Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 11.08.2023

د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو انلاین کمپاین؛ " فیفا دې زموږ لوبډله په رسمیت وپېژني"

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له خوا د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د دغې لوبډلې له خوا  انلاین ولسي کمپاین پیل شوی.  د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله چې دا مهال له هېواده بهر فعالیت کوي وايي، غواړي د ښځو په نړیوال جام کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي، خو د دوی په وینا فیفا په وار وار د دوی د لوبې د حق د رسمي پېژندنې غوښتنه له پامه غورځولې ده. د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې یوې بنسټ ایښودونکې خالدې پوپل ازادي راډيو ته وویل، چې د ولسي کمپاین له لارې... Читать дальше...

داعش ډله پاکستان او افغانستان ته څومره لوی خطر دی؟

Mashaalradio.com 

د داعش خراسان څانګې د باجوړ د ځانمرګي بريد پر دويمه ورځ په پښتو ژبه یو وړوکی کتاب خپور کړ چې ۹۲ پاڼې لري او پکې یې پر جمعيت علمای اسلام نيوکې کړې دي. په کتاب کې ليکل شوي چې د باجوړ بريد د هغو ګوندونو او سازمانونو د "مايوسۍ او سزا" ورکولو لپاره د يو تاکتيک په توګه پلان شوی وو



له یو کال زندان وروسته؛ طالبان ولې محمود حبیبي نه محاکمه کوي او نه له بنده خوشې کوي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغاني الاصله امریکايي او د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د ملکي هوایي چلند د ادارې د پخواني مشر، محمود شاه حبیبي د کورنۍ یو غړی وايي چې د طالبانو حکومت ښاغلی حبیبي په کابل کې د القاعده شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري په وژلو کې د لاس لرلو په تور نیولی دی. د ښاغلي حبیبي د کورنۍ دغه غړي، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم او اصلي غږ یې په راپور کې خپور شي، د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی حبیبي بې ګناه دی او په دې قضیه کې د هغه د ښکیلتیا اسناد او شواهد نشته. هغه وايي چې محمود... Читать дальше...

اسټرالیا کې د ۴ هېوادونو بحري تمرینونه پیل شوي دي

Mashaalradio.com 

د نړۍ څلورو هېوادونو اسټراليا، امريکا، جاپان او هند ډلې بحري ځواکونو په اسټرالیا کې تمرینونه پیل کړي دي. هغه هېوادونه د هند او ارام سمندرونو په سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره یوځای شوي دي. دا لومړی ځل دی چې بحري مشقونه په اسټرالیا کې کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

طالبانو یوه اونۍ کې ۵ خبریالان نیولي؛ ار اېس ایف: له دولسو ۸ زرو افغان خبریالانو دندې پرېښي

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، یوازې  په تېرې ورستۍ یوه اوونۍ د طالبانو حکومت پنځه خبریالان نیولي دي. د دغو بنسټونو په خبره، په پکتيا کې د اريانا تلويزيون سيمه ييز خبريال حبيب الله سراب، په ننګرهار کې د کليد راډيو د دفتر مسول فقير محمد فقيرزي، او د دغه رسنۍ خبریال جان اغا صالح او په کندوز کې د سلام وطندار راډيو سيمه ييز خبريال حسيب حساس هغه کسان دي چې د پنجشنبې ورځې راهیسې  نیول شوي دي. دغه شان  په غزني کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي اژانس خبریال سید وحدت الله ابدالي... Читать дальше...

د اوکراین پلازمېنه کې چاودنې؛ ښاروال: خلک دې له پناه ځایونو نه راوځي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یو وار بیا د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.  د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو د دغه ښار له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې په خپلو پناه­ځایونو کې پاتې وي.   د کییف دفاعي چارواکو ویلي، چې د دوی د هوايي مدافع دستګاه فعاله ده.   تر دې مخکې د اوکراین پوځ راپور ورکړی و، چې روسیې د کینژال راکټونو په ګډون پر کییف تر غږ چټک توغندي ویشتلي دي.   د کییف ښاروال ویلي، چې د یوه لګېدلي توغندي ټوټې د ماشومانو د یوه روغتون په انګړ کې لوېدلي او ځاني او مالي زیان یې نه دی... Читать дальше...

