Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 07.08.2023

ترکیې ۶۴ نور افغان کډوال بندیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې چارواکي وايي چې ۶۴ تنه افغان کډوال یې، چې دغه هیواد ته په غیرقانوني ډول ننوتي وو، په ارزانتن ښار کې نیولي دي.  د ترکیې رسنیو پرون (یکشنبه) راپور ورکړ، چې دا کسان یې په یوه لارۍ کې د هغې له ایراني چلوونکي سره نیولي دي.  د سږ کال په جون میاشت کې ترکیې له خپلې خاورې ۱۳۸ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل.  د ترکیې حکومت په وروستیو کې د ټولو بهرنیو کډوالو په اړه، چې په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته راغلي، قیودات زیات کړي.

ایران: یو افغان کارګر او ۳ زامن یې په یوه څاه کې مړه شول

Pa.azadiradio.com 

د ایران په شېراز  ښار کې څلور تنه افغان کارګر د سیپتیک څاه په ګازو مسموم او مړه شول.  د شیراز د ښاروالۍ د اطفایې رييس هادي اعتمادپور ځايي رسنیو ته ویلي، دا څلور افغان کارګر پرون هغه مهال مړه شول چې یو تن یې په سیټیک څاه کې بند شو او نورو یې د ژغورلو هڅه وکړه.  دغه کارګران څلور واړه د یوې کورنۍ غړي وو. په دوی کې یو یې ۶۴ کلن پلار، او درې زامن وو،  چې ۲۵ ، ۲۷ او ۳۴ کاله عمرونه یې لرل.

د لوړو زده کړو د نظام بدلون؛ د تحلیلګرانو شبکه: طالبان اصلاح نه، فکري جګړه پکې کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل نوي راپور کې ادعا کړې، چې طالبان په فکري جګړه کې ښکېل دي او د دوی په اند دا په یوه اوږد تاریخي بهیر کې پر افغانستان تپل شوي او له همدې امله یې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې دوی د لوړو زده‌کړو په سیستم کې د سمون او نوښت په لټه کې دي.  د «طالبانو تعريف شوي پوهنتون» په نوم دغه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ  خپور شو، ویل شوي دا ډول ذهنیت له ۲۰۰۱ کال وروسته د لوړو زده‌کړو د بیا کتنې او سمون په موخه د چټکو او بنسټیزو بدلونونو اړتیا څرګندوي.  د افغانستان د... Читать дальше...



سره سمندرګي ته د ۳ زرو ځواکونو لېږل؛ امریکا: د ایران کړکېچ زېږونکې هڅې مهاروو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سمندري ځواکونو نن اعلان وکړ چې له درې زرو زیات سرتېري یې پرون یکشنبې د سویز کانال له لارې سره سمندرګې ته ورسېدل.  دا سرتېري وروسته له هغه سیمې ته واستول شول چې واشنګټن وویل، پوځي ځواکونو یې د جولای په پنځمه د ایران هغه هڅې شنډې کړې چې غوښتل یې د عمان سواحلو ته نژدې په نړیوالو اوبو کې د تېلو تجارتي ټانکرونه ولجه کړي.  د امریکا د سمندري ځواک پنځمې قطعې په خپل ننني بیان کې وویل: دا ځواکونه چې د باټان او کارټر هال په نوم دوو جنګي کښتیو ته رسېدلي، د دې قطعې د ظرفیتونو له پیاوړتیا او چابکۍ سره مرسته کوي. Читать дальше...

سرچینې: طالبانو ځینې خصوصي پوهنتونونه تړلي؛ هاشمي: خپلسرې څانګې مو ور وتړلې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي، په کابل او ولایتونو کې یې د ځینو خصوصي پوهنتونونو څانګې چې د دوی له اجازې پرته یې فعالېت کاوه، تړلي دي. د دې وزارت ویاند ضیاالله هاشمي تېره ورځ رسنیو ته ویلي دي چې دا پرېکړه یې د دې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو د پیاوړتیا په خاطر کړې ده. د یاد وزارت ویاند که څه هم وايي، چې د ځینو هغو پوهنتونونو څانګې یې تړلي دي چې د دوی له اجازې پرته یې فعالېت کاوه، خو د ځینو خصوصي پوهنتونونو استادانو ازادي راډیو سره په خبرو کې، ادعا وکړه چې په کابل کې ځینې خصوصي پوهنتونونه هم د طالبانو د حکومت لخوا تړل شوي دي. Читать дальше...

