Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 15.08.2023

ملګري ملتونه: د روسیې د یرغل له پیل راهیسې اوکراین کې نږدې ۹ نیم زره ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه تاییدوي، چې په اوکراین کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې نږدې نهه نیم زره ملکیان وژل شوي دي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن د (اګسټ۱۵) تایید کړه، چې د قربانیانو په منځ کې لږ تر لږه ۵۴۵ یې ماشومان دي. د ملګرو ملتونو له خوا وړاندې شوي دغه ارقام وروستي نه دي او ښايي د قربانیانو شمېر تر دې لوړ وي.  ډیر کله د اوکراین په ځینو سیمو کې د سختې جګړې له امله د تلفاتو شمېرې پر وخت نه خپرېږي. ملګري ملتونه وايي، د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې... Читать дальше...

داغستان کې ملي ماتم؛ د تېلو په یوه ټانک کې چاودنې ۳۵ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د داغستان جمهوریت،د تېلو په یوه ټانک کې د چاودنې له امله د مړو شمېر ۳۵ تنو ته رسېدلی دی. دا چاودنه، تېره شپه د (اګسټ په ۱۴ مه) شوې. د داغستان د چارواکو په وینا، په دې چاودنه کې تر اتیا ډېر کسان ټپیان شوي دي. د داغستان مشر سرګي ملیکوف نن د دې ورځې په مناسبت ملي ماتم اعلان کړی و. څېړونکي وايي، اورلګېدنه لومړی د موټرو د ترمیم په یوه پلورنځي کې پیل شوه او بیا د تیلو یوه ټانک ته خپره شوه. د پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دي.

اسلام اباد کې لاریون؛ افغان معترضان: طالب یوه استبدادي ډله ده، نړیوال دې تعامل نه ورسره کوي

Pa.azadiradio.com 

په بېلابېلو هېوادونو کې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې په غبرګون کې د یو شمېر افغانانو له خوا له یو لړ لاریونونو وروسته، په پاکستان کې هم مېشتو افغان کډوالو په اسلام اباد کې مظاهره کړې.   په دې لاريون کې چې په لسګونو افغان نارينه او ښځو په کې ګډون کړى و په تېرو دوه کلونو کې د طالبانو پر کړنو سختې نيوکې وشوې. د دغه لاريون یوې تنظيموونکې مونسې مبارز وويل، لاريون کوونکو د افغانانو د يووالي، پيوستون او د طالبانو پر وړاندې د ملي پاڅون پر غوښتنې ټینګار وکړ.   نوموړې وویل:" لاريون کوونکو نړۍ ته... Читать дальше...



انجلینا جولي، مطیع الله ویسا ته په لیک کې: ستاسو ځای زندان نه دی

Pa.azadiradio.com 

د هالیووډ سینما وتلې ستورې انجلینا جولي د تعلیم فعال او د قلم لار ټولنې مشر، مطیع الله ویسا ته په یوه لیکي لیک کې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې د سې شنبې په ورځ (د اګست ۱۵مه) ازادي راډیو ته هم رسېدلې، مېرمن جولي لیکلي: "له ټولو هغو کسانو سره یوځای چې ستاسو د خلاصون او د نجونو لپاره د زده کړې په اړه د ټولو بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي، خپل اواز پورته کوم تر څو تاسې ېېرته د دې جوګه شئ چې خپل مهم کار ته دوام ورکړئ." انجلینا جولي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو... Читать дальше...

د طالبانو په واکمنۍ کې د داعش فعالیتونه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د تېرو دوو کلونو د تر ټولو مرګونو ځانمرګو او بمي بریدونو مسوولیت د " اسلامي دولت" خراسان څانګې پر غاړه اخیستی. خو طالبان وایي داعش یې ځپلی. داعش، په افغانستان کې څومره ځواکمن دی او د سوریې او عراق داعش سره یې اړیکې څه ډول دي؟ په دې راپور کې یې وګورئ!

د خبریالانو د ملاتړ اداره: طالبانو افغانستان تورتم کړی او ښځینه خبریالانې یې په ځانګړې توګه ځپلي دي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کاليزې پر مهال د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ اداره (AJSO) وايي، چې واک ته د طالبانو په راتګ سره، د رسنیو په برخه کې د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې يو په بل پسې له لاسه وتلي دي. دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان په يو تورتم هېواد بدل شوی، خبریالان او د رسنیو فعالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په افغانستان کې د رژیم د بدلون لومړنۍ قربانیانې وې. په اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې له هېواده وتلي خبریالان... Читать дальше...

