Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 08.08.2023

په ننګرهار کې یوه کور ته د بم غورځولو له کبله دوه ماشومان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله‌والو په ننګرهار ولایت کې یوه کور ته لاسي بم غورځولی چې په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي دي. د جرمني خبري آژانس نن د ننګرهار ولایت د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې پېښه په سرخرود ولسوالۍ کې شوې. د خبر له مخې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي هم په دې پېښه کې ټپيان شوي دي. په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي او دا هم معلومه نه ده چې برید چا کړی، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لاهم د تشدد خال خال پېښې کېږي.

د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د ترکیې پر لور وخوځېد

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی نن د ترکیې پر لور وخوځېد. د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ دا پلاوی به د خپل رسمي سفر په ترڅ کې پر ترکي چارواکو سربېره په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګه‌والو سره وګوري او په افغانستان کې د پانګونو د پراختیا په اړه په یو مهم کنفرانس کې به هم ګډون وکړي. په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې برادر به له کومو ترکي چارواکو سره وګوري. د طالبانو حکومت تراوسه د ترکیې په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د پولنډ دفاع وزارت له بېلاروس سره ګډ سرحد ته نور پوځیان استوي

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ دفاع وزارت د دې هېواد د سرحدي ځواکونو هغه غوښتنه منلې ده چې له بېلاروس سره ګډ سرحد ته نور پوځي ځواکونه واستوي. د پولنډ دولتي خبري آژانس 'پي اې پي' نن دا خبر ورکړ. د پولنډ د کورنیو چارو وزارت مرستیال پرون وویل، وروسته له دې چې له بېلاروس څخه پولنډ ته د خلکو د غیرقانوني اوښتو په هڅو کې زیاتوالی راغی، سرحدي ځواکونو له دفاع وزارت څخه سرحد ته د زر تنه اضافي سرتېرو د استولو غوښتنه کړې وه. پولنډ دا پرېکړه داسې مهال کوي چې په تېرو څو اونیو کې له بېلاروس سره د دې هېواد ګډ سرحد ته نږدې د روسیې د واګنر ګروپ ملېشې لیدل شوي دي.



بریتانیا د ایران پر لسګونو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا حکومت د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید پر صنعت او له شلو زیاتو نورو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه اعلان کړي دي. لندن تور لګولی، چې دا شرکتونه او افراد، روسیې ته د اوکراین په جګړه کې وسلې او تجهیزات برابروي. د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر جیمز کلیورلي نن د اګست اتمه وویل، د ده د هېواد دا اقدام به د ولسمشر پوتین د وسلو سرچینه محدوده او روسیې ته د وسلو د استولو لړۍ بنده کړي. پر اوکراین د روسیې له غیرموجه برید وروسته لویدیځو هېوادونو پر مسکو پراخ بندیزونه لګولي دي. د بریتانیا د نویو... Читать дальше...

امریکا اوکراین ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي وايي، تمه ده چې حکومت به اوکراین ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو مرسته نن اعلان کړي.  دوو امریکايي چارواکو پرون رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د ولسمشر جوبایډن ادارې په څو برخو د هغو ۶،۲ میلیارد ډالرو وېش پیل کړی چې له اوکراین سره د امریکا په مرستو کې د پنټاګون د محاسباتي تېروتنې له اصلاح وروسته وموندل شوې. په مې میاشت کې پنټاګون اعلان وکړ چې په تېروتنه کې یې له ټاکلې اعلان شوې اندازې زیاتې وسلې کییف ته لېږدولي دي.

د یوې مېرمنې ستونزمن ژوند چې ډېری شپې خپل بچي وږي ویده کوي

Pa.azadiradio.com 

د غور اوسېدونکې ګل اندام د شپږو بچیانو مور ده. د هغې مېړه یو کال کېږي چې کور ته نه دی تللی. ګل اندام یوه له هغو زرګونو ښځو ده چې په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي. ملګرو ملتونو ویلي، له ۲۹ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې سازمان په وینا، درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

عمران خان اسلام اباد های کورټ ته د سزا ختمولو لپاره خواست کړی

Mashaalradio.com 

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان هغه ته د ورکړل شوې سزا پرضد په اسلام اباد های کورټ کې خواست کړی دی. دا خبره رویټرز خبري اژانس د اګست پر اتمه د عمران خان د وکیل نعیم پنجوتا له خولې لیکلي ده. پنجوتا هيله ښوولې چې عدالت به یې د اګست پر نهمه، پر درخواست اورېدنه وکړي. عمران خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کېدو راهيسې د اټک په زندان کې بندي دی. دا له هغه وروسته ده چې د اسلام اباد سېشن عدالت د توشه خانې په مقدمه کې عمران خان ته د دريو کلونو بند او یو لاک روپیو جرمانې... Читать дальше...

