Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 06.08.2023

روح الله نېکپا د نیوزیلنډ د تکواندو لوبډلې روزونکی شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یوازېنی د المپیک مډال ګټونکی روح الله نېکپا د نیوزیلنډ د تکواندو لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.  د نیوزیلنډ تکواندو فدراسیون وايي، چې ښاغلی نېکپا به د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو ته د ټیم د چمتووالي لپاره سمدستي خپل کار پیل کړي.  نېکپا هم په خپل فیسبوک کې دا خبر تایید کړی او لیکلي یې دي چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره کار کولو ته لیواله دی.  روح الله نېکپا د افغانستان لپاره په نړیوالو سیالیو کې د المپیک د برنزو دوه مډالونه او څو نور مډالونه ګټلي دي.

پاکستان: د اورګاډي د اوښتو تلفات ۳۰ تنو ته ورسېدل

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې له پټلۍ د اورګاډي اوښتو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۰ کسانو ته رسېدلی.   چارواکي وايي، د سیند له نواب شاه ضلعې سره نېږدې له پټلۍ څخه د مساپر وړونکي اورګاډي د ښویېدو په پېښه کې په وژل شویو دېرشو تنو سربېره ۷۰ تنه ژوبل هم دي.  د سیند د سکر زون د اورګاډو ادارې یو لوړپوړي چارواکي محمود الرحمان لاکو د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل چې د اګسټ پر شپږمه د هزاره اېکسپرېس په نوم د اورګاډي ۱۰ ډبې یا بوګۍ له پټلۍ واوښتې.  ده وویل، چې په ژوبلو کې د ۱۵ روغتیايي حالت خراب دی.  لاکو زیاتوي، چې اورګاډی... Читать дальше...

افغانستان کې اقتصادي کړکېچ؛ د طالبانو حکومت: "اقتصادي مشورتي بورډ" جوړوو

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې افغانستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، د طالبانو د حکومت اقتصادي کمېسیون، د شنبې په ورځ، د "افغانستان اقتصادي مشورتي بورډ" د طرحې تاييدولو خبر ورکړ. د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو معاونیت، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه بورډ کې به د پوهنتونونو استادان، اقتصاد پوهان او د سوداګرو او صنعتکارانو استازي ګډون ولري، خو دا نه ده څرګنده شوې، چې څوک به د دې بورډ مشري پر غاړه ولري او نور غړي به یې د کومو ادارو استازي وي. د طالبانو... Читать дальше...



متقي: د افغانستان د بشري حقونو وضعیت تر هر وخت ښه دی؛ یو شمېر فعالان: ښه نه، وحشتناک شوی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ادعا کړې، چې اوس په افغانستان کې تر بل هر وخت ښه بشري حقونه رعایتیږي، او په دې هیواد کې د بشري حقونو د رعایتولو لپاره ډیر اقدامات شوي چې څوک نشي کولای ورنه سرغړونه وکړي. نوموړي د الجزیرې ټلویزیوني شبکې سره په خپله تازه مرکه کې، چې د طالبانوحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ناوخته په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې ویلي، چې په افغانستان کې خپل سري زندانونه نشته او د محکمې له پریکړې پرته هیڅوک نه مجازات کیږي. امیرخان متقي دغه شان ادعا وکړه،... Читать дальше...

یو شمېر افغان کډوال: د اسلام اباد پولیسو د پیسو اخېستو لپاره بندیان کړي وو

Pa.azadiradio.com 

"۱۵ کسانو ۱۰۰۰۰ ورکړې، موږ ۶ پاتې شوو او پیسې مو ورنه‌کړې. په پای کې ۶ کسانو څخه هم، ۵ کسانو يې پيسې ورکړې، او بالاخره موږ هم پیسې ورکړې." دا په اسلام اباد کې د یوه افغان کډوال ادعا ده، چې په وینا یې پاکستاني پولیسو شلو نورو افغانانو سره د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له کوم دلیل پرته نیولي وو. هغه، چې د موضوع د حساسیت له امله ونه غوښتل نوم یې په راپور واخیستل شي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې له قانوني اسنادو سره سره پاکستاني پولیسو د دوی د خلاصون په موخه له هر یوه څخه لس زره پاکستانۍ کلدارې اخیستي دي. Читать дальше...

