Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 17.08.2023

طالبان: د افغانستان له فضا زرګونه عبوري پروازونه ترسره شوي؛ رسنۍ: د افغانستان فضا خوندي نه ده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په تېر لمریز کال کې د افغانستان له فضا له ۲۵ زره زیات عبوري پروازونه ترسره شوي دي. په داسې حال کې چې لا هم په نړیواله کچه د افغانستان له فضا نه د عبوري پروازونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې موجودې دي، د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بیا په تېر یو کال کې د افغانستان له فضا نه د زرګونو عبوري پروازونو خبره کوي. د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پالیسۍ مرستیال حسیب‌الله سروش د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ملت ته د حساب... Читать дальше...

طالب وزیر: د سیاسي ګوندونو فعالیت مطلق بند دی؛ سیاسي ګوندونه: طالبانو دا بندیز د خپلې بقا لپاره ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع او غیر شرعي دی. وروسته له دې چې د طالبانو دحکومت د عدلیې وزارت سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع او غیر شرعي اعلان کړل، د یو شمېر پخوانیو سیاسي ګوندونو مشران وايي، هر ولسي او ولس سالاری حرکت نه‌شي کېدای چې د شریعت خلاف وګڼل شي. د طالبانو د حکومت د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې 'ملت ته د حکومت د حساب ورکولو' په خبري کنفرانس... Читать дальше...

طاهر فېروز وايي د کیسټونو سندرې تر ډېجېټل هغو زياتې خوندورې وې

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د بلوچستان د کوټې يو پېژندلی سندرغاړی طاهر فېروز دی. نوموړی په پښتو ادبياتو کې ماسټري لري. د ده په وينا، د سندرو پيل يې د پاکستان راډيو له کوټې څانګې کړی. وروسته يې د ټېلېويژن پروګرامونو ترڅنګ يوشمېر کیسټونه هم خپاره کړل. فېروز له يوه ځايي اېف اېم راډيو سره د يوې هنري خپرونې د کوربه په توګه هم کار کوي. نوموړی زياتوي، د اوسنيو ډېجېټل سندرو خوند د کیسټونو هغو ته نه رسي. د ده دا خبرې او سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.



د بشري حقونو څار سازمان: د افغان ښځو دوامداره مقاومت پراخو خوځښتونو ته لاره هواروي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د افغان معترضو ښځو له دوامداره مقاومت څخه دا درس اخیستل شوی چې دا ډول خوځښتونه پراخو خوځښتونو ته لاره هواروي. په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو او په دې موده کې د افغان ښځو پرله‌پسې اعتراضونو سره سم د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغان ښځې د ښې او متفاوتې راتلونکې په باور درلودلو سره د خپل پرله‌پسې مقاومت له امله الهام بخښونکي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې د څېړونکې مرستیالې سحر فطرت د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ۲۰۲۱... Читать дальше...

د طالبانو د واکمنۍ د درېیم کال پیل؛ لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونیز بنسټونه بند دي

Pa.azadiradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ درېیم کال هم افغان نجونو او ښځو ته د زده کړو له اجازې ورکولو پرته پیل شو. په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز شاوخوا ۷۰۰ ورځې تېرې او د طالبانو د واکمنۍ دریېم کال هم نجونو او ښځو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د اجازې ورکولو پرته پیل شو. افغانې ښځې او نجونې زده کوونکې دغه بندیز د یو تریخ، تیاره او له ناهیلۍ ډک حالت بولي. نجونې زده کوونکې یو ځلې بیا د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښوونځیو دروازې د دوی پر مخ خلاصې کړي. مدینه په بلخ ولایت کې د نهم ټولګي زده کوونکې ده. Читать дальше...

پاکستان کې د عیسویانو د کلیساوو او کورونو سوځېدل؛ پولیسو یې په تور ۱۲۸ کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پنجاب ایالت د فیصل اباد په جړانوالا کې د اګست پر ۱۷مه پولیسو د کلیساګانو سوځولو او د عیسویانو پر کورونو د بریدونو په تور ۱۲۸ کسان نیولي دي. پولیسو د پاکستان په پنجاب کې د جړانوالا د سیمې د یوې ډلې قهرجنو خلکو لخوا د کلیساوو سوځولو په تور تر ۱۲۸ زیات کسان نيولي دي. په دغه ښار کې يو ورځ مخکې د اګست پر ۱۶مه ځيني مسلمانانو پر دوو عيسويانو د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تور پورې کړی وو. تر هغې وروسته ځايي مسلمانانو عیسوي مېشتو سيمو ته ورغلل، کلیساوې او د هغوي ځينې کورونه یې وسوځول. پنجاب... Читать дальше...