سیند کې د اورګاډي پېښه کې ۳۰ تنه وژل شوي دي

Mashaalradio.com 

په سیند کې د هزاره اېکسپرېس په نوم د مساپر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د اوښتو په پېښه کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۷۰ ژوبل دي. چارواکي وايي، هغه اورګاډی د اګست پر شپږمه له کراچۍ څخه د خیبر پښتونخوا د اېبټ اباد حوېلیا ته روان وو چې د پېښې ښکار شو. چارواکي وايي، د پېښې ښکار شوي ټول د سیند او پنجاب دي او زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. ویډیويي رپورټ.

د ارزګان او هلمند کلنۍ مشاعرې؛ د طالبي ترانو او شعرونه تله یې درنه وه

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د ارزګان ږغ او د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د هلمند سېند کلنۍ مشاعرې ترسره شوې. په دې مشاعرو کې تر ډېره د طالبانو ترانې او د دوی په پلوۍ شعرونه ویل شوي. نور جزییات زموږ د همکار په لاندې راپور کې، چې د لېنک له کېکاږلو سره اورېدل کیږي.

مجاهد: یو شمېر بهرنيان راسره بندیان دي؛ شنونکي: افغانان به یې د خوشې کېدو په معاملې خبر هم نه شي

Pa.azadiradio.com 

تازه د طالبانو حکومت تایید کړې چې د امریکایانو په ګډون، یو شمیر بهرني وګړي د دوی په بند کې دي. د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې له نیول شویو بهرنیو وګړو سره به قانوني چلند وکړي. د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ له طلوع نیوز خصوصي تلويزيون سره په خبرو کې تایید کړه، چې بهرني وګړي د دوی په بند کې دي، خو کره شمېر یې په ګوته نه کړ. مجاهد ویلي چې دا کسان د امنیتي مسایلو په ګډون، د ده په خبره د قانون او اصولو خلاف کړنو له امله نیول شوي دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست... Читать дальше...



د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ په دویم پړاو کې انګلستان او اسټرالیا خپلې سیالۍ وګټلې 

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې نن انګلستان او اسټرالیا خپل سیالان مات کړل.  د نن ورځې لومړۍ سیالي د انګلستان او نایجریا ترمنځ وه چې ۴ د دوه پر وړاندې انګلستان وګټله.  دغه راز دویمه سیالي بیا د اسټرالیا او ډنمارک ترمنځ وه چې دوه د صفر پر وړاندې د اسټرالیا په بري سره پای ته ورسیده.  باید وویل شي چې د دې پړاو په سبانیو سیالیو کې به کولمبیا د جمیکا او فرانسه د مراکش پر وړاندې سیالۍ وکړي.

فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډلې له چیک جمهوریت سره سیالي برابره کړه 

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو جام په سیالیو کې نن خپله لومړۍ سیالۍ د چک جمهوریت پر وړاندې څلور د څلور پر وړاندې مساوي کړه.  د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چې یاده سیالي د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه چې دواړو لوبډلو څلور، څلور ګولونه ووهل.  د یاد فدراسیون په خبر کې راغلي دي چې افغانستان به په ب ګروپ کې خپله دویمه سیالي د موزمبیق پر وړاندې ترسره کړي.  د لویو وچو دغه سیالۍ به د اګست تر ۱۳مې نیټې دوام وکړي.  باید وویل شي چې افغانستان یوه اونۍ وړاندې د مرکزي اسیا په اتلوليو کې دویم مقام ګټلی و.

په زندان کې اوومه میاشت؛ طالبان ولې خبریال بهبودي نه خوشې کوي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمنې الکساندرا مستواجا پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې له ۷ میاشتو راهیسې یې خپل د ژوند ملګری نه دی لیدلی او هیله لري چې نوموړی ژر تر ژره خوشې شي. اغلې مستواجا ازادي راډيو ته وويل، تر اوسه د بهبودي کورنۍ او ملګري يې نه دي بریالي شوي چې هغه وویني. مستواجا وویل:"موږ پرمختګونه درلودل، که څه هم د مرتضی د قضیې او د هغه د وضعیت په اړه لا تر اوسه نه پوهېږو او د هغه کورنۍ او ملګري یې لا هم په لیدلو بریالي شوي نه دي. موږ د مرتضی د خوشې کولو غوښتنه کوو. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم خپل فشار راوړی. Читать дальше...

