د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال داعش ډلې ۳۷۷۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو ته په یوه لیک کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې په بریدونو کې د قربانیو د شمېر خبر وکړ. د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د مې تر میاشتې پورې د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې تر ۳۷۷۴ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغه مرکز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۴مې غونډې په مناسبت د دغې شورا غړو ته په لېږلي لیک کې لیکلي، په افغانستان کې ډېری قومي او مذهبي اقلیتونه لکه... Читать дальше...