روسي محکمې د اوکراین جګړې په مخالفت تورن لیکوال ته برات ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په پرم ښار کې یوې محکمي لیکوال الکساندر نیکونوف ته برات ورکړی دی. د نیکونوف مدافع وکیل پرون وویل، محکمي دې روسيي لیکوال ته په ټولو لګیدلو تورونو کې برات ورکړ. ۸۲ کلن نیکونوف د روسیه د پوځ په بدناموالو هغه وخت تورن شو، چې په یو پارک کې یې د خپل کتاب د خرڅولو پر مهال یو کس سره د روسیې د پوځ په اړه خبرې وکړې. هغه کس چې نیکونوف ورسره خبرې کړې وې، پولیسو ته راپور ورکړ او ويې ویل چې لیکوال ده ته سپارښتنه وکړه چې د اوکرایین جګړې ته دې نه ځي، او پر ځای دې يې د اوکراین د جګړې په اړه د روسیې د سیاسي مخالفانو خبرو ته غوږ شي چې څه وايي. Читать дальше...



مایکروسافټ کمپني: د روسي کمپنیو د فعالیت جواز نه تمدیدوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سافټویر لوی کمپنۍ مایکروسافټ ویلي، د سپټمبر له ۳۰ مې ور اخو به د روسیي د کمپینیو د فعالیت جواز نوی نه کړي. دغې امریکايي کمپنۍ دا خبره د اګست په ۱۱ مه د روسیې ټیلکم ډیلي اژانس ته په یوه لیږلی لیک کې کړی ده. مایکروسافټ په روسیه کې خپل فعالیت د تیر ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې له کله چې روسیې پر اوکرایین غیر موجه یرغل وکړ، ودراوه. خو د هغوو تولیداتو خرڅلاو ته يې دوام ورکړ چې لا د مخه پلورل شوي وو.  په سل هاوو لویدیز کمپینیو پر اوکرایین د روسیه له یرغل وروسته په دې  هیواد کې خپل فعالیتونه درولي دي.

د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ اسپانیا او سویډن نېمه پایلوبې ته ووتل

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال په نړیوال جام کې اسپانیا او سویډن نیمه پایلوبې ته ورسېدل. اسپانیا نن د هالنډ لوبډلې ته دوه د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.  په بله لوبه کې سویډن جاپان ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړه.  سبا به د استرالیا او فرانسې، همداراز د انګلستان او کولمبیا ترمنځ مسابقې وشي.  استرالیا او نیوزیلنډ د ښځو د فوټبال د روان نړیوال جام کوربانه دي. دغه لوبې د جولای پر شلمه پيل شوي او د اګست په شلمه به یې پایلوبه ترسره شي.

د کابل " مرغ فروشۍ" کوڅه ولې سړه او بې خونده شوې؟

Pa.azadiradio.com 

د " مرغ فروشۍ" په کوڅه د کابل مشهوره تاریخي کوڅه، چې د سرو زرو او انتیکو توکیو پلورنځي یې لرل، نوره سړه ده. پخوا یې ګڼ بهرني نندارچیان او پېرودونکي لرل. اوسنی وضعیت یې په دې راپور کې ووینئ.

سپریم کورټ عدالتي پرېکړو ته د بیاکتنې قانون "غیر اییني" بللی دی

Mashaalradio.com 

د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د اګست پر ۱۲مه عدالتي فیصلو او امرونو ته د بیاکتنې قانون (ریویو اف ججمنټس اېنډ ارډرز ۲۰۲۳) په اړه په خپله فیصله کې ویلي دي چې دا ډول قانون هېڅ حیثیت نه لري او پارلېمان دا ډول قانون نه شي جوړولی.

د سوریې د ۲۳ سرتېرو وژل کیدل؛ داعش یې عامل ګڼل شوی

Pa.azadiradio.com 

په برېتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن جمعه ویلي، د سوریې په ختیځ کې د پوځ پر یوه بس موټر په حمله کې د سوریې د رژیم لږ تر لږه ۲۳ سرتېري وژل شوي دي. دغه حمله د داعش افراطي ډلې د غړو کار بلل شوی دی. د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د داعش غړو په دیرالزور کې پرون د سوریې د پوځ پر بس موټر حمله وکړه، ۲۳ سرتېري یې ووژل او تر لسو زیات نور یې ټپیان کړل.