کابل کې د کتابونو نندارتون؛ موخه یې مطالعې ته د ځوانانو او په ځانګړي ډول د نجونو هڅول دي

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د خیرخانې مېنې په ګولايي سینما سیمه کې د یوه واټ پر سر د کتابونو پنځه ورځنی نندارتون جوړ شوی. یکشنبه د دې نندارتون لومړۍ ورځ وه. د دغه نندارتون یوه تنظیمونکي شریفې حصار ازادي راډیو ته وویل، له دې کار څخه د دوی موخه د ځوانانو تر منځ او په ځانګړي ډول د زده کړو محرومو نجونو تر منځ د کتاب لوستلو فرهنګ دودول دي. خو دا وايي، پر ښځو لګیدلي محدودیتونه لامل شوي چې د نندارتون په لومړی ورځ په نندارتون کې هیڅ ښځه هم ګډون ونه کړي. هغې ازادي راډیو ته وویل: "دا نندارتون مو ځکه جوړ کړی، چې نجونې... Читать дальше...

د افغانستان کرکت بورډ د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې نن یکشنبه د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه. ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې د اګست میاشتې په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه د افغانستان په کوربتوب په سریلانکا هېواد کې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. په اعلان شوې لوبډله کې حشمت شهیدي لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام عليخېل، عظمت الله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد، فضل حق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند شامل دي. د کرکټ... Читать дальше...



پر هیروشیما د اټوم کارولو ۷۸یمه کلیزه؛ جاپان له اټومي وسلو د پاکې نړۍ غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ۱۹۴۵م کال د اګسټ میاشتې پر شپږمه شا و خوا یولک او ۴۰زره کسان په هیروشیما او تر هغه درې ورځې وروسته په ناګاساکي کې څلوراویا زره کسان هغه وخت ووژل شول، چې د امریکا متحدو ایالتونو، د دویمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو څو ورځې مخکې د جاپان پر دغو دوو ښارونو اټومي بمونه وکارول.      د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا په لوېدیځ ښار هیروشیما کې نن جوړو شویو مراسمو ته وویل:  "جاپان یوازېنی هېواد دی، چې د جګړې پر مهال یې له اټومي بمونو کړاو ګاللی، خو له اټومي وسلو د نړۍ د پاکېدو د هدف پر لوري به خپلو هڅو ته دوام... Читать дальше...

د ناامنیو ښکار کورنیو د ښځو ژوند څنګه تېرېږي؟

Mashaalradio.com 

د پښتنو نجونو او ښځو ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د هغو ښځو پر ژوند غږېدلي یو چې د کورنۍ سړي یې د ناامنیو په پېښو کې وژل شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې داسې ګڼې ښځې شته دي چې په بریدونو کې یې د کورنیو ساتونکي سړي ووژل شول او اوس هغوی په خورا سختو حالاتو کې ژوند تېروي. بشپړه خپرونه واورئ.

میدان وردګ کې یوې نوې چاپي اوونیزې خپل فعالیت پيل کړ

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته د خپلواکو چاپي رسنيو فعاليت په ټپه ولاړ دی، تازه ميدان وردګو کې د "لاس" په نوم اوونيزې په فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې، چې په ننګرهار کې د مینې په نوم مجله هم بیا خپل فعالیت پیل کړي.  د "لاس" په نوم د نوې چاپ شوې اوونیزې مسوول چلوونکی اسرار وصال وایي د مالي ستونزې له امله دفتر نه لري او له کوره دغه اوونیزه چلوي. ښاغلی وصال وايي، د لاس اوونيزې منځپانګه تر ډېره کلتوري، ادبي او ټولنيزو موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده.  نوموړي ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

د پاکستان د ګډو ګټو شورا "په یوه خوله" د سرشمېرنې نتیجې تایید کړې دي

Mashaalradio.com 

دا په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې اوومه سرشمېرنه وه او د هېواد په تاریخ کې لومړۍ برېښنايي (ډېجیټل) مردم شماري وه چې د ۲۰۲۳ز کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۲۲مې پورې روانه وه.

عمران خان څنګه ګرفتار شو او قضیه یې څه قانوني پېچلتیاوې لري؟

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف د مشر عمران خان د قانونپوهانو د ډلې غړي سعود شاه روغانی د اګست پر پینځمه د هغه د ګرفتارۍ شاهد وو. موږ له نوموړي سره د خان د ګرفتارۍ او داراز د هغه د قضیې قانوني پېچلتیاوو په اړه خبرې کړې دي. بشپړه مرکه واورئ.