د پاکستان د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور پر بنسټ، دا پلاوی طالب لوري سره د خبرو لپاره نن کابل ته تللی او د اګسټ تر ۱۷ مې به هلته وي. د پلاوي مشر مولانا محمد طیب قریشي مشال راډیو ته وویل، د پلاوی د سفر موخه د پاکستان او طالب چارواکو تر منځ ناندریو ته د پای ټکی ایښودل دي. کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو سفر په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو نیوکه کړې، چې تحریک طالبان پاکستان ته يې په افغانستان کې خویندي ځایونه ورکړي دي. د پاکستاني چارواکو په تازه څرګندونو کې د... Читать дальше...



د جرمني یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان وضعیت "ډېر تیاره" بللی

Pa.azadiradio.com 

د لوږې د له منځه وړلو د نړیوالې ادارې مشرې الکه ګوټ شالک د جرمني له ARD ټلویزیون سره په مرکه کې د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله وروسته، د افغانستان په اړه یو ډېر تیاره تصویر وړاندې کړی دی.  د جرمني د خبري آژانس DPA د راپور له مخې مېرمن ګوټ شالک د افغانستان وضعیت ډېر کړکېچن ښودلی او ویلي یې دي چې دا حالت هره ورځ د دې هېواد په لارو کوڅه کې لیدلی کېږي. نوموړې وايي، سره له دې چې په افغانستان کې اوس جګړه نه شته خو اولس میلیون وګړي د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او ۲۹ میلیون افغانان د نړیوالو پر بشري مرستو متکي دي. Читать дальше...

پر نړیوالو د بشري حقونو د اسیایي فورم غږ؛ د طالبانو د بشري سرغړونو پر وړاندې یو لاس شئ

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د پراختیا اسیايي فورم The Asian Forum for Human Rights and Development وايي، نړيوال باید د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د زیاتېدونکو سرغړونو پر وړاندې د افغانانو د اساسي حقونو او ازادۍ د دفاع لپاره متحد شي.  ياد شوي فورم د سه‌شنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کاليزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره  له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې طالبان دې د بشري حقونو د سرغړونو او د جنسیتي توپیر په خاطر حساب ورکړي.  خو د طالبانو حکومت تل دا ډول راپورونه رد کړي او ادعا کوي،... Читать дальше...

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان: ۳۸،۴ سلنه افغان ماشومان سختو کارونو ته اړ وتي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (Save the Children) وايي، په تېرو دوه کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، د سروې شویو ماشومانو له ډلې ۳۸.۴ سلنه یې سختو کارونو ته اړ شوي دي. دې سازمان نن د اګست په ۱۵ مه د طالبانو د واکمنۍ د دویمې کلیزې له پوره کېدو سره هم مهاله ویلي دي چې د بې وزلۍ له امله دا ماشومان مجبور شوي چې د ځان او خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره سخت کارونه وکړي. یاد سازمان همدا شان ویلي دي، چې دا ماشومانو د کار په مهال له سختو حالتونو سره مخ کېږي. د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان... Читать дальше...

د پاکستاني عالمانو يو پلاوی طالبانو سره خبرو لپاره کابل ته تللی

Mashaalradio.com 

د اګست پر ۱۴مه، د پاکستاني ديني عالمانو یو پلاوی د افغان عالمانو او طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی. د پلاوي یو مشر مولانا محمد طیب قریشي د اګست پر ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل چې هغوی کابل ته رسېدلي او تر ۱۷م اګسته به هلته وي. د هغه په وينا په دې پلاوي کې ۸ پاکستاني ملايان شامل دي. هغه وويل چې په دغو کې د مفتي محمد قاسم، مولانا قاسم حقاني او مولوي حنیف الله نومونه د یادولو وړ دي. د پاکستاني علماوو دا پلاوی په داسې وخت کې کابل ته تللی چې په دې وروستيو کې پاکستاني چارواکو پر افغان طالبانو... Читать дальше...

د بشري حقونه ۱۰ نړیوال سازمانونه: د افغانستان بوږونونکي بشري وضعیت ته باید نړیوال اغېزناک ځواب ووایي

Pa.azadiradio.com 

د اګسټ ۱۵ مه چې طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ دوه کاله پوره کیږي، د بشري حقونو یو شمېر نړېوال سازمانونه ددغې ورځې په مناسبت د طالبانو دغه دوه کلن مزل د بشري حقونو د نقض په برخه کې خوار بوږنونکی او دوام یې د اندېښنې وړ بولي.    د بښنې نړېوال سازمان د همدې ورځې په مناسبت د بشري حقونو د ۱۰  نورو نړېوالو سازمانونو سره  په ګډه یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د طالبانو له لوري سخت دریځه فرمانونه د اندېښنې وړ بللي او په دې برخه کې د یو اغېزناک ځواب غوښتنه کړې. Читать дальше...

