"نن ټاکل شوې وه چې موږ خپل اعتراض وکړو د شهر نو او قلعه فتح الله په سیمه کې، حالت ډېر خراب وو، دا چې موږ د خپل اعتراض ځای بدل کړو... Читать дальше...

د امریکا په یوه ځنګل کې د اورلګیدو د مړو شمېر ۸۰ تنو ته لوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتونو د هاوایي ایالت په ماوي ځنګل کې د اورلګیدنې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۸۰ تنو ته لوړ شو. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ماوي چارواکو دا ارقام د جمعې په ورځ اعلان کړي دي. د لاهینا سیمې زیاتره اوسیدنکي له خپلو کورونو وتلي دي. د چارواکو په خبره، څه باندې څلوارلس سوه تنه اضطراري پناه ځایونو ته تخلیه شوي دي. د هاوايي چارواکو ویلي، هڅه کوي معلومه کړي چې په دې سیمه کې اور څنګه په چټکۍ خپور شو.  دا اور لګیدنه د هاوایی په تاریخ کې ترټولو مرګونی طبیعي ناروین ګڼل کېږي. Читать дальше...

د افغان خبریال کیسه؛ نصرت شهاب ولې پېښور کې کباړ ټولوي؟

Pa.azadiradio.com 

افغان خبریال نصرت الله شهاب د پېښور په کوڅو کې کباړ ټولوي. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د اقتصادي ستونزو له امله پاکستان ته راغی چې کوم  ښه کار به مخه ورکړي، خو په خبره یې، کیسه یې کباړ ټولولو ته ورسېده. شهاب وايي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدونو ورسته پېښور ته راغلی دی. له نوموړي سره زمونږ همکاره ثنا کاکړ غږېدلې او دا راپور یې پرې چمتو کړی دی. راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

اسټرالیا د ښځینه فوټبال نړیوال جام فاینل ته لاره ومونده

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال د نړیوالو جام د سیالیو په لړ کې نن د استرلیا لوبډلې، فرانسې ته په ماتې ورکولو سره فاینل ته ووته. د استرالیا او فرانسه لوبه د پنالټي شوټونو وروسته ۷ د ۶ پر وړاندې د استرالیا په ګټه پای ته ورسیده.    تمه ده چې د انګلستان او کولمبیا تر منځ سیالۍ په څو ساعتونو کې پیل شي.    د نن ورځي ګټونکې لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.    د جمعې ورځې په لوبو کې اسپانیا او هالنډ نیمه پایلوبې ته وتلې وې.    د ښځینه فوټبال نړیوالو جام د استرالیا او نیوزیلند په ګډکوربتوب د جولای میاشتې په شلمه پیل او د اګست تر به شلمې دوام کوي.

د ځوانانو نړیواله ورځ؛ پروین: افغانستان پنجره شوی، ساه اخېستل پکې ستونزمن شوي

Pa.azadiradio.com 

نن شنبه د اګست ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د دې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دی به له ځوانانو سره د ښې راتلونکې لپاره کار وکړي. هغه زیاته کړې، چې د ځوانانو تر څنګ ولاړ دی او د ټولو لپاره به د یوې هوسا، برابرې او انعطاف وړ راتلونکې لپاره کار ته دوام ورکوي. په ورته وخت کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې یو شمېر ځوانان وايي چې کاري فرصتونه، فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه له دوی څخه اخیستل شوي دي. يو تن مدني فعال جان احمد وليزاده... Читать дальше...

د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ اسټرالیا او فرانسه نن په منځ لوبه کې لوبیږي

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال په نړیوال جام کې په منځلوبو یا کوارټر فاینل کې نن استرالیا او فرانسه د لوبې میدان ته وځي.  د دې خبر د خپریدو تر شېبې هیڅ لوبډلې ګول نه دی وهلی.    تمه ده، چې د انګلستان او کولمبیا تر منځ سیالۍ په څو ساعتونو کې پیل شي.  د نن ورځې ګټونکې لوبډلې به پایلوبې ته ووځي.  د جمعې ورځې په لوبو کې اسپانیا او هالنډ نیمه پایلوبې ته وتلي وو.  د ښځینه فوټبال نړیوالو جام د استرالیا او نیوزیلند په کوربتوب د جولای میاشتې په شلمه پیل او د اګست تر شلمې دوام کوي.