عمر داودزی: له افغانانو بخښنه غواړم

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان لپاره د افغانستان د ولسمشر د پخواني ځانګړي استازې محمد عمر داودزي سره فریدې سیال په یوه مرکه کې د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، د تېر جمهوري نظام د سقوط پر عواملو او د طالبانو د حکومت پر راتلونکې خبرې کړې دي. دا مرکه دلته اورېدلی شئ:

د طالبانو واکمني او د همجنس خوښوونکو نیول، شکنجه او وژل

Pa.azadiradio.com 

افغان همجنس خوښوونکي دردونکې کیسې لري. دوی تل تبعیض، شکنجې او ان وژلو سره مخ شوي، خو د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې تر ټولو سختې شېبې زغمي. طالبان دوی مجرمان بولي او سزا ورکوي. په دې راپور کې د طالبانو په دوه کلنې واکمنۍ کې د همجنس خوښوونکو وضعیت ته کتنه شوې.



یوناما: طالب چارواکي دې نړیوال بشري حقونه رعایت کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما له طالب چارواکو کې غوښتي چې نړیوال بشري حقونه رعایت او د دوی په بند کې خبریالانو ته اجازه ورکړي چې له خپلو کورنیو سره وګوري. یوناما نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، طالبانو په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان په شپږ ولایتونو کې خبریالان نیولي دي. یوناما د طالبانو په بند کې د افغان اصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او نجونو د تعلیم فعال مطیع‌الله ویسا ته په اشاري ویلي، طالبان دې ټولو هغو کسانو ته چې د دوی په توقیف کې دي، اجازه ورکړي... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: ۲۸.۳ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه وايي، په روان میلادي کال کې ۲۸.۳ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. اروپايي ټولنه وايي، افغانستان له یوه بې ساري بشري ناورین سره مخ دی او بېړینو مرستو ته اړتیا لري. یادې ټولنې د طالبانو د واک د مودې د دوهمې کلیزې د پوره کېدو په مناسبت پرون ناوخته خپل خپاره کړي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د یادې ټولنې په راپور کې راغلي، له دې ډلې ۱۷ میلیونه یې له سختې لوږې سره مخ... Читать дальше...

د امریکا په هاوایي کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۱ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په متحده ایالاتو کې په څه باندې یوه پېړۍ کې د تر ټولو خونړۍ اورلګېدنې د قربانیانو شمېر ۱۱۱ تنو ته رسېدلی دی. د هاوايي ایالت په ماوي ټاپو کې د سوځېدلیو سیمو او ورانیو لاندې د مړیو او ایسارو خلکو د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي. په هاوايي ایالت کې یوه اوونۍ وړاندې د اور لګېدنې لامل تر څېړنې لاندې دی او چارواکي په دې لټه کې دي چې ولې د دغه ایالت د بېړني خبرتیا سیستم د اوسېدونکو د ایستلو په خبرتیا کې پاتې راغلی. د ماوي د اضطراري مدیریت دفتر مشر د الارم د نه غږولو دفاع کړې او ویلي یې دي دې کار به نوره هم وېره او تلفات زیاتول. Читать дальше...

د جړاوالا ښار اوسېدونکي وايي تاوتریخوالي وېرولي دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د پنجاب د فیصل اباد په جړاوالا کې پولیسو د کلیساګانو سوځولو او عیسویانو پر کورونو د بریدونو په تور لسګونه کسان نیولي دي. په همدې حال کې په ښار کې د نیم پوځي ځواک رېنجرز سرتېري ځای پر ځای شوي او ګزمې کوي. د اګست پر ۱۶مه پر دوو عیسویانو د اسلامي مقدساتو د سپکاوي تر تور وروسته بلوې وشوې چې پکې پارېدلو خلکو پر کلیساګانو حملې وکړې. حکومت وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