اسپانیا د ښځینه فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته ووته

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په نیمه پایلوبه کې د سویډن په ماتولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.  یادو لوبډلو نن په نیمه پایلوبه کې سیالۍ ترسره کړه چې دوه د یو پر وړاندې هسپانیې وګټله.  د یادو سیالیو دویمه نیمه پایلوبه به سبا د چهارشنبې په ورځ د کوربه اسټرالیا او انګلستان ترمنځ ترسره شي.  د دویمې نیمه پایلوبې ګټونکې لوبډله به د اګست په شلمه نېټه له هسپانیې سره پایلوبه ولوبوي او بایلونکې لوبډله به د اګست په ۱۹مه نېټه له سویډن سره د درېیم مقام لپاره سیالي وکړي.  د ویلو ده، چې د ښځینه فوټبال... Читать дальше...

د اګسټ د ۱۵ مې خاطرې؛ اوږۍ امېل: ترقیامته به مې هېر نه شي، خلک له طالبانو تښتیدل، له طیارو ولویدل

Pa.azadiradio.com 

نن د اګست پنځلسمه نېټه ده. دوه کاله وړاندې په دې ورځ د طالبانو اوسني حکومت کابل ونیوه او تېر جمهوري نظام ړنګ شو. پنځه ویشت کلنه مېرمن اندړ چې په کابل کې ژوند کوي وايي، دوه کاله وړاندې د اګسټ پنځلسمه هغه مهال چې طالبان د کابل تر دروازو ورسېدل په ټول ښار وېره او ډار حاکم و. د ټولو خلکو په خولو همدا پوښتنه وه چې څه به کیږي؟ خو د دې په خبره د جمهوري حکومت هیڅ چارواکی نه و چې خلکو ته د ولې او دا چې څه پېښېږي؟ ځواب ووايي. مېرمن اندړ وايي چې په څو ساعتونو کې د ټول ښار بڼه بدله شوه، د تېر جمهوري... Читать дальше...

طالبانو له ولس سره د واټن د ډېرېدو له کبله د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د اوسني حکومت د بیا واکمنېدو په دوهمه کالیزه کې یې یو شمېر طالب چارواکي له ملت سره د واټن د ډېرېدو د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي. ښکاري چې یو شمېر طالب چارواکي د دوی له اوسنۍ ادارې سره د افغانانو واټن ته متوجه شوي دي، ځکه یې چارواکي په پرله‌پسې ډول د دې وضعیت د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکوي. په هغو مراسمو چې په کابل کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون کې واک ته د طالبانو د بیا ځلي رسېدو په مناسبت نیول شوي وو، په‌کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور له خپلو پلویانو وغوښتل چې له ملت سره ښه چلند وکړي. Читать дальше...

د بخښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د بشري حقونو بې‌ساري سرغړونې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د واکمنېدو دوه کاله داسې مهال پوره کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو بې‌ساري سرغړونې ثبت شوي دي. د ایمنسټي انټرنېشنل د جنوبي آسیا سیمه ایزې څانګې نن پر خپل ټویټر لیکلي چې تر نننۍ ورځې پورې په ټوله نړۍ کې څه کم دوه لکه کسانو هغه آنلاین غوښتنلیک لاسلیک کړی چې له طالبانو غواړي د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي. د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو مدافع ډلو په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو او د ښځو له حقونو... Читать дальше...

سي پي جی: د طالبانو واکمنۍ کې د رسنیو وضعیت مخ په خرابېدو دی

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټه وايي، پر افغانستان د طالبانو په دوه کلنې واکمنۍ کې د رسنیو وضعیت مخ په خرابېدو دی. 'سي پي جی' نن په خپل تازه راپور کې وویل چې طالبانو پر افغانستان د واکمنېدو په پیل کې ژمنه کړې وه چې د رسنیو د آزادۍ او د ښځو د حقونو ملاتړ به کوي، خو دا دی دوه کاله وروسته نه یوازې له دې ژمنې په شا شوي بلکې د هغو رسنیو ځپل یې پیل کړې دي چې یووخت په ډېر ښه وضعیت کې وې. 'سي پي جی' د رسنیو د سانسور، پر خبریالانو د حملو او د هغو د غیرقانوني نیونو، د ښځینه خبریالانو پر کار د محدودیتونو... Читать дальше...

