رومانیا؛ تورسمندرګي ته څېرمه له ماین چاودنې وروسته د ماین پلټنلو عملیات پيل شوي
رومانیايي چارواکي وايي، د لامبوزنو یوه ځانګړې ډله او یو هیلیکوپټر یې په تور سمندرګي کې د لارورکو ماینونو د موندلو لپاره استولي دي. دا وروسته له دې چې د ناټو د غړې رومانیا تفریحي ښار کوستینيشتي ته په نژدې سواحلو کې یو سمندري ماین وچاودېد. دې چاودنې ځاني زیان نه دی اړولی. پر اوکراین د روسیې له یرغل په راوروسته موده کې د جګړې دواړو خواوو په تور سمندرګي کې ماینونه ایښي دي. دا ماینونه د سمندر د څپو او چټک باد په نتیجه کې کله ناکله د رومانیا تر سواحلو پورې راوړل کېږي. لویدیځو رسنیو راپور ورکړی... Читать дальше...