ګورډن براون: له زده کړو د افغان نجونو محرومول لویه بشري سرغړونه ده

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن براون وايي، طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده. ښاغلی براون چې د برېتانیا د صدراعظم په توګه یې هم دنده ترسره کړې پرون د بي بي سي له راډیو۴ سره په مرکه کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د بشریت ضد له جنایت سره تشبېه کړی دی. د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له نړیوالې جزايي محکمې وغوښتل هغه کسان مجازات کړي، چې له بشري حقونو یې ظالمانه سرغړونه کړې ده. طالبانو پر... Читать дальше...

د امریکا د سولې انستیتوت: د طالبانو بندیزونه او د بشري مرستو کمیدل به افغانستان کې لوږه نوره هم زیاته کړي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستیتوت په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد له ناڅرګند وضعیت سره مخ دی او دې حالت په دې هیواد کې لوږه او بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا ډېره کړې ده. دې انستیتوت "د طالبانو له حکومت د دوو کلونو په تېرېدو، نوي ټکانونه د افغانستان اقتصاد کمزوری کوي." په نوم په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنار د کښت بندیز، د نړیوالو مرستو کمېدل او د ښځو په وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات به په دې هیواد کې د لوږې کچه لا پسې لوړه کړي. Читать дальше...

د خبریالانو د نیولو لړۍ؛ طالبانو یې له پرون راهیسې ۴ تنه نیولي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د دفاع بنسټونو ویلي، چې له پرون راهیسې د طالبانو له خوا لږ تر لږه ۴ خبریالان نیول شوي دي. د افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیه وايي، په پرله پسې ډول د خبریالانو د نیولو په تړاو ژوره اندېښنه لري. د دغې اتحادیې نن په یوه اعلامیه کې په پکتیا کې د اریانا تلویزون د مقطع­يي خبریال حبیب الله سراب او په ننګرهار کې د کلید راډیو د مسوول فقیر محمد فقیرزي او خبریال جان اغا صالح نیول کېدل د اندېښنې وړ موضوع بللې ده. دا درې واړه پرون نیول شوي دي. طالبانو د دوی د نیولو په اړه وضاحت نه دی ورکړی. Читать дальше...

پاکستان: سبا د شهباز شریف د سرپرست ځای ناستي د ټاکلو پریکړه کیږي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني رسنۍ وایي اټکل کیږي، چې د دغه هیواد د سرپرست صدراعظم د غوراوي لپاره به سبا پریکړه وشي.  د پاکستان ډان ورځپانې نن راپور ورکړ، چې صدراعظم شهباز شریف او په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر راجا ریاض بیا - بیا سره کتلي دي خو تر اوسه دوی د عمومي انتخاباتو په اړه څه نه دې ویلي.  د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د پارلمان تر منحل کیدو وروسته باید د نوي ورځو په ترڅ کې ټاکنې وشي.  د پاکستان پارلمان د چهارشنبې په ورځ خپله وروستۍ غونډه وکړه او په دې ډول د ایتلافي حکومت چارې پای ته ورسیدې، د نوي سرپرست تر ټاکلو به شهباز شریف د صدرات چارې مخته وړي.


Музыкальные новости
Анна Нетребко

В Швейцарии отменили выступление оперной певицы Анны Нетребко





Rss.plus
Россия

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга




Бизнес-центр самоперестроился // Московские власти против внезапно возникающих апартаментов

23-летняя девушка из Бобруйска пропала в Московской области.

Что спасет бездомного от самоубийства: мытарства Виталия

Акцию в поддержку животных из приютов провели в Химках




جوبایډن کانګرس ته؛ اوکراین ته ۱۳ میلیارده ډالره دفاعي بودیجه تصویب کړئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه وغوښتل، چې له اوکراین سره د دیارلس میلیارډه ډالرو دفاعي بودیجه تصویب کړي.  د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې، له اوکراین سره د روان کال تر پایه د بشري مرستو په برخه کې د نورو اته میلیارده ډالرو مرستو غوښتنه هم شوې ده.  د پروسږکال له فبروري راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین غیرموجه برید کړی دی، تر اوسه واشنګتن له دغه هیواد سره تر پنځه اویا میلیارډه ډالره ډیره مرسته کړې ده.