سرچينې: په کندز کې یو طالب قوماندان وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې یو طالب قوماندان وژل شوی دی. د سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې تېره شپه لس بجې د کندز د امنيې قوماندانۍ له نشه یې توکو سره د مبارزې پخوانی مدیر سمیع الحق په کندز ښار کې په یو هوټل کې په یو وسله وال برید کې وژل شوی دی. خو په کندز کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په دې اړه څه نه وایي. سیمع الحق د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکی او د طالبانو له مهم قواندانانو څخه شمېرل کېده. تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په پښین کې په دوو جلا، جلا حملو کې ۱ پولیس سرتېری وژل شوی دی

Mashaalradio.com 

د پښین انتظامي مشر نجیب پانېزي تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اګست ۱۶مې پر مازیګر هغه مهال پر سرخاب سړک د ټرافیک پولیسو پر سرتېري برید وکړ چې هغه د کار تر ختمولو وروسته کور ته روان وو.

اونتبایووا له القحطاني سره د افغانستان په وروستیو تحولاتو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزوا اوتنبایووا د قطر له ځانګړي استازي سره د افغانستان په وروستیو تحولاتو خبرې کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني پرون په دوحه کې له اغلې اوتنبایووا سره لیدلي. دوی د افغانستان پر مسئله سربېره له ملګرو ملتونو سره د قطر د دولت په همکاریو او اړیکو هم بحث کړی دی. قطر له څو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د امریکا په شمول د لوېدیځ ګڼو هېوادونو... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: افغانستان له یوه بې مخینې بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان له یوه بې مخینې بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی. دې ټولنې د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنېدو په مناسبت په یوه ځانګړي راپور کې دا خبره کړې ده. د راپور له مخې د افغانستان نږدې ۲۹ میلیونه خلک د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړمن دي. اروپايي ټولنې همداراز په افغانستان کې ځینو نورو ناخوالو ته هم اشاره کړې چې له ډلې یې له عامه ژوند او کاره د ښځو بشپړ محرومیت هم دی.

په قبایلو کې د شخړو د هواري متبادل نظام څومره اغېزناکه دی؟

Mashaalradio.com 

د خيبر ضلعې یو انتظامي مشر ارشاد مومند چې د هغې ضلعې د شخړو د هواري شورا مشر هم دی، د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې دا کمېټۍ په اصل کې یو ډول هم هغه جرګې او مشران دي چې له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې یې په قبایلي ضلعو کې شخړې هوارولې خو اوس یې یوازې نوم بدل شوی.

د پنجاب پولیس وايي د جړاوالا تاوتریخوالي په تور یې ۱۲۸ کسان نیولي دي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د دیني اقليتونو د اتحاديې مشر اکمل بټي مشال راډيو ته وويل، "په جړاوالا کې د عيسويانو په کالونۍ کې کليساګانې وسوځول شوې، د خلکو کورونه چور شول او وسوځل شول.  حالات اوس هم کړکېچن دي. زه حکومت ته وايم چې د دې کسانو خلاف دې د ترهګرۍ تر قانون لاندې مقدمې درجې کړي."

د نړۍ یوشمېر برخو کې د طالبانو واکمنۍ ضد مظاهرې شوې دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان په ګډون په یوشمېر هېوادونو کې د طالبانو د واکمنۍ پرضد مظاهرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۵مه پر هغه هېواد د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول. مظاهرچیانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني. اخوا طالبانو د اګست ۱۵مه د "فتحې ورځې" په نوم لمانځلې. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ".


Музыкальные новости
Deep Purple

Deep Purple — Portable Door





Rss.plus
Алексей Сёмин

Особенности выбора автозапчастей по VIN




В Театре сатиры проводили в последний путь актрису Зою Зелинскую

Андрей Воробьев поздравил с 85-летием ветерана труда в Черноголовке

Слишкович слишком долго не проигрывает: Угадываем составы на дерби «Динамо» – «Спартак» в Кубке России

Инэди: Очарование 80-х и Сила Женственности




برایټ: د انګلستان د ښځینه‌وو فوټبال لوبډله د نړیوال جام ګټلو په لټه کې ده

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د ښځینه فوټبال لوبډلمشرې میلي برایټ وایي، لوبډله یې د یوه تاریخي فرصت د رامنځته کولو په لټه ده چې دا هېواد له ۱۹۶۶ راوروسته د فوټبال نړیوال جام خپل کړي. د انګلستان ټیم د چهارشنبې په ورځ کوربه اسټرالیا ته درې د یوه پر وړاندې ماتې ورکړه او ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ په سیډني کې د اسپانیا له لوبډلې سره پایلوبه وکړي. ۵۷ کاله مخکې د انګلستان د نارینه‌وو د فوټبال ټیم نړیوال جام ګټلی و او بیا تر اوسه د دې هېواد نه د نارینه‌وو ملي ټیم او نه هم د ښځینه‌وو ملي ټیم نړیوال جام خپل کړی دی. د... Читать дальше...

