په پاکستان کې د جلا جلا پېښو له کبله دوه سرتېري او درې وسلهوال وژل شوي
پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه، دغه راز ږوب او قلات کې په درېیو جلا پېښو کې دوه سرتېري او درې افراطي وسلهوال وژل شوي دي. د بلوڅانو د ازادۍ پوځ چې په سیمه کې عمده افراطي ډله ده، په کوټه او قلات کې د شویو حملو مسوولیت منلی دی. نن په کوټه کې د لاسي بم په برید کې د دوو پولیسو په ګډون پنځه کسان ژوبل شول. پولیس وايي، پرون بیا په ږوب کې د پوځي عملیاتو پر مهال نښته وشوه چې درې مشکوک وسلهوال یې په نتیجه کې ووژل شول او دوه سرتېري ژوبل شول. په ږوب کې د شوي برید مسوولیت چا نه دی منلی. Читать дальше...