اسپانیا د ښځینه فوټبال د نړیوال جام نېمه پایلوبې ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال په نړیوال جام کې اسپانیا نیمه پایلوبې ته ورسیده. اسپانیا نن د هالنډ لوبډلې ته دوه د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.  د نن ورځې بله لوبه د جاپان او سویډن ترمنځ ده چې له دغو دو لوبډلو څخه به هم یوه نیمه پایلوبې ته لاره وکړي.  سبا به د استرالیا او فرانسې، همداراز د انګلستان او کولمبیا ترمنځ مسابقې وشي.  استرالیا او نیوزیلنډ د دې نړیوال جام کوربانه دي چې د جولای په شلمه پيل شوی دی او د اګست په شلمه به یې پایلوبه ترسره شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند: افغانستان سره د مرستو د مصرف کلکه څارنه کوو

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند وایي چې واشنګتن له افغانانو سره د مرستو کلکه څارنه کوي چې سم ځای ولګول شي. جان کربي دا خبرې پرون وروسته تر دې امریکا غږ ته وکړې، چې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مککال وویل، دا د غندنې وړ ده چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې د طالبانو په څير د ترهګرې ډلې جیبونه ډکوي. ښاغلي مککال د ولسمشر بایډن له حکومت څخه په دې برخه کې د وضاحت غوښتنه کړې ده. وروسته تر دې چې طالبانو د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې کابل ونیوه، د امریکا متحد... Читать дальше...

سيګار: افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی، خو د نیشه یي توکیو سوداګري روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره یا سيګار وايي چې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو سره -سره بیا هم د نشه يي موادو سوداګري دوام لري.  د سيګار په تازه راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د اندازې په اړه راپور او عمومي معلومات نشته، خو د دوو ولایتونو تخميني راپورونه ښيي، چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. د سيګار څېړنې ښيي، چې د کوکنارو د کښت منع کولو سره په افغانستان د کېمیاوي نشه يي موادو توليد او د سيمې هېوادونو ته د دې نشه يي موادو قاچاق ډېر شوی دی. Читать дальше...

افغان کډوال: ترکي ځواکونه مو د پښو لاسو تر ماتولو وهي؛ ملا برادر: چارواکو نه مې د ښه چلند غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې افغان پناه غوښتونکي وايي، د ترکیې له حکومته غواړي چې له دوی سره روان ناوړه چلند ختم کړای شي. دا شکایتونه په ځانګړي ډول هغه افغان پناه غوښتونکي کوي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د رسېدو په نیت ترکیې ته داخلېږي. په ترکیه کې یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:"دلته کډوال په ډېره وېره کې ژوند کوي. ازادانه تګ راتګ نه شي کولی، پولیس یې په میټرو، بسونو او حتی پر سړکونو دروي او پوښتنې- ګروېږنې ورنه کوي. دوی چې په شخصي کالیو کې ونیسي اخراجوي یي. Читать дальше...

نایجریا: د وسله والو بریدونو کې لږ ترلږه ۲۰ تنه ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د نایجریا پولیس وايي پرون په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۰ کسان هغه ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول، چې وسلوالو په پلاتو ایالت کې پر دوو کلیو حمله وکړه. د پلاتو د پولیسو ویاند الفرید الابو وویل، وسلوالو پرون پنج شنبه ۱۷ کسان په توګوام لاوورو کلي کې او ۳ نور په لایووک کلي کې ووژل. الابو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ډزو په نتیجه کې ځینې کسان ټپیان شوي دي.   هغه د کرارۍ غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې چې د دې پېښې عاملان به تر نیول کېدو وروسته مجازات کېږي.



Москва

Россия и Дети: театр кукол Ульгэр в Бурятии покажет концерт-представление "Вальс Победы"


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Во Владимире прозвучал симфонический оркестр Мариинского и Большого театров под руководством Валерия Гергиева




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

"Спартак" обыграл "Динамо" в полуфинале Пути регионов Кубка России


WTA

Россиянка Андреева стала рекордсменкой на турнирах WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

«Набей им морду, покажи им, что ты настоящий белорус». Лукашенко о поездке спортсменов на Олимпиаду



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России