له افغانستانه بهر د جهاد په اړه د 'ملایعقوب مجاهد' څرګندونو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر هغو څرګندونو بېلابېلو غبرګونونه راپارولي چې خپلو سرتېرو او قوماندانانو ته یې ویلي، که څوک له افغانستانه بهر د جهاد لپاره ځي، جګړه یې جهاد نه بلل کېږي. ملایعقوب مجاهد دوه ورځې وړاندې خپلو سرتېرو او قوماندانانو ته وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون خپره کړې وویل: "اوس خو د امیر امر دی. اطاعت یې واجب، فرض او لازم دی. که څوک له افغانستانه د باندې د جهاد په نیت ځي، جهاد یې جهاد نه بلل کېږي. دا رساله تاسې وګورئ. کله چې امیر مجاهدین له جنګ څخه بند... Читать дальше...

د افغانستان فوټسال لوبډله د چک جمهوریت له لوبډلې سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال سیالیو په لړۍ کې خپل لومړنۍ لوبه نن د چک جمهوریت له لوبډلې سره وکړي. نننۍ لوبه به د کابل په وخت د ماسښین په دوه نیمو بجو د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ترسره شي. د فوټسال کانټیننټال لوبلړۍ د اګست له اوومې د همدې میاشتې تر دیارلسمې پورې دوام کوي. دې لوبلړۍ ته افغانستان وروسته له هغه غوره شو چې د منځنۍ اسیا په سیالیو کې یې دویم ځای خپل کړ. افغان لوبډله په ب ګروپ کې لوبې کوي او له چک جمهوریت وروسته به له موزمبیق سره خپله دوهمه وکړي.

اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو پر دنیپروپیتروفسک او خرسون بیا حملې کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو نن د دې هېواد دنیپروپیتروفسک او خرسون سیمو کې د روسیې په توغندويي حملو کې د لږترلږه یو تن د وژل کېدو او د یو بل د ټپي کېدو خبر ورکړ. د خرسون والي اولیکساندر پروکودین پر ټلګرام ولیکل چې د دې ښار په مرکزي برخه کې د یوه توغندي لګېدو یوه ښځه ووژله او یو تن یې ټپي کړ. چارواکي وايي، دا توغندويي حملې نیمه شپه پیل شوې. له دې مخکې د ژغورنې د عملیات دوه کارکوونکي هغه مهال ټپیان شول چې د روسیې په برید کې له یوې اور اخیستې نهه پوړیزې ودانۍ څخه یې د خلکو د ایستلو هڅه کوله. اوکرایني ځواکونو... Читать дальше...

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۱۹ کال وروسته په لومړي ځل جاپان ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۱۹ کال وروسته په لومړي ځل جاپان ته تللی دی. توکیو ته د حسین امیر عبداللهان به د سفر په اجنډا کې له صدراعظم فومیو کیشیدا سره کتنه شامله ده، خو د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې عبداللهیان له خپل جاپاني سیال یوشي ماسا هایاشي سره هم ګوري. جاپان ته د عبداللهیان د سفر هدف نه دی اعلان شوی، خو د راپورونو له مخې جاپان غواړي پر ایران فشار راوړي چې روسیې ته د وسلو له لېږلو ډډه وکړي.

د عمران خان مدافع وکیل له ده سره زندان کې ګوري

Pa.azadiradio.com 

د عمران خان مدافع وکیل وايي، ده ته اجازه ورکړل شوې چې د فساد په قضیه کې د پاکستان پر پخواني صدراعظم د حبس د حکم پر ضد د دعوې له پیلولو مخکې نن له هغه سره په زندان کې وګوري. د کرکټ پخوانی ستوری، د تحریک انصاف ګوند مشر اویا کلن عمران خان د هغه سیاسي کړکېچ اصلي محور دی چې ده ته د پارلمان له خوا د عدم اعتماد رایې له ورکولو وروسته تېرکال په پاکستان کې پیل شوی دی. له دې کړکېچ سره، داسې مهال چې پاکستان له اقتصادي بحران سره هم لاس ګرېوان دی د اټومي وسلو لرونکي دې هېواد کې د بې ثباتۍ له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي.

مجاهد: له طالبانو سره د امریکایانو په ګډون یو شمېر بهرني وګړي بندیان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت تایید کړې چې د امریکايانو په ګډون یو شمېر بهرني وګړي د امنیت په ګډون په بېلابېلو تورونو له دوی سره بندیان دي. د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، د دې بهرنیو وګړو د برخلیک په اړه پرېکړه به د طالبانو سرپرست حکومت وروسته له هغه وکړي چې د هغو د قضیو په اړه تحقیقات پای ته ورسېږي. مجاهد د تورنو بهرنیو وګړو شمېر ونه ښوده، خو زیاته یې کړه چې دا کسان به په هغه صورت کې چې جرم ونه لري، خوشې شي.