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ نن یوه ۷۳ کلنه ښځه هم وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو ویلي، پر اوکراین د روسیې د نن سهار (شنبې) په بریدونو کې یوه ۷۳ کلنه میرمن او یو پولیس وژل شوي دي.  رویترز خبري اژانس د خارکیف د والي اوله سنیهوبوف له قوله ویلي، دا زړه ښځه پر هستوګنه د روسیې په برید کې وژل شوې ده.  د رویترز د راپور پر بنسټ، د اوکرایین د کورنیو چاور وزیر ایهور کلیمنکو پر خپل ټیلګرام لیکلي، د زاپوریژیا په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۱۲ تنه نور د څلورو پولیسو په ګډون ټپیان شوي دي.  هغه ویلي، روسانو له یوه هدایت شوي هوايي بم څخه کار اخیستی دی.  د رویترز اژانس... Читать дальше...

امریکا: استانې ناستې د ټول ګډونه، متحد، خپلواک، باثباته او پر ځان بسیا افغانستان ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي په استانه کې د C5+1 هیوادونو یا قرغیزستان ، قزاقستان،تاجکستان، ترکمنستان، ازبیکستان او امریکا ځانګړو استازو د تېرې اونۍ په غونډه کې ټینګار کړی چې سیمه او نړیواله ټولنه اړ ده، چې د داسې یو موټي، باثباته، خپلواک، او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ وکړي چې ترهګري پکې نه وي،د ښځو او نجونو په ګډون په کې د ټولو حقونه خوندي وي او د خپل ځان په ګډون له ګاونډیو سره په سوله کې وي. طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونونو... Читать дальше...

د اډوکېټ حکمت الله مسید د خوشي کولو لپاره احتجاج وشو

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د تښتول شوي اډوکېټ حکمت الله مسید د خوشي کولو لپاره احتجاج شوی دی.‌ د اګست پر ۱۱مه د شوي احتجاج ګډونوالو د کراچۍ او حیدراباد ترمنیځ غځیدلی تر ټولو لوي سړک تر څلورو ساعتونو تړلی وو. وروسته احتجاج کوونکو او پولیسو ترمینځ تر مذاکراتو وروسته پرلتوالو احتجاج د یوې ورځې لپاره وځنډاوه. تفصیل په دې ویډیو کې واورئ

سوریه: د داعش د وروستي برید د تلفاتو شمېر ۳۳ تنو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې نن ویلي، د سوریې پر حکومتي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې یا داعش په برید کې ۳۳ سرتیري وژل شوي دي.  د فرانس پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډلې، له دې وړاندې د  وژل شویو سرتیرو شمیر ۲۶ تنه اعلان کړی و. راپور وايي، د سوریې د حکومت د سرتیرو پر یو بس د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد په ختیځ کې د دیرالزور په ولایت کې برید وشو چې مسولیت يې داعش ومانه.  د سوریي د بشري حقونو  د څارونکې ډلې په خبره، دا په روان کال کې د سوریي پر حکومتي سرتیرو د داعش تر ټولو مرګونی برید دی.


