د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو پنځه خبریالان خوشې کړي
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، پنځه خبریالان د طالبانو له زندان څخه خوشې شوي دي. دغې مرکز نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په زابل کې ازاد خبریال محبوب الله حکیمي، په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال عطا الله عمر، په کندز کې د سلام وطندار خبریال حسیب عمر او په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیر محمد فقیرزی او د دې راډیو خبریال جان اغا صالح د طالبانو له بنده خوشې شوي دي. بلخوا د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې نن د یو بیان په خپرولو سره ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید د رسنیو اړوند قضیې... Читать дальше...