یونېسف: د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونه د ګرمې هوا له خطر سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونه د نړۍ د نورو سیمو په پرتله د ګرمې هوا له خطر سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف په وینا، د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا په هېوادونو کې ۴۶۰ میلیونه ماشومان چې ۷۶ سلنه کېږي د کال ۸۳ ورځې د تودوخې له ۳۵ درجو څخه پورته په ګرمه هوا کې ژوند کوي. د دغه سازمان د راپور پر بنسټ دا شمېره د نړۍ په نورو هېوادونو کې ۳۲ سلنې ته رسېږي. یونېسف دا هم لیکلي چې، په جنوبي اسیا... Читать дальше...



یو نړیوال فدراسیون: د وروستیو سېلابونو زیانمن افغانان بشري مرستو ته ډېره اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون وايي، د افغانستان په سېلاب ځپلو سيمو کې خلک د اوږدې جګړې، وچکالۍ او مالي بې‌ثباتۍ له امله سختو بشري اړتياوو سره مخ دي. د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون وايي، په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې سيمې د اوږدې جګړې، وچکالۍ او مالي بې‌ثباتۍ له امله بشري مرستو ته زياته اړتيا لري. دغه فدراسیون د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، وروستیو سېلابونو اوغیر موسمي بارانونو دغه ناورین لا پسې سخت کړی دی. په راپور کې راغلي چې د... Читать дальше...

د بلوچستان وکيلانو اتحادیې د کوټې د وژل شويو وکيلانو تلين ولمانځه

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د وکيلانو اتحادیې نن (د اګست پر اتمه) په کوټه کې د هغو ۵۴ وکيلانو د وژنې اووم تلين ولمانځه چې په ۲۰۱۶ز کال کې وژل شوي ول. په دې اړه په کوټه کې شوې غونډه کې د بلوچستان په ګډون د خیبر پښتونخوا او سیند وکيلانو او مدني فعالانو هم ګډون کړی وو. دوی د وژل شويو وکيلانو د کار ستاينه وکړه او د هغوی د ژوند په اړه یې د خبرو پر وخت وويل چې د جمهوريت او انساني حقونو لپاره د هغوی مبارزې ته بايد دوام ورکړل شي. د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه د کوټې په سيول هسپتال کې د بلوچستان وکيلان په نښه شول چې پکې د... Читать дальше...

د وېسټ اینډیز او هندوستان ترمنځ درېیمه شل اوره سیالۍ پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د کوربه ویسټ اینډیز او هندوستان ترمنځ به نن درېیمه شل اوره سیالي پيل شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ دوه شل اوریزې سیالۍ د وېسټ اینډیز په بري سره تمامې شوي دي. په پام کې ده چې د دې ملکونو ترمنځ پنځه شل اوریزې سیالۍ ترسره شي. که نننۍ لوبه د وېسټ اینډیز په ګټه ختمه شي، نو د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به وګټي. دواړو لوبډلو د ټېسټ او یو ورځنیو سیاليو لوبلړۍ هم لوبولي دي چې دواړه هندوستان ګټلې وې.

د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ د کوارټرفاینل پړاو لوبډلې معلومې شوې

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو سیالۍ نن د کولمبیا او فرانسې په بریاوو سره پای ته ورسېدې. د نن ورځې لومړۍ سیالي د کولمبیا او جمیکا ترمنځ وه چې ۱ د صفر پر وړاندې کولمبیا وګټله. دغه راز دویمه سیالي بیا د فرانسې او مراکش ترمنځ وه چې ۳ د صفر پر وړاندې د فرانسې په بري سره پای ته ورسېده. د ښځینه فوټبال نړیوال جام د کوارټرفاینل پړاو لوبډلې هم معلومې شوې چې یادې سیالۍ به د اګست په ۱۱مه نېټه پیل شي. د کوارټرفاینل په پړاو کې به هسپانیه د نیدرلینډ، جاپان د سویډن، اسټرالیا د فرانسې او انګلستان د کولمبیا پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

فوټسال؛ د افغانستان او موزمبیق سیالي مساوي شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو جام په سیالیو کې نن خپله دویمه سیالۍ د موزمبیق پر وړاندې دوه د دوه په پایلې سره مساوي کړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چې یاده سیالي د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه چې دواړو لوبډلو دوه، دوه ګولونه ووهل. د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له چک جمهوریت سره ترسره کړې وه چې هغه هم مساوي پای ته رسېدلې وه. د موزمبیق او چک جمهوریت تر سیالۍ وروسته به معلومه شي چې افغانستان بل پړاو ته لار پیدا کولای شي کنه. د لویو وچو دغه سیالۍ به د اګست تر ۱۳مې نېټې دوام وکړي. Читать дальше...