کیم جونګ اون د خپل دفاعي ځواک د ظرفیتونو پر پياوړتیا ټینګار وکړ

Pa.azadiradio.com 

د شمالي کوریا رسنۍ وايي د دغه هېواد رهبر کیم جونګ اون هغو فابریکو ته چې د میزاییلو انجنونه، توپونه او نورې وسلې جوړوي، امر کړی چې د دغه هېواد د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره خپل ظرفیتونه لا پسې زیات کړي. د شمالي کوریا KCNA خبري اژانس راور ورکړی، چې کیم جونګ اون له پنج شنبې تر شنبې پورې د سټراتیژیکو کروز میزاییلو د انجنونو، بې پېلوټه الوتکو، توپونو او راکټ لانچرونو د تولید پروسه وکتله. د شمالي کوریا رهبر په غیرمعمولي ډول د وسلو د تولید څو تاسیسات داسې وخت ګوري، چې هېواد یې هڅه کوي بېلابېلې سټراتیژیکې... Читать дальше...

د سلواکیا ولسمشرې خپلو ۹ هېوادوالو ته د اوکراین پوځ کې د شاملیدو اجازه ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د سلواکیا ولسمشرې زوزانا چاپوتووا د خپل هېواد نهو وګړو ته اجازه ورکړه، چې اوکراین په وسلوالو ځواکونو کې خدمت وکړي. اوکراین د ۲۰۲۲م کال له فبروري میاشتې راهیسې د روسیې د یرغل په وړاندې مقابله کوي. د سلواکیا رسنیو پرون شنبه راپور ورکړی، چې ولسمشرې چاپوتووا پر ۳۵ درخواستونو غور وکړ او له ډلې یې ۹ درخواستونه تصویب کړل. دا چې پاتې غوښتنلیکونه ولې رد او ۹ یې تصویب شوي، وضاحت نه دی ورکړل شوی. د روانې میاشتې په لومړیو کې چک جمهوریت هم راپور ورکړ، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله یې د خپل هېواد... Читать дальше...

جاپان : د نړۍ مشران دې د اټومي جګړې د خطر کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي

Pa.azadiradio.com 

په جاپان کې چارواکو د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې د اټومي جګړې د خطر کمولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي. دا په داسې حال کې ده، چې نن یکشنبه د جاپان پر هیروشیما د اټومي بم د کارونې ۷۸یم کال پوره شوه. د ۱۹۴۵م کال د اګست میاشتې پر شپږمه شا و خوا یولک او ۴۰زره کسان په هیروشیما او تر هغه درې ورځې وروسته په ناګاساکي کې څلوراویا زره کسان هغه وخت ووژل شول، چې د امریکا متحدو ایالتونو، د دویمې نړیوالې جګړې تر ختمېدو څو ورځې مخکې د جاپان پر دغو دوو ښارونو اټومي بمونه کارول. د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا په هیروشیما کې نن جوړو شویو مراسمو ته وویل... Читать дальше...

مریم اورنګزېب: د عمران خان نیول سیاسي انګېزه نه لري

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کابینې یوه وزیره وايي، د پخواني صدراعظم عمران خان نیول کېدل، سیاسي انګېزه نه لري. د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزېب پرون په اسلام اباد کې د ټلویزیوني وینا پر مهال دا خبره وکړه. نوموړې وویل: "که د چا په ذهن کې دا ابهام شته چې عمران خان د سیاسي انګېزې له مخې نیول شوی، یا هڅه کوي دا ډول یو بیان جوړ کړي، پوه دې شي  له  ۱۴ تر ۱۵ میاشتو پورې د څېړنو او محاکمې پروسه بشپړه شوې وروسته محکمې خپل حکم صادر کړی."  عمران خان پرون په لاهور کې په خپل استوګنځي کې په داسې حال کې ونیول شو،... Читать дальше...

لسګونه افغان روغتیایي کارکوونکو ته د زیانګالو خلکو د رواني ملاتړ ورکشاپ جوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دوی لسګونو روغتیايي کارکوونکو ته په اضطراري حالاتو کې د زیانګالو خلکو د رواني ملاتړ په باب روزنیز ورکشاپ جوړ کړی دی. د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ویډیو کې ویلي، د ۲۵ ښځو په ګډون ۴۷ روغتیايي کارکوونکو د روغتیا نړیوال سازمان په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ، څو د هغو کسانو رواني ملاتړ وکړي، چې په نامساعدو شرایطو کې ژوند کوي. د دغې ادارې په وینا هغه کسان چې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي، د رواني ستونزو له خطر سره زیات مخامخ دي او د رواني روغتیا د بهترۍ لپاره د روغتیايي کارکوونکو روزنه حیاتي اهمیت لري. Читать дальше...