د طالبانو د واکمنۍ دوه کلونه: ملګري ملتونه وايي دا فکر غلط وو چې طالبان بدل شوي دي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسېدو د دوو کالو پوره کېدو په مناسبت خپاره کړي راپور کې ويلي چې د ځينو خلکو دا فکر چې طالبان بدل شوي دي، غلط ختلی.  ملګرو ملتونو  د افغانستان لپاره ځانګړي دفتر د خپلو کارپوهانو لخوا د بېلابېلو شمېرو، پېښو او څیړنو پر بنسټ جوړی کړی دا راپور  د اګست پر ۱۴مه خپور کړی دی. دوی ويلي چې د طالبانو له لوري تر واک وړاندې ژمنو او اوسنيوو حقیقتونو ترمنځ ډېر توپیر شته. د دوی په خبره د طالبانو خبرې او عمل ثابتوي چې د دوی د اصلاح ګمان ناسم وو.  طالبانو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

Певец Денис Майданов рассказал о состоянии здоровья и госпитализации





Rss.plus
Арцах

Операция "Кольцо" как прецедент этнических чисток в Арцахе




Захарова предложила изучать в школе влияние посла США Буллита на образ Воланда у Булгакова

Синоптик Шувалов: 4 и 5 мая в Подмосковье пройдут дожди

Приятный "майский" сюрприз в парках Москвы (5 фото + 2 видео)

Блогера Диану Шурыгину задержали в Москве




اوکرایني چارواکي: د روسیې په برید کې درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

روسیې نن د اوکراین په لوېدیځ کې د توغندیو یو لوی برید وکړ چې د راپورونو له مخې لږترلږه درې کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل. د اوکراین هوايي ځواک وايي، له سمندر څخه ویشتل شوي د روسیې شپاړس کروز توغندي یې نسکور کړي، خو وايي، یوشمېر یې د ناټو د غړي پولنډ سرحد ته نږدې د لیویف او وولین سیمو پر ځینو سیمو لګېدلي دي. د وولین والي یوري پوهولیایکو پر خپل فېسبوک لیکلي چې دا درې کسان په لوڅک ښارګوټي کې د لګېدلي توغندي په چاودنه کې وژل شوي. چارواکو ویلي چې په لیویف کې د توغندیو حملې ځاني زیان نه دی اړولی، خو د استوګنې څو ودانۍ یې سوځولې دي.

د تهران په یوه لوی بازار کې اور لګېدنې درانه زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د پلازمېنې تهران په یوه لوی بازار کې نن اور ولګېد، خو انساني تلفات یې نه دي اړولي. د ایران نیمه دولتي خبري آژانس تسنیم د تهران د اطفاییې د ویاند له قوله خبر ورکړی چې وايي، دا اور د تهران په آهنګران بازار کې لګېدلی او شاوخوا دېرش ګدامونه او هټۍ یې سوځولي دي. ویاند زیاتوي چې اطفایيې دا اور، پرته له دې چې څوک  په کې ټپیان شي اداره کړی، خو د تسنیم د راپور له مخې احتمالي مالي زیانونه یې اړولي دي.

د طالبانو د بیاځلي واکمني دوهم کال؛ د کندهار یو شمېر نجونې زده کوونکې: راتلونکی مو بې‌برخلیکه دی

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې له زده کړو محرومې کړای شوې نجونې زده کوونکې وايي، راتلونکی يې بې برخلیکه پاتې کېږي. رڼا او اصلا دوې هغه نجونې دي چې پر اتم او شپږم ټولګیو يې د طالبانو د بندیز له امله زده کړې پر نیمايي پاتې شوي دي. دوی د هغه ورځې کیسه کوي چې په وروستۍ ورځ له ښوونځیو بهر شوې او ورته وویل شول چې تر بله امره دې ښوونځیو ته نه ځي. اوس چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره شول د رڼا او اصلا په څېر دا مهال میلیونونه نجونې راتلونکي افغانستان کې د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي. طالبانو... Читать дальше...

د غزې ځوان له زړو ټایرونو څنګه کار اخلي؟

Mashaalradio.com 

د غزې تړانګې یو ځوان زاړه ټایرونه میده کوي او بیا یې د لوبغالو په مصنوعي چمن کې کاروي. هغه وايي چې د ټایرونو له سوځېدو سره هوا ککړېږي نو ځکه باید داسې وکارول شي چې چاپېریال ته تاوان و نه رسي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ کې.



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фрэнк Синатра

Леонардо ДиКаприо споет голосом Фрэнка Синатры




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России


Даниил Медведев

Медведев обыграл Бублика и вышел в четвертьфинал "Мастерса" в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

13 Crops You'd Be INSANE Not To Plant in May



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России