په افغانستان کې له زده کړو محرومو نجونو لپاره یو وړیا ښوونیز مرکز جوړ شوی

Pa.azadiradio.com 

یوې افغانې مېرمنې په افغانستان کې د یو شمېر پوهنتونونو د استادانو په مرسته یو انلاین ښوونیز مرکز جوړ کړی چې افغان هلکانو او نجونو ته وړیا زده کړې ورکوي. له زده کړو څخه محرومو نجونو ته د لیک لوست د زمینې د برابرولو د هڅو په دوام، د 'پیام امید اکاډمۍ' تر نامه لاندې یو انلاین ښوونیز مرکز جوړ شوی دی. د بدخشان ولایت یوه مېرمن زرغونه پامیري چې د یاد ښوونیز مرکز مسووله ده، وايي، دغه مرکز د پوهنتون د یو شمېر استادانو له خوا جوړ شوی دی. هغې ازادي راډيو ته وویل چې د دغه مرکز تعلیمي ټولګي د هلکانو او نجونو لپاره وړیا دي. Читать дальше...

اوچا: د بودیجې د کمښت له کبله به په افغانستان کې ۲۸۰۰ کلیوالي ټولګي بند شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د بودیجې د کموالي له کبله به په افغانستان کې ۲ زره ۸۰۰ سیمه ییز یا کلیوالي ټولګي بند شي. اوچا نن په یوه ټویټ کې کښلي، د تعلیم په سیکتور کې د کافي بودجې نشتوالی به سبب شي چې د روان ۲۰۲۳ د اکتوبر تر پایه ۲ زره ۸۰۰ کلیوالي ټولګي بند شي. د اوچا پر اساس، له دې کبله به یولکو ۶۶ زره ۲۲۰ زده کوونکې ماشومان، چې په سلو کې ۵۲ یې نجونې دي، له زده کړو پاتې شي.

د اسلامي همکاریو سازمان ولې د طالبانو له کړنو ناراضه دی؟

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي له اندونیزیايي چارواکو سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر خوندیتابه، په ځانګړي توګه زده کړو ته د نجونو د لاسرسي پر لارو چارو خبرې کړي. مرسلین ارسلا پر همدې موضوع د پوهنتون له استاد پوهاند محمد بشیر دودیال سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې ولې د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو له کړنو ناراضه دی او له دوی سره د مستقیمې اړیکې پرځای غواړي اسلامي نړۍ د طالبانو د کړنو پر وړاندې سره متحده کړي؟ دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د سینګارتونونو بندېدل؛ یوه سینګارګره طالبانو ته: په کور مو کېنولو نو اوس څه وکړو؟

Pa.azadiradio.com 

په سینګارتونونو د طالبانو تر بندیز وروسته یو شمېر سینګارګرې مېرمنې وايي، بار بار یې د طالبانو حکومت ته د خپلو اقتصادي ستونزو ویلي او د بدیل کار غوښتنه یې کړې، خو په خبره یې هېڅ ډول مثبت ځواب یې نه‌دی تر لاسه کړی. په کابل کې یوه سینګارګره مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي، د دې په ګډون ډېری سینګارګرو به د ورځې کار کاوه او ماښام به یې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابوله. هغې وویل، له کومې ورځې چې سینګارتونونه تړل شوي، دوی د بدیل کار په لټه کې دي، خو په خبره یې نه د طالبانو حکومت مرسته ورسره... Читать дальше...

ایګلنډ: د ناټو غړو هېوادنو افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې یوازې پرېښی

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د کډوالو شورا د ناټو په غړو هېوادونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې له لوږې ځپلو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرستې نه کوي. د ناروې د کډوالو شورا یا 'این آر سي' وايي، د ناټو غړو هېوادنو افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې یوازې پرېښی. د دغې شورا عمومي مشر یان ایګلنډ د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپل ټویټر لیکلي، د ناټو هېوادونو په افغانستان کې له لسیزو راهیسې په خپلو پوځي عملیاتو ټریلیونونه ډالره ولګول، خو اوس هغو وږو ماشومانو ته چې د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا یې شمېر زیات شوې اساسي بشري مرستې نه ورسوي. Читать дальше...

