تازه: د طالبانو استخباراتو ننګرهار او پکتیا کې ۳ خبریالان نیولي
سرچینې وايي د طالبانو وسله وال په ننګرهار کې د کلید راډیو دفتر ته ننوتلي او د دې دفتر مشر فقیر محمد فقیرزی او خبریال جان اغا صالح یې نیولي دي. دغو باخبره سرچینو د امنیتي ملحوظاتو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي دي. بلخوا بلې سرچینې ویلي، چې په پکتیا کې پرون ماسپښین د اریانا نیوز ټلویزیوني شبکې خبریال حبیب سراب هم د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی. تر دې مخکې تېره یکشنبه په غزني کې د باختر دولتي اژانس یو خبریال سید وحدت اله ابدالي هم د طالبانو له خوا نیول شوی و.