Музыкальные новости
Антонина Арталевская

звезды шоу-бизнеса посетили весеннюю неделю моды estet fashion week





Rss.plus
ЦСКА

ЦСКА уступил "Балтике" в 26-м туре чемпионата России




Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая

Россиянам рассказали, для чего перед Пасхой готовят четверговую соль

Самара попала в топ-10 городов, где делают самую вкусную шаурму

Кравцов: не удивлюсь, если бой Бетербиева и Бивола завершится нокаутом




امریکا: د هاوایي په ماوي ځنګل کې اور لګیدو ۶۷ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د متحده ایالاتو د هاوايي ایالت په ماوي ځنګل کې د اور لګیدو له کبله د ژول شویو کسانو شمیر ۶۷ ته پورته شو.  د پلټونکو ټیم پرون، هغه مهال دا ارقام اعلام کړل چې د لاهینا په کنډوالو کې يې پلټنه کوله.  د هاوايي چارواکو ویلي، هڅه کوي معلومه کړي چې په دې تاریخي سیمه کې اور څنګه په چټکۍ خپور شو.  دا اور لګیدنه د هاوایی په تاریخ کې ترټولو مرګونی طبیعي ناروین ګڼل کېږي.  له دې وړاندې په دې سیمه کې تر ټولو بده پېښه د ۱۹۶۰ م کال د څونامي وه چې له کبله یې ۶۱ تنه مړه شوی وو.

د هلمند بزګران: وچکالۍ پر مالي زیانونو سربېره عصبي ناروغۍ راته پيدا کړي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند  ولایت بزګران وايي، وروستیو وچکالیو یې د عایداتو سرچینې له منځه وړي، ځمکې یې شاړې پاتې اوباغونه یې د وچیدو له ګواښ سره مخ دي.  د دغه ولایت بزګران او ځايي اوسیدونکې، وچکالي د خطر زنګ یادوي او وايي، که حالات دغه ډول دوام وکړي نو په افغانستان کې به فقر نورهم زیات شي. په دې اړه له هلمنده زموږ د همکار راپور واورئ او دا لېنک پرانېزئ:

نن د ځوانانو نړیواله ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

نن د اګسټ دوولسمه د ځوانانو نړیواله ورځ ده.  د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیوګوتریش د دې ورځې په مناسبت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په ټوله نړۍ کې ځوانان د هغو مسایلو په اړه غږ پورته کوي چې د دوی نسل ته مهم دي.   هغه زیاته کړې، دی له ځوانانو سره درېږي او د سوکاله، مساوي او انعطاف وړ راتلونکي لپاره کار کولو ته دوام ورکوي.  د ځوانانو نړیواله ورځ داسې مهال راځي چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته،په افغانستان کې ګڼ شمېر ځوانان د بېلابېلو لاملونو له مخې وطن پرېښودو ته اړ شوي.  تر خوا... Читать дальше...

امريكا د افغانستان په اړه د استانې غونډې نور جزییات اعلان کړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په استانه کې د جولای په ۲۷مه د C5+1 ځانګړې غونډې پر مهال د یوه ټول شموله، متحد، خپلواک، با ثباته او د ځان بسیا افغانستان په جوړېدو خبرې اترې شوي.  له دې غونډې د دوو اوونیو تېرېدو وروسته، د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان او د امریکا په ګډه اعلامیه چې پرون د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویب‌پاڼه خپره کړې لیکل شوي، غونډه کې په یوه داسې افغانستان ټینګار شوی چې له ترهګرۍ څخه پاک وي، د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو خلکو... Читать дальше...

فیفا نه د امریکا د کانګرس غوښتنه؛ د تبعیدو افغان ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژنئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس د فوټبال/ساکر کمېټې جمهوري پالو او ډموکراټو غړو له فیفا غوښتي چې په تبعید کې د افغانستان د ښځینه وو د فوټبال ملي ټيم په رسمیت وپېژني څو د طالبانو تر کنټرول لاندې د هرې ایسارې ښځې او نجلۍ استازیتوب وکړي. جمهوري غوښتونکو استازیو ډان بيکن او درین لاهود او ډموکراټو غړیو کټي کسټور او ریک لارسین د جمعې په ورځ فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشرتابه ته د افغان ښځینه وو ملي ټیم په اړه لیک استولی دی. په لیک کې د افغان ښځو د فوټبال د ملي ټیم د رسمیت پيژندلو په ټینګار سره دغو امریکایي... Читать дальше...



Москва

Первый в России электромобиль Tesla Cybertruck заметили на Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

После резкого поста о Надежде Стрелец мама Тимати вступила в дискуссию с подписчиками и неожиданно упомянула Ксению Собчак




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России