Музыкальные новости
Фрэнк Синатра

Леонардо ДиКаприо споет голосом Фрэнка Синатры





Rss.plus
Такер Карлсон

Дугин в интервью Такеру Карлсону: "Путин — это традиционный лидер"




Сразу прыгнула голой в кровать: Волочкова уединилась с тайным спутником на Мальдивах

Г.А. Зюганов на акции в Москве: «Да здравствует солидарность!»

Юрист Билялова рассказала, что грозит за не поданную до 2 мая декларацию о доходах

Волейбол: «Локомотив» из Калининграда завершил сезон на втором месте в Pari Суперлиге




غزني کې د یوې کوټې پرېوتو ۳ مېرمنې مړې کړې دي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د یوې کوټې د «ګنبدې» د نړېدو په پېښه کې درې مېرمنې مړې شوي او یو بل تن ټپي دی.  د غزني امنیې قوماندانۍ چې د طالبانو په کنټرول کې ده، پرون رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ په چوري کلي کې داسې وخت شوې، چې دغو کسانو د کور ګنبده ګيل کوله چې ورباندې رانړېدلې ده.  د ګنبدې د نړېدو علت د دېوالونو  لوندوالی ښودل شوی دی.

له تېرې شپه وروسته؛ نن بیا کابل او ور څېرمه ولایتونو کې زلزله شوې ده

Pa.azadiradio.com 

نن یو وار بیا کابل او ورڅېرمه ولایتونو کې د نسبتاً شدیدې زلزلې ټکانونه حس شوي دي. تېره شپه هم د کابل په ګډون د افغانستان ځینې ولایتونه زلزلې ولړزول. په دې زلزله کې هم چې د شپې پر ۸ بجو او ۳۰ دقیقې وشوه، د مالي او ځاني زیانونه راپور نه دی ورکړل شوی. د امریکا د جیولوژیکې سروې ادارې ویلي چې د تېرې شپې زلزله د ریښتر په مقیاس پنځه اعشاریه اته درجې او مرکز یې هم د هندوکش د غرونو لړۍ وه.  د دې ادارې په خبره، د زلزلې ټکانونه د افغانستان ترڅنګ په پاکستان، هند، تاجکستان او ازبکستان کې هم احساس شوي دي.

متقي: افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته خطر نه دی

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه پاکستان ته د ور پېښ امنیتي ګواښ په اړه د پاکستاني چارواکو او سیاسیونو له ادعاوو سره هم‌ مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته خطر نه‌دی. متقي له الجزیره ټلویزیون سره مرکه چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه خپره کړې ویلي، له تېرو دوو کلونو راهیسې چې دوی په افغانستان واکمن شوي، د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ نه‌دی پېښ شوی. نوموړي ویلي:"د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي. Читать дальше...

د عمران خان وکیل وايي چارواکي یې د اټک زندان کې ورسره ملاقات ته نه پرېږدي

Mashaalradio.com 

د عمران خان پرضد په قضیه کې راغلي چې هغه د خپلې وزیراعظمۍ پر مهال یې له ترلاسه کړیو ډالیو څخه ځینې له توشه خانې څخه اخیستې او خرڅې کړې دي. په مقدمه کې تور پورې شوی وو چې نوموړي انتخاباتي کمېشن ته د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر وخت د هغو ډالیو له خرڅلاوه د ترلاسه شویو پیسو تفصیل نه دی ورکړی.

په خوست کې د سکولونو او مدرسو زده کوونکو ترمینځ د کرکټ سیالۍ پیل شوي

Mashaalradio.com 

په خوست کې د ښوونځیو او مدرسو زده کوونکو ترمینځ د معارف جام په نوم د کرکټ ۱۰ اوریزې سیالۍ پيل شوي. په سیالیو کې ۲۴ لوبډلې برخه لري او جوړونکي یې وایي، هدف یې د ښوونځي او مدرسې ترمینځ واټن ختمول او د سیمې خلکو ته ساعت تیری برابرول دي. تفصیل د نجیب الله الوخېل په ویډیو کې

د جهېز يا داج دود د کومو ستونزو لامل ګرځي؟

Mashaalradio.com 

د پښتنو په يوشمېر سيمو کې د جهېز يا داج دود اوس هم پر ځای دی چې کبله يې ځينې نجونې له واده پاتې شي. دا چې دا دود کومې ستونزې زېږوي، عاصمه ګل يې په اړه ځانګړی راپور لري.



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Анастасия Волочкова на Мальдивах пожаловалась на опухший глаз из-за укуса комара




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


Рафаэль Надаль

Легечка обыграл Надаля и сыграет с Медведевым в 1/4 финала «Мастерса» в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


КАМАЗ

Пожарную технику на базе «КАМАЗа» представили на ВДНХ



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России