طالبانو د الیکترونیکي تذکرې لپاره بیې وټاکلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د احصاییې ملي ادارې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د الیکترونیکي تذکرې لپاره بیې وټاکلې. د دې ادارې د هغې خبرپاڼې پر اساس، چې پرون ناوخته یې خپره کړه، په مرکزونو کې د الیکترونیکي تذکرې بیه ۵۰۰ افغانۍ او په اسان خدمت اداره کې ۷۰۰ افغانۍ ده. د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال د الیکترونیکي تذکرې بیه ۱۰۰ افغانۍ وه، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۳۰۰ افغانۍ ته پورته شوه او اوس ۲۰۰ نورې هم پرې زیاتې شوې دي. د طالبانو حکومت د تذکرو د بیې د لوړېدو دلیل نه دی څرګند کړی. د طالبانو... Читать дальше...


Музыкальные новости
The Beatles

100 лучших сольных песен The Beatles - 4





Rss.plus
Сергей Брановицкий

Регистрация Авторского права. Регистрация объекта авторского права. Регистрация Авторского права на книгу. Регистрация Авторского права на музыку.




В столице стартовал гастрономический проект «Московский завтрак на верандах»

Нежно-розовый рассвет с радугой наблюдали москвичи в первомайское утро

В Москве рабочий упал в шахту лифта бизнес-комплекса

Журнал PERSONO вернул гостей премии в эпоху СССР. Итоги ежегодной премии «PERSONO года 2024. Сделано в СССР»




د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د موزمبیق لوبډلې سره سیالي لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د کانټيننټل سیالیو په دوام کې نن د موزمبیق له لوبډلې سره مخامخ شي. د تایلنډ په بنکاک کې به دا سیالي د افغانستان په وخت د ماسپښین په دوې نیمې بجې پیل شي. پرون د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپله لومړۍ سیالۍ له چک جمهوریت سره څلور په ځلور مساوي کړه. د فوټسال کانټيننټل لوبلړۍ د اګست له اوومې د همدې میاشتې تر دیارلسمې پورې دوام کوي. دې لوبلړۍ ته افغانستان وروسته له هغه غوره شو چې د منځنۍ آسیا په سیالیو کې یې دوهم ځای خپل کړ.

په مزار کې د ایران پر کونسلګرۍ د یوې پخوانۍ حملې په اړه د څېړنو غوښتنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ایران سفارت په مزارشریف ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ د پنځه ویشت کاله پخوانۍ حملې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه. دغه سفارت نن پر ټویټر لیکلي چې د دې پېښې کالیزه د هغې پر تعقیب ټینګار کوي. تراوسه پورې طالب چارواکو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. ۲۵ کاله پخوا د طالب ځواکونو له لوري د مزارشریف ښار له نیولو سره سم په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ حمله وشوه او د دې کونسلګرۍ ۸ دیپلوماتان او یو ایرانی خبریال یې ووژل شول. طالبانو هماغه مهال په دې برید کې لاس لرل رد کړي وو، خو ایران طالبان... Читать дальше...

اندونیزیا او اسلامي همکاریو سازمان زده کړو ته د افغان ښځو په لاسرسي ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا ولسمشر او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي په افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو او ښځو په لاسرسي ټینګار کړی دی‌. د اندونیزیا ولسمشر جوکو‌ ویدودو او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم‌طه‌ د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو خبرې کړي‌. د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي پرون په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دواړو مشرانو په جاکارتا کې سره لیدلي او تعلیم ته یې د افغان نجونو او ښځو په‌لاسرسي ټینګار کړی دی‌. هغې زیاته کړې، په دې لیدنه کې له افغانانو... Читать дальше...

مردان کې پوليسو د پي ټي ای يوشمېر احتجاج کوونکي نيولي

Mashaalradio.com 

د اګست پر اوومه د خيبر پښتونخوا په مردان کې پوليسو هغه وخت د پاکستان تحريک انصاف تر ۲۰ زيات پلويان ونيول چې کله هغوی د ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د احتجاج لپاره د مردان پرېس کلب مخې ته راټولېدل. د پوليسو په وينا دغه کسان يې د پاکستان د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې د سرغړونې په تور نيولي چې له مخې يې تر پينځو د زياتو کسانو پر ورغونډېدو بنديز وي.



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Хотели стать женами Егора Крида и Тимати. Рассказываем, как сложилась жизнь нижегородок после шоу «Холостяк»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева


WTA

Елена Рыбакина выступила с критикой в адрес WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Журнал PERSONO вернул гостей премии в эпоху СССР. Итоги ежегодной премии «PERSONO года 2024. Сделано в СССР»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России