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ریاض ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د ایران دولتي تلوېزیون خبر ورکړ چې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن ریاض ته ځي. د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د مارچ په میاشت کې وروسته له اوو کلونو ډیپلوماتیک اړیکې پیل شول. د جون په شپاړسمه په ریاض کې د ایران سفارت پرانیستل شو او څه باندې اوونۍ وروسته تر دې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان‌ال سعود تهران ته سفر وکړ او د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان سره یې وکتل. ریاض ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د اجنډا په اړه تر اوسه څه نه دې ویل شوي.

په پاکستان کې د عیسویانو یو شمېر کلیساو او لسګونو کورونو ته اور اچول شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پنجاب د فیصل اباد په جړانواله سیمه کې قران کریم ته د سپکاوي له یوې ادعا وروسته د مسلمانانو یوې ډلې د ځایي عیسویانو یو شمېر کلیساوې او په لسګونو کورونو ته اور ورته کړ. پولیس او د سیمې اوسېدونکو رویټرز اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون وروسته تر دې رامنځته شوه چې د سیمې مسلمانانو وویل چې دوو تنو عیسویانو د قرانکریم پاڼې څېرلي او سپکاوی یې ورته کړی دی. په سیمه کې یوه عیسوي، شکیل مسیح رویټرز اژانس ته وویل چې کله دوی د مسلمانانو د برید خبر واورېد نو ده او یو شمېر نورو عیسویانو خپل کورونه پرېښودل. Читать дальше...

بولټن: د افغانستان د تېر حکومت له ګډون پرته طالبانو سره خبرې تېروتنه وه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، د افغانستان د پخواني حکومت له ګډونه پرته له طالبانو سره خبرې تېروتنه وه. بولټن دا خبره د سې شنبې په ورځ امریکا غږ ته په مرکه کې وکړه. د بولټن په وینا، طالبانو د دوحې تړون له لاسلیکه وروسته او هم په تېرو دوو کلونو کې د دې تړون پر له پسې سرغړونې کړي دي. بولټن ټینګار کړی چې طالبان هېڅ بدل شوي نه دي بلکې ممکن تر پخوا هم سختدریځه شوي وي.

طالبانو له افغانستانه بهر د افغاني پاسپورټونو لپاره نوې بیې اعلان کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې له افغانستانه دباندې د افغاني پاسپورټونو لپاره نوې بیې اعلان کړې. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له هېواده دباندې د ۵ کلن پاسپورټ بیه ۱۲۰ او د ۱۰ کلن هغه ۲۲۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده. په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د یو کال تمدید لپاره به ۲۰ ډالره اخیستل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سفارتونه د پنځو کلونو لپاره پاسپورټ د سټېکر په وسیله په ۲۰۰ یورو تمدیدوي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پر له پسې د پاسپورټ بیه لوړه شوې، خو... Читать дальше...

طالبانو په کاپیسا کې د مخدره موادو د پېر او پلور په تور د ۱۳۲ کسانو د نیولو ادعا کړې

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا ولایت کې طالب چارواکي وايي چې ۱۳۲ تنه یې د مخدرو موادو په پېر او پلور او قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.   د دغه ولایت امنیه قومانداني وايي چې پرون چهارشنبې یې ۳۲ کیلو مخدر مواد له کشف او ضبطولو وروسته سوځولي او ۱۳۲ تنه یې په دې تړاو نیولي او عدلي اورګانونو ته سپارلي دي.   د کاپیسا ولایت په خبرپاڼه کې دا یادونه نه ده شوې چې دا کسان څه وخت نیول شوي دي.



Москва

Тарифы ЖКХ вырастут в России


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Продвижение Музыки. Раскрутка Музыки. Продвижение Песни. Раскрутка Песни.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


Андрей Рублёв

Рублёв: быстрая победа над Грикспором связана с тем, что хотел быстрее уйти с корта



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Хвост ледохода в Усть-Пинеге: что происходит на реках Поморья 29 апреля



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России