په میدان وردګ کې د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت یو استنادي دېوال جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د سېلابونو څخه د مخنیوي په موخه د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دېوال د رغولو چارې پیل شوې. په دې ولایت کې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:


Музыкальные новости
Тимати

После резкого поста о Надежде Стрелец мама Тимати вступила в дискуссию с подписчиками и неожиданно упомянула Ксению Собчак





Rss.plus
Павел Воля

«Я тебя предупреждал, что если мы будем копаться в тебе, тебе будет неприятно!» Константин Гецати расстроил Павла Волю своим «видением» в новом выпуске «Шоу Воли» на ТНТ




Роберт Гараев — о популярности и успехе «Слова пацана»

Kp.ru: экс-солист «На-На» заявил, что Алибасов должен ему пять млн долларов

Захарова: США провоцируют Японию на обвинения России в ядерной нестабильности

Россияне полюбили Changan, продажи выросли на порядок (в 9 раз) за последний год




ساینسپوهانو په لومړي ځل انټارکټیکا کې هندواڼې کرلې دي

Mashaalradio.com 

ساینسپوهانو په لومړي ځل د نړۍ تر ټولو یخې سیمې انټارکټیکا کې هندواڼې کرلې دي. هغوی وايي، هیله مند دي چې هلته به د يوې مناسبې تودوخې په ساتلو سره نورې مېوې او سبزیانې هم وکرل شي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیویي راپور وګورئ.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند کراچۍ کې د باجوړ برید ضد مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دې امن پر ځای کړي. دوی د اګست پر شپږمه په کراچۍ کې د مظاهرې پر مهال د باجوړ په برید کې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته د انصاف غوښتنه وکړه. په مظاهره کې سلګونه کسانو ګډون وکړ. د جولای پر ۳۰مه د باجوړ په خار کې په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول. د حملې ذمه واري د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې منلې ده. ویډیويي رپورټ.

په خوست کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د خیرات ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې پرون شاوخوا دوه سوه کسان د خیرات ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شول. له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، دا پېښه په الګډه سټکیو سیمه کې شوې او مسموم شوي کسان د ځاځي میدان، باک، صبریو او خوست روغتونونو ته وړل شوي دي. تراوسه پورې ډاکترانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان د ډوډۍ په خوړولو ولې مسموم شوي، خو وايي چې د ناروغانو وضعیت په ښه کېدو دی او هېڅ یو له جدي خطر سره مخامخ نه دی. د ځاځي میدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ویندوی مستغفر ګوربز ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

یونسکو: په نړۍ کې تر ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو تعلیمي اداره، یونسکو وايي چې په نړۍ کې تر ۱۱۸ میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي. یونسکو پرون یکشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، په کار ده چې د زده کړو او د ښځو اونارینه وو د برابرۍ لپاره بودیجه زیاته شي او لازمه ده چې دا کار همدا اوس وشي. یونسکو دا ټویټ په داسې حال کې خپور کړ چې په افغانستان کې نجونې له نږدې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوي دي. افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې د لېسې او پوهنتون د دورې له زده کړو محرومې دي.

په تهران کې د طالبانو سفارت د پاسپورټ وېش پیلوي

Pa.azadiradio.com 

په تهران کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو په کنترول کې دی، ویلي چې په ایران کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټ وېش پیلوي. د سفارت له پرونۍ خبرپاڼې سره سم، فضل محمد حقاني ویلي چې د پاسپورټ تدریجي وېش به له نوزېږو ماشومانو پیل کړي، وروسته به محصلانو ته هم پاسپورټونه ورکړل شي. په تهران کې د طالبانو تر کنترول لاندې سفارت شارژدافېر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورټ د څانګې له ريیس سره هم کتلي او له هغه یې غوښتي په ایران کې د زېږېدلیو افغان ماشومانو د اسنادو په برخه کې همکاري ورسره وکړي.



Москва

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Баста запланировал провести донской кубок с участием ФК «Ростов», «Чайка» и «СКА-Ростов»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева

Волейболисты «Зенита-Казань» стали чемпионами России

Тренер "Динамо" Личка о самой дорогой покупке в Москве: я купил себе самокат


Рафаэль Надаль

Теннисист Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку Корнееву



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


PRomoPulse

Продвижение новой музыки и ваших хитов